د سوداګرۍ وزارت مرستیال قربان حقجو

تاند- د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي چې د پاکستان پر ځای له ایران سره سوداګري راکړې ورکړې زیاتوي.

د سوداګرۍ وزارت مرستیال قربان حقجو نن /یکشنبه/ وویل، افغانستان له پاکستان سره د سوداګري راکړو ورکړو انداره نیمايي ته راټیټه کړې، خو په عین وخت کې یې له ایران سره اقتصادي او تجارتي اړیکې زیاتې کړي دي.

حقجو زیاته کړه«په ۲۰۱۵ م کال د افغانستان او ایران د سوداګري راکړو ورکړو اندازه ۲ ملیارده او ۵۷۹ ملیون ډالرو ته ورسېده.»

د سوداګري وزارت د مرستیال په وینا په ۲۰۱۵ م کال د افغانستان او پاکستان د سوداګري راکړو ورکړو اندازه تر ۳ ملیارد ډالرو اوښته خو په ۲۰۱۶ کې یو نیم ملیارد ته راټیټه شوې ده.

ده دغه راز وویل«چین، ایران او هند به ژر د افغانستان په بازارونو کې د پاکستان ځای ونیسي او اسلام اباد به دا تر ټولو ستر مارکیټ له لاسه ورکړي.»

په تېره څه باندې یوه میاشت کې، چې پاکستان د تورخم او سپین بولدک لارې بندې کړي، افغانستان ته د پاکستان د صادراتو اندازه نوره هم کمه شوې ده.

د پاکستان له لوري د لارو بیا بیا بندېدا سبب شوې چې د افغانستان حکومت او افغان سوداګر د دغه هیواد پر ترانزیتي لارو او تجارت باور له لاسه ورکړي.

دوی وايي چې پاکستان د سیاسي فشار لپاره له سوداګري مسایلو ناوړه استفاده کوي.

حقجو وايي چې د پاکستان له لوري د لارو د بندېدو له کبله سوداګرو شاوخوا ۱۰۰ ملیون ډالره زیان کړی دی.

د افغانستان د سوداګري او صنایعو خونه وايي چې اوس په پاکستان کې د افغان سوداګرو په تجارتي مال بار ۵ زره کانتینرونه ایسار دي او هره ورځ یې شمېر نور هم زیاتېږي چې له کبله یې یوه اندازه خوراکي مواد ضایع شوي او افغان سوداګرو ته یې زیات زیان اړولی دی.

One thought on “په افغانستان کې به د پاکستاني محصولاتو بازار د نورو هیوادونو تولیدات ونیسي”
  1. دا نو چیشی سو؟ له بارانه پاڅې او ناوې ته کشینه!؛سګ زرد بیادر شغال!>> همدا ڼن تاند کې د آقای اخګر ( ګرګ در لباس ګوسفند) لیکنه ولولئ! ترڅو د ایراني آخوندانو او افغانستاني! یارانو شوم پلانونه درمعلوم سي.
    البته د هند او چین اوترکمنستان سره هم تر یو اندازې پروا نلري ؛ مګر اصله خبره داده چې خپل وطني تولیدات او پیداوار باید هم خلکو ته هم دولت ته لومړیتوب ولري له دینه چې په ملیاردو ډالر پردیو ته ګټې رسیژي.
    پاکستیاني بی کیفیته مالونه خو یو هم باید پرینښودل سي، حتا کارګران مارګران او پټ او شکاره جاسوسان ېې (+د ایران ا.د.ن. هم) وایستل سي . افسوس چې څوک زمونږ په تبصرو کل! سرونه هم نه ګروي!!

ځواب ورکول Dr.HamidUllah Zrrlaver Sapfi /ډاکټر حمیدالله زړهءور "صاپی" ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *