سوله د افغانانو لومړی درجه او تر هغه هم اوچت ضرورت دی. ټول افغانان سوله غواړي خو نه پوهیږي چې سوله به راشي که نه؟

زما په فکر اخر خو به سوله راځي، ځکه هره جګړه یو وخت پای ته رسیږي. هر څه چې پیل لري، پای هم لري. که غر لوړ دی پر سر یې لار شته.

د اوسنۍ جګړې د حل کیلي له امریکا سره ده، خو امریکا لا په اسې دریځ کې نه ښکاري چې صادقانه سولې دې حاضره وي. داسې ښکاري چې کابل دولت هم د امریکا په پیروۍ دغسې کوم نیت او عملي پروګرام نلري. د سولې شورا کارونه سمبولیک او نمایشي بڼه لري.

په هر صورت ټول افغانان پدې پوهیدل غواړي چې سوله به کله راځي. څو پوښتنې باید حل شي، بیا پوهیدای شو چې سوله ژر راځي که په ځنډ.

1)    طالبانو په کم نظمه ایله جاري لښکرو او د اسامه او پاکستان په ناڅیزه مالي مرسته د افغانستان په ۹۵٪ خاوره کې امنیت راوست خو ناټو او ۴۹ متحدین یې یو نیم لک مجهزترین پوځ لري، د افغانستان دولت وسله وال ځواکونه ۳۵۰۰۰۰ ته رسیدلي دي،کلني لګښتونه یې سل زره میلیون ډالرو ته رسیږي، خو سوله نشي راوستی؟. ایا طالبان په خارق العاده ډول قوي وو که دا نور ډیر کمزوري دي؟ دا لویه پوښتنه ډیره حیرانونکې ده.

2)    د امریکا د فاع وزیر څه موده مخکې وویل چې القاعده یې دړې وړې کړې ده او یوازې ۵۰ کسان یې پاتې دي چې هغه هم د ډیورنډ لیکې ها خوا دي. فکر کوم پخوا هم په افغانستان کې د القاعده غړي په زرګونو کسان نه وو او محدود کسان وو. پدې کې لویه پوښتنه داده چې د پنځوس کسانو د ځپلو لپاره سل کوماندویان که د ۵۰ هیوادونو یو نیم لک کسیز پوځونه او په کال کې سل زره میلیونه ډالر پکار دي؟

3)    کرزی صیب او زموږ مشران همدا یوه خبره کوي چې پاکستان مداخله کوي که نه وي نو جګړه پای ته رسیږي. دلته دوه پوښتنې دي : لومړی ایا پاکستان دومره قوي دی چې د نړۍ د تر ټولو پیاوړو هیوادونو په مقابل کې جنګیدای شي؟   داسې پیاوړي هیوادونه چې له هغې ډلې یوازې امریکا د نړۍ د نظامي بودجې ۹۳٪ لګوي. تر اوسه چې طالبانو په ۷۵۰ ځانمرګو (یا د طالبانو په وینا فدایي) بریدونو نړیوال ریکارډ ټینګ کړی دی، دغه ځانمرګي (یا فدایان) افغانان وو که پاکستانیان؟ فکر کیږي چې زیاتره یې افغانان وي. دوهمه دا چې که کرزی د افغان ولسمشر په توګه طالبان (چې خپل رعیت، ورونه او اولادونه یې دي) نشي راضي کولی تر څو د هیواد په سوله او آبادۍ کې برخه واخلي، او پاکستان کولی شي طالبان (چې د پاکستان هیڅ خپلوي ورسره نشته) دې ته راضي کولی شي چې ۷۵۰ کسان یې له ځانه بم جوړ او منفجر کړي او تر ټولو خوږ شی یانې ژوند له لاسه ورکړي. پداسې حال کې چې په ملګرو ملتونو کې د رسمیت پیدا کولو له لومړۍ ورځې پاکستان د هر افغان له خوا مردود دی او پاکستان له خپل پیدایښت څخه را پدې خوا پدې ټوله موده کې د افغانانو په ذهنونو کې ټکول شوی دی . فکر کوم طالبانو ته به هم دومره خوږ نه وي چې د هغه د ګټو لپاره ځان قربان کړي.

4)    د تروریزم کوم تعریف خو نشته. یا لږ تر لږه تعریف یې ثابت نه دی. د شورش د تعریف په باب مې چې څه اوریدلي دي هغه دا دي چې که د یو هیواد په یوه سیمه کې یو محدود شمیر خلک د حکومت او دولت پر ضد وسله وال مخالفت کوي نو دغه شورش دی. اوس خو په افغانستان کې په ۲۵ ولایتونو کې وسله وال مخالفت روان دی. نو آیا دا شورش دی، تروریزم دی که کوم بل څه؟

فرضیه او تشبیه : روس راغلی و چې د افغانستان تر اشغال وروسته پاکستان هم لاندې کړي او د هند تودو اوبو ته ځان ورسوي. د افغانانو اکثریت یې محروم کړل او حتی د خپل دوست!!! حکومت مشر، حفیظ الله امین یې هم په خپل کور کې له خپلو اولادونو سره وواژه. ځینو افغانانو جهاد پیل کړی و، قاطع اکثریت هم له جهاد سره ملګري شول. پاکستان چې ولیدل افغانان جنګ کوي دا یې په ګټه وه چې (جهاد افغانستان، دفاع پاکستان) وګڼي؛ افغانانو ته پناه هم ورکړي او د غرب او عربو مرستې هم ورته راجلب کړي. غرب او عربو هم چې سړي یې نه، بلکې پیسې او وسلې یې مصرفیدې، مرستې ته راودانګل. په دغه جګړه کې روس مات شو. که څه هم موږ ته یې پوره ګټه ونه رسیده، (یوازې د یو بل زبر ځواک د ماتولو ریکارډ مو ټینګ کړ) خو امریکا پکې د نړۍ بې رقیبه ځبرځواک شو، پاکستان پکې د اتوم خاوند شو او د منځنۍ اسیا او شرقي اروپا په لسګونو هیوادونه پکې ازاد شول.

اوس امریکا راغلي ده؛ افغانستان یې اشغال کړی دی، اکثریت یې له واکه محروم کړی دی، د طالب په نوم یې هر پښتون څنډې ته کړی دی او په پاکستان پسې ور روان دی چې اتوم ترې واخلي او داسې کمزوری یې کړي لکه د عربو کوچني هیوادونه. پاکستان دا ځل بیا فکر کوي چې ځینې بیا افغانان مقابلې ته تیار دي نو که امریکا نن په پاکستان ورځي پریږده چې افغانان یې څه موده ودروي، که ونه دریده سبا به ورسره ګوري. چې شپه یې تر منځ وي، پاکستان له هغې بلا نه ویریږي. په پټه د طالبانو حمایت کوي خو که د امریکا فشار پرې ډیر شي نو مشران طالبان امریکا ته وروسپاري، د دوهم درجه پته ورکوي چې امریکایان یې په بې پیلوټه الوتکو او کمپیوټري وسلو وولي او کشرانو ته زمینه جوړوي چې په ځان پسې بمونه وتړي؛ هم ځانونه، هم امریکایان او هم نور افغانان والوزوي. افغان دولت په کابل کې د سولې د عالي شورا په نوم یوه اداره جوړه کړې ده خو فکر ښکاري چې نه د سولې لپاره اراده لري، او نه نیت.

نو څه به کیږي؟

لومړی احتمال : که امریکا او د کابل حکومت بریالي شي چې ټول وسله وال مخالفین په جګړه کې مات کړي، نو پخپله به سوله راشي. خو دا ممکنه نه ښکاري. ۱۲ کلونو وښوده چې د وسله والو مخالفینو چریکي جنګ کم نه، بلکې زیات شوی دی.

بل احتمال دادی چې امریکا پاکستان ته کلک ډاډ ورکړي چې په اتومي پروګرام یې کار نلري او ورپسې نه ورځي. نو پدې صورت کې پاکستان ممکن له طالبانو سره همکاري پریږدي او خپلې ملي ګټې وساتي. تر اوسه یې همدې ته ورته کار کړی دی. که پر طالبانو د تیښتې ځای ودرول شي نو د ماتیدو احتمال یې پیدا کیږي.

دریم احتمال دادی چې امریکا د پاکستان له اسارته طالبان را ازاد کړي، د اړیکو مستقل دفتر ورته جوړ کړي، بین الافغاني مذاکرو ته زمینه جوړه کړي، دافغانانو تر منځ د یوې رښتینې، عادلانه او پاییدونکې روغې جوړې لار اواره  کړي. پدې کار سره په افغانستان کې سوله راتلی شي. بیا پاکستان پوه شه او امریکا چې پخپلو کې دوستي سره کوي او که دښمني. کله چې د طالبانو د مستقل دفتر د جوړیدو تر ټولو شدید مخالفت ولسمشر کرزي وکړ، خلک شکمن شول چې کابل دولت سوله نه غواړي، حال دا چې پخوا به ولسمشر کرزي تل ویل چې که د طالبانو ادرس پیدا کړي، پخپله به ورپسې ورشي او خبرې به ورسره پیل کړي. اوس بیا د دفتر د پرانستلو خبرې روانې دي، وبه ګورو چې څه کیږي.

په عمومي دول افغانانو ته ګټوره دا ده چې تر منځو یې یوه ابرومنده روغه جوړه وشي او افغانان د امریکا په شمول له ټولې نړۍ سره د دوستۍ لار خپله کړي. افغانستان باید د نړیوال تقابل او د تمدنونو د ټکر په مرکز نه، بلکې د نړیوالې همکارۍ په مرکز او د سیمه ایز وصل په کړۍ بدل شي.

افغانستان ته هیڅ هیواد دښمن ندی، خو که وي هم، باید سوله ورسره وشي، ځکه سوله د ملګرو تر منځ نه، بلکې د دښمنانو تر منځ کیږي.

د سولې په لار کې چې څومره خولې تویې کړو، د هغې په اندازه  به مو له وینو توییدو مخنیوی کړی وي. هر افغان دې سولې ته د لومړي ضرورت په سترګه وګوري او پخپله برخه کې دې ورته کار وکړي.

11 thoughts on “په افغانستان کې به سوله راشي که نه؟- ډاکتر ابراهیم شینواري”
  1. Der aala Shinwar seb.Pa awal zal me pa Taand ke da sarreetob mazmoon wakatalo.Pakar da che Har Afghan ao har Pakistanai da sta da rai ihtiram wakrree ao amal pa wakrree.Pakistan ao Afghanistan pa manz ke siraf ao siraf dostee kedai shee.Da dushmanai hiss gunjaish nashta.

    1. عالمګیر خانه داسي ټکي «د نه سړيتوب« په تبصرو کې کاروې او بیا چې یې خپرې نه کړو ګیله کوې. ته د تاند ټول لیکوال توهینوې. که ستاسو په خوښه چا برابره لیکنه وکړه هغه د سړیتوب ده او که یې ونه کړه د نه سړیتوب ده؟؟ له تاسو او یو شمېر نورو تبصره لیکونکو هیله ده چې د ادب ژبه زده کړي. دا ستاسو حق دی چې د چا له نظر سره اختلاف وکړئ خو دا حق څوک نه لري چې د نورو سپکاوی وکړي.
      ستاسو تبصره مو د دې لپاره خپره کړه چې په دې توګه تبصره لیکونکو ته خپل پیغام وروسوو.

  2. د لیکني استدلال عینا د وحید مژده د لیکنو استدلال و. په لوی لاس هڅه شوې پاکستان درېیم لوری، او د امریکا له نفوذه پاک څه، چې د امریکا سیال هېواد معرفي شي. .

  3. د ابراهییم شینواري لیکنې مې چې کله هم په تاند کې لوستي ، خوند یې راکړی او یو څه مې ورنه زده کړي دي.

  4. مننه ډاکتر ابراهیم شینواری همدا یوه خبره( که د سولې په لار کې چې څومره خولې تویې کړو، د هغې په اندازه به مو له وینو توییدو مخنیوی کړی وی) ځمونږ د افغانستان دمضلوم ملت د درد دوا ده.

  5. زه ستاسو د لیکنی دریم احتمال تر ټولو ښه بولم خو که زمونږ مشران لږ له سلیم عقل نه کار واخلی او خپلی ملی، منطقوی او بین المللی ګټی وپیژنی. سرتمبګی او لجاجت په سیاسی او نظامی مسایلو کی هم د ځان تباه کول دی او هم د ملت . فقط یو جرات په کار ده چی د ملی ګټو د تامین لپاره دواړه جانبه قربانی ورکړی او په صمیمانه توګه خبرو ته حاضر شی . نه خارجی دفتر ته حاجت شته او نه دریم ګړی ته. دواړه لوری کولای شی د افغانستان په زړه یعنی کابل کی سره کینی او مخلصانه مشوری او مذاکری پیل کړی. دخبرو په نتیجه کی به هیڅ لوری څه ونه بایلی ، بلکه د افغانستان ټول وګړی او ټولی ذیدخله خواوی به ګټندویه او بریالی وی.

  6. زما په نظر لیکنه ډیره ژوره او تحلیلي ده. دغو پوښتنو ته نه امریکا ځواب ویلی شي او نه کرزی صیب. که ځواب ورکوي نو ستونزه به حلوي. کوم ورور چې لیکلي چې پاکستان ته په لیکنه کې حیثیبت ورکړل شوی دی، زه فکر کوم چې په لیکنه کې د پاکستان بر ضد یا ګټه څه خاص شی نشته، خو د طالع په باب یې لیکل شوي دي، چې د افغانانو د یوې برخې محرومیت ددې سبب شو چې هم د روس په مقابل کې د افغانانو مقاومت پاکستان د خپلې دفاع لپاره وکاروی او هم د امریکا په مقابل کې.

  7. اسلام علیکم
    لیکنه مو ډیره په زړه پوری ده. زما په اند د ستونزی حل ستا سی هماغه اخری وړاندیز دی چی ؛هر افغان دی سولی ته د لمړی ضرورت په سترګه وګوری او پخپله برخه کی دی ورته کار وکړی؛ د همدی نظر په تاید هرکله که افغان حکومت، سیاسی اپوزیسیون، شورشیان، متحاربی ډلی او وولس د شخصی ګټو پرځای ملي ګټو ته ارزشت ورکړی، خپل تاریخ ته وګوری او د افغانستان ورستوالی د نړیوال تمدن په پرتله د ځان لپاره عار وګڼی او د دی بهران څخه د راوتلو په درشل کی صرف د الله او د تقوی لاره غوره کړی نو ستونزه به مو حل، سوله تامین او وطن به مو سوکاله شئ.

    بله دا چی ستاسی هر وړاندیز که عملی شئ نو په هیواد کی به سوله راشئ، ولی ستونزه دا ده چی زمونږ موجوده بهرا ن د یو فلم حالت لری او اخری هدف یی یواځی د فلم لیکونکی ته معلوم دی، نو دغی حقیقت ته په کتنی سره زه فکر نه کوم چی دفلم جوړونکی دی زمونږ سره موافقه وکړی، بنا بیا هم اولی حالت ته اړیتا لیدل کیږی. مننه

  8. لیکونکی وروره خدای ج دي آجرونه درکړی، ډیره ضروری اودوخت سره سمه لیکنه دي کړیده

    دخدای په امان

  9. بلکول همداسی ده مونږباید د وینو پرځای خولی تویی کړو ترڅو سوله راشی او سولی ته مو کار کړی وی

ځواب ورکول guldad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *