1تاند- د اسوشیتید پریس خبري اژانس له شمېرنو سره سم په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د تلفاتو شمېر تر نن /سې شنبې/ پوري ۲۱۹۷ تنو ته رسېدلی دی.

د امریکا دفاع وزارت له ۲۰۰۱ کال څخه تراوسه پوري په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر تر اسوشیتید پریس خبري اژانس درې تنه زیات ښيي.

خو آی کژولټي ویبپاڼه، چې په افغانستان او عراق کې د امریکايي او نورو هیوادونو د پوځیانو د تلفاتو شمېرې خپروي، په افغانستان کې دننه او له افغانستانه دباندې د دغه هیواد د عملیاتو په تړاو د وژل شویو امریکايي پوځیانو شمېر ۲۳۳۸ تنه ښيي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې د دوی له معلوماتو سره سم، چې د سې شنبې په ورځ تر غرمې مخکې لس بجې یې تازه کړي دي، لږترلږه ۱۸۱۹ امریکايي پوځیان په افغانستان کې د دښمن له لوري وژل شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې له افغانستانه دباندې د دغه هیواد د عملیاتو په تړاو ۱۳۵ امریکايي پوځیان وژل شوي دي خو اسوشیتید پریس له افغانستانه دباندې د وژل شویو امریکايي پوځیانو شمېر تر دفاع وزارت ۴ زیات ښيي.

د امریکا دفاع وزارت وايي چې د افغانستان د عملیاتو له پیله تراوسه پوري ۱۹۸۸۹ امریکايي پوځیان په جګړه کې یا ماینونو ټپیان شوي دي.

وروستي دوه امریکايي پوځیان د جولای په ۲۴مه /تېره پنجشنبه/ په کندهار کې د سړک د غاړې په چاودېدونکو موادو ټپیان شول.

د آی کژولټي له ارقامو سره سم له دوه زره لومړي څخه تراوسه پوري په افغانستان کې د ناټو او د دې تړون د متحدانو 1ټولټال ۳۴۶۳ پوځیان وژل شوي دي.

0 thoughts on “په افغانستان کې تراوسه ۲۱۹۷ امریکایان وژل شوي”
  1. سلام او نيكى هيلى!
    ددى پرحًاى چى زموژ دبيگناه افغانانو دشهيدانو شميره اعلان كرى اوله افغانانو عفوه وغوارى په ديره بيشرمى سره دخپلو وژل شوو عسكرو شميراعلانوى ؟ ته به واى چى مخالفين له منحًه ورى او افغانستان يي له مخالفينو پاك كر دوى ورته برگ برگ گورى مخالفينو په هـلمند او نوروحًايو كى جبهوى جگرى پيل كرى اوزموژاتلان په كلاشينكف له خپل هـيواده دفاع كوى . دادشرم حًاى ده په دى ٢١٩٧ امريكايي عسكرو كى حًومره دپاكستان اسخباراتو ائ ايس اي وژلى ؟

ځواب ورکول Gul ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *