د داعش مشر حسیب

تاند- په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې مشر د افغان او امریکايي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ووژل شو.

ارګ نن /یکشنبه/ اعلان وکړ چې د داعش مشر عبدالحسیب په ننګرهار ولایت کې وژل شوی دی.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې حسیب د داعش له څو نورو مهمو قوماندانانو سره یوه اوونۍ وړاندې (د ثوراوومه) په ننګرهار کې پر یوې کلا د امریکا د ۵۰ ځانګړو ځواکونو (سپېشل فورس) او ۴۰ افغان ځانګړو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ووژل شو.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د داعش د مشر د وژل کېدو خبر یې د معلوماتو د کره کولو په خاطر په ځنډ خپور کړ.

ارګ وايي، د داعش دغه مشر پر سردار داوود خان روغتون د حملې امر کړی و چې په نتیجه کې یې تر ۵۰ زیات ډاکتران، ناروغان، نرسان او د ناروغانو عیادت کوونکي شهیدان شول.

د افغان او امریکايي ځواکونو له لوري د داعش د دغه مشر د وژل کېدو خبر په نړیوالو رسنیو کې په پراخه پیمانه منعکس شوی دی.

د امریکا د پوځ یوه ویندوی جیف ډافیس د حملې په مهال لوېدیځو رسنیو ته ویلي و چې په ننګرهار کې یې له افغان ځواکونو سره یوځای پر یوې کلا د حسیب د وژلو په هدف برید کړی دی، خو دا یې تایید نه کړای شوه چې نوموړی وژل شوی او که نه دی.

خو د ولسمشر غني له قوله لوېدیځو رسنیو ویلي چې حسیب په لومړي برید کې ونه وژل شو، مګر په دوهمه حمله کې، چې یوه اوونۍ وروسته وشوه، له منخه یووړل شو.

هغه کلا، چې حسیب او ملګري یې پکې هستوګن ول، هغو سمڅو ته نسبتاً نژدې ده چې د اپریل په دېرشمه د بمونو مور پرې استعمال شوه.

One thought on “په افغانستان کې د داعش مشر ووژل شو”
  1. د دغه وحشی ځناور عکس و د مرګ خبر خو هره میاشت دری ځلی وینم، پوه نه شوم چی دغه حیوان لکه د پشوګانو اوه ساه ګانی لری؟ که مرګ یی فلمی هم وی نو په فلم کی خوهم سړی یوځلی مری. البته د داعش په سریال سناریو کی سړی په وار وار وژل و بیرته را ژوند کیدای شی

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *