ملي شورا د افغان ملت کور، د ملي سیاست، قانون جوړولواو د دولت په کړنو د نظارت مرکز دی. نو روښانه ده چې رول یې د ملي نظام په جوړولو او یا ناکامولو کې زیات اغیزناک دی. که دا رول سم ادا شي نو ټول نظام د قوانینو، مقرراتو او سیستمونو په رامنځته کېدو، له پلی کېدو یې د نظارت، د دولتي ادارو د لمړیو کسانو په تصویب او نورو وسیلو نظام اصلاح کولای شي. له همدې کبله په هر حال یو شمېر نېکو او خادمو کسانو به د خدمت لپاره ورمخه کړي وي او تر خپلې وسې به هڅې کوي. خو له بلې خوا په ماتېدونکي حالت کې چې قوانین، مقررات هېر شوي او بنسټونه شړیدلي وي نو مفسدینو او د بهرنیانو نفوذي کسانو لپاره هم ملي شورا زیاته مرغوبه ده، ځان یې ورسولی او خپلې ځاني او د نورو زورواکانو ګټې خوندي کوي.
د فساد د خبیثې دایرې لمړۍ برخه
پاک او خادم خلک په هره اداره او سکتور کې شته او خدای وکړي په دې لیکنه خوابدي نه شي. خو ځينې کسان چې نه پوهه، نه ريښتينولي او نه د وطن او ملي ګټو سره مينه لري، تېر ژوند يې په معاملو او ملي ضد کارونو تېر کړی، د پخوانيو راکړو ورکړو او معاملو بازار چې سوړ وويني نو د مفسدو کړيو، بهرنيو قوتونو او نورو ورته ناروا انګېرنو په هڅونه غواړي د ملت کور ته د چټلو ارمانونو د پوره کولو لپاره ورشي، له يو شمېر زورواکانو او مفسدينو سره معامله کوي، که اړتيا وي ستر زورواکان په خپلو شرايطو د يو څه وخت لپاره پيسې ورکوي او په دې ترتیب په نظام کې د خبيثې دايرې لمړۍ برخه پيل کېږي.
د فساد د خبیثې دایرې دوهمه برخه
کله چې داسې معامله ګر وکيل )استثنا شته) ملي او يا ولايتي شوراته ورشي د خپلو تېرو لګښتونو د جبران او معاملو د دوام، شتمن کېدو، مجلل ژوند کولو او عیاشیو لپاره اړ وي په وزيرانو، واليانو او نورو دولتي چارواکو زور واچوي، تر خوږ ګوته يې ونيسي، لوړپوړيو دولتي چارواکو ته د اعتماد رايې لپاره نغدو پيسو ته سترګې په لاره وي او معامله د افغانيو په ځای په ډالرو وي، معامله کله فردي او کله په ګروپي شکل وي، په پروژو کې خپله شخصي ونډه غواړي، په ملي مسلو کې لکه د افغانيت او اسلاميت په هکله په رايه ورکولو کې معاملې ته سترګې په لاره وي او ځان په بهرنيانو، قومي ټېکدارانو او د هېواد په غليمانو پلوري، زياتو وزارتونو ته د سیستم او دولتي نظام د نظارت لپاره نه بلکه د خپلوانو، په فساد او قومي ټېکدارۍ کې د ملګرو په مقررۍ پسې روان وي، تيار ناست وي چې که کوم بهرنی ملک پلان ولري تر څو افغان نظام ته سرخوږی پيدا کړي چې هغه ورباندې ځان د يوڅو پيسو په بدل کې خرڅ کړي، ورته باک نه لري که هېواد ثبات ونه مومي، اوبه یې مهار نه شي، بندونه جوړ نه کړي، ملي وحدت رامنځته نه شي، خو له قانون او نظام سره د ډغرو وهلو او امتياز اخيستلو سوداګري ګرمه وساتي تر څو هغه شتمن شي او د کوم ګاونډي ملک اعتماد ترلاسه کړي او خوګ سړی شي. دلته د فساد خبیثه کړۍ لا یوه بل پړاو ته ورسېږي. د فساد د خبیثې دایرې دا برخه د مور حیثیت لري، ځکه شورا د افغانستان او هر ملک کور دی، د سیاست او له فساد سره د مبارزې مرکز دی، نو که دلته فساد بنسټیز شي ټول نظام ته لکه د سرطان دانه سرایت کوي.
د فساد د خبیثې دایرې دریمه برخه
زيات وزيران (استثنا شته) او وکيلان چې په پورته معامله کې يې پوره خرچه کړې وي، وخت نه ضايع کوي او وېرېږي چې يابه بيا له عدم اعتماد سره مخ شي او بيا به زښته زیاتو پيسو ته اړ شي، باید شتمن هم شي، اعتبار نشته چې تر کومه به لوړپوړی چارواکی وي نو د مفسدینو خبره بايد ځان جوړ کړي(!) او وخت ضايع نه کړي. نو پيل وکړي د دلالانو او معامله ګرو په ګومارلو، پستونه په يو نیم لک او يا دوه لکه وي خو يوازې سادګان د افغانیو فکر کوي او په دې اند وي چې له یوې او بلې خوا یې راپیدا کړي، خبر نه وي چې معامله د څڼيورو ډالرو ده. دلالانو چې د ادارې لمړي کس ته زياتې پيسې ورکړې ځکه هغه خوارکوټي خو هم زيات مصرف کړی و چې رايې وګټي نو بله چاره نه وي د پروژو څخه بايد غلا وکړي، يا بايد خيالي کسان د معاش خورو په ليست کې ولري، له سمنتو يې غلا کړي، مامور په ۵۰ سلنه رازي او يا غلط کړي او نيم معاش یې خپل جيب ته کړي. آخر څنګه وکړي هغه د مفسدینو خبره ټولو خلکو ځانونه جوړ کړي!، لوړپوړي تعميرونه لري، دوه دری ښکلې ښځې لري، د پنځو سوو کسانو د آبرومندانه (!) ميلمه پالنې امکانات او سړې تکويګانې لري، پردۍ ښځې يې په کور کې کار کوي، د ډيلي، دوبۍ او استانبول چکرونه وهي نو د سيالۍ او شريکۍ په دې ګرم بازار کې خو هغه هم بايد له نورو سره سيال شي. په اصل کې زموږ فرهنګ اوس دې مفسدينو مسخه کړی او دا فرهنګ د نوو مفسدينو په توليد کې ستر رول لري.
دلته د نلسن مندیلا هغه خبره سړي ته را یاد شي او ډېر صدق کوي چې وایي: د ازاد ژوند لپاره اړ نه یاست چې ځمکه او اسمان واخلئ، یوازې ځان مه خرڅوئ. خو کله چې په ټولنه کې داسې یو غلط کلتور رامنځته شي، زیات خلک په بېځایه او حرامو خوړلو روږدي شي او مسابقه پیل کړي، کوم حلال کار و بار هم ونه لري نو ارو مرو اړ دي چې معامله وکړي، ځان خرڅ کړي او جاهلانه سیالۍ تر سره کړي. په دې مرحله کې د فساد د خبیثې کړۍ بله برخه هم رامنځته او پرمخ ولاړه شي.
د فساد د خبثې دایرې څلورمه برخه
په رشوت راغلي خلک چې چوکۍ یې په ټیکه اخیستې دي چې د پروژو له قراردادیانو؛ د ځمکو له غاصبینو؛ د نشه یي توکو، بې کیفیته دواګانو، بې کیفیته تیلو او ګازو، وسلو او نورو له قاچاقبرانو خپل سهم اخلي او ورسره لاره لري. دا خلک چې کله له خصوصي شرکتونو پروپوزل تر لاسه کوي ښه په زغرده ورته خپله برخه په ګوته کوي او که ونه منل شي نو د شرکت د لاس خلاص وي او هغه هم که دې کوم عادي کس و. ځکه دا چارواکی خو پوهیږي چې زورور بانډ او ډله لري، په اداره کې زيات کسان ورسره مل او ګټې يې سره شرېکې وي. په همدې لحاظ مقرر شوي وو، نو شرکت واله اړ وي چې برخه (!) يې ورکړي، که کومه رسوايي پېښه شوه ډله یې اړتیا لري چې ورنه ملاتړ وکړي او که نه نو ټول رسوا کېږي. دلته که کوم کسان د پاکۍ او فساد ضد خبرې کوي لاس يې د خلاص وي، زور شان ده کمر شان، زر ورته دسیسه جوړوي او هیلمند ته یې لیګي!!
د فساد د خبیثې دایرې پنځمه برخه
له پلي کوونکي شرکت څخه چې څو ځايه برخه (!) يا په بل عبارت باج اخيستل شوی وي په ټول سور خبر دی، د فساد ټوله خبيثه کړۍ ورته ښه مالومه وي، ځکه له يوې خوا د دې خبيثې مافيايي او مفسدې کړۍ له شتونه خو هرڅوک خبر دي، له بلې خوا پروژې خو زيات وختونه اړيکو والا خلک ګټي (پاکو کسانو ته د سلام وي)، د ټولو برخې ورته ښې مالومې دي نو پوهېږي چې په دې خبيثه دايره کې د ټولو خولې هغه د چا خبره له اوبو ډکې دي والله که ده ته د خراب کيفيت له کبله د چا پلار هم څه ووايي. نو په بېغمه زړه هر څه يې چې زړه وغواړي کوي يې، د پروژو یوه برخه یې چې په رشوتونو کې ورکړې، د پروژو له هر اړخه یې وهی. کله کله که کوم تفتيش ورځي يوڅه خوله يې ورخوږوي او که ځان پاک او هېواد پال وښيي، کوم راپور ماپور ورکړي ټول پوهېږي چې له دې کس څخه څوک ننګه نه کوي، مګر زيات شرکتونه (استثنا شته) خو په پورته خبيثه کړۍ کې خپلوان، ياران، شريکان او ان د شرکت اصلي څښتنان لري دا کس به هلمند ته واستوي او زړه به يې ورتور کړي او هېواد پالنه به وروښيي. دلته دا د فساد خبیثه دایره تکمیل او وتړل شي. دا مفسدین د خپلو ګټو لپاره له یو بل سره لاس یو کوي، دا دایره او کړۍ د ورځې په تېرېدو ورځ تر بلې قوي کېږي.
په اصل کې دا خبيثه کړۍ اوس دومره ټينګه شوې، چې زيات خلک او چارواکي که ورسره شريک هم نه وي خو باج خو حتمي ورکوي، والي صاحبان او نور چارواکي ښه خبر وي چې کومه دولتي ځمکه چا او څه وخت غصب کړې ده، خو له محافظه کارۍ او له ډاره غږ هم نشي کولای. دا مضر احتياط او مصلحتي رويه دا يوه نيمه لسيزه روانه ده. اوسني ولسمشر چې يو څه ملا ورته تړلې چې دا مضر احتياط او زورواکي ختم کړي خو مفسدينو غوغا جوړه کړې، که زیات خلک د دولت جدیت ته خوښ دي او ورڅخه ننګه کوي خو په همدې خبیثه دایره کې لتاړ کسان او مفسدین او د عامه شتمنیو غاصبین ورته بد رد وايي.
خطر څه او څومره ستر دی؟
د فساد بنسټیز کېدل او ټینګښت نظام او ملي اقتصاد له پښو غورځوي، خلک په نظام بې اعتماده او د نظام مشروعیت له منځه ځي. په اوږد مهال کې چې مفسدین قوي شوي وي، یوازې له خپلو ګټو سره مینه لري او ورباندې معتاد شي، په پای کې چې ورته اړتیا شي له هر بهرني غلیم سره لاس یو کوي او د وطن له مور سره خیانت کوي. بله ستونزه داوي چې پاک خلک که شتون هم ولري د یوه فاسد کلتور په موجودیت کې هیڅ نه شي کولای، یا به ورسره لاس یو کوي او یا به کار پرېږدي. په دې توګه فساد د ملک بیخ او بنیاد ورانوي، ملک له ماتېدونکي حالت سره مخ کوي او بیا ودانول یې لسیزو وخت ته اړتیا لري.
څوک مسول دي؟
له کومه دا فساد پيل شو، څوک يې تقويه، تلپاتې او بنسټيز کوي؟ ځواب خورا روښانه دی. د لمړۍ کچې مشرانو، سياسيونو او روڼ اندو مسوليت خورا ډېر دی خو هيڅ کوم افغان هم مبرا نه دی. همدا ځينې مشران وو چې يا يې د خپلو ځاني ګټو او يا بېځايه او ډارنو مصلحتونو له کبله له ګيدړانو شرمشان او مليونران جوړ کړل، قانون يې هم خپله مات کړ او هم يې نورو ته اجازه ورکړه چې نه يوازې قانون مات کړي بلکه مسخره يې کړي او ملنډې ورباندې ووهي.
ټول خلک مسؤلیت لري او تر څو د فساد په وړاندې ودریږي له منځه وړل یې شونی کار نه دی. همدا موږ ټول عام خلک یو چې د تشو وعدو، يوې ګېډۍ ډوډۍ، يوه اندازه پيسو، قوم، ژبې، تنظيم او سمت په نامه بې کفايته، جاهلو، غدارو او معامله ګرو کسانو ته رايه ورکوو او د فساد بنسټ اېږدو او د خبیثې دایرې پیل کوو. کېدای شي نالوستي او بېوزله ولسي خلک بيا هم د زياتو لاملونو له کبله هومره ملامت نه وي، خو ملامتي د هغه تش په نامه مدني فعالانو او روڼ اندو، يوازې په خبرو کې د پرهېزګارانو او هسې د جهاد مدعيانو خو په اصل کې دين پلورونکو کسانو په غاړه ده چې ښه پوهېږي خو په قصدي ډول د وطن له مور سره خيانت کوي او مفسدينو ته چکچکې کوي او ورته رايه ورکوي. خداي دهغه ليکوال او شنونکي ته جزا ورکړي او د دوه مخۍ ماسک د ورڅخه لېرې کړي چې هم پوهېږي او هم قلم د مفسدينو په ګټه کاروي. الله تعالی د هغو محافظه کارو ليکوالو او شنونکو ته همت ورکړي چې له فساده او هېواد ته يې له ضررونو ښه خبر دي خو له ډاره يې خولې پټې او قلمونه یې مات دي.
اوس څه کول په کار دي؟
د فساد او مفسدینو د دې خبیثې دایرې د ماتولو لپاره باید د هغې له پیل او بنسټ څخه پیل وشي. که مو په خپل ملت او هېواد زړه سوزي لمړی پاک خلک په خپل زړه کې د ایماني او وطني مسولیت په بنسټ د پاکو معیارونو له مخې و پېژنی، په تیرو کړو وړو یې څېړنه وکړئ، له بیلګو سره یې نورو ته یې هم یوازې او یوازې د همدې معیارونو، بېلګو او او اصولو په اساس ور وپېژنئ. ورڅخه تعهد او ژمنه واخلئ چې د فساد په وړاندې به مبارزه کوي او پخپله به خو په هېڅ صورت برخه نه پکې اخلي. بیا رایه ورکړئ، که بریا ته ورسېد و یې څارئ، که پاک و، ورڅخه ننګه وکړئ او که هغه هم دوکه باز وخوت خپل اعتماد ورنه واخلئ او نور هم ورباندې خبر کړئ. که زیاتو د هېواد په درد دردمندو افغانانو دا کار سم وکړ زیات با ایمانه وکیلان او سناتوران په ملي شورا او ولایتي شوراګانو ته لاره ومومي او د دې خبیثې دایرې لمړۍ برخه او بنسټ به پرې شي، په وزیرانو به فشار کم شي، زیات وزیران به اړ نه وي دولتي پستونه لیلام کړي، وزارتونو ته به د اوسنیو یو شمیر ښو کادرونو تر څنګ زیات نور د ښې وړتیا لرونکي کادرونه د لیاقت په اساس لاره ومومي، په شرکتونو به زور کم شي، د ځمکو له غاصبینو سره به معامله ګري کمه او په کراره به ورکه شي، په شرکتونو به مالي فشار کم، زیات قراردادونه به د ښو معیارونو په بنسټ ورکړل شي او د کارونو کیفیت به سم شي، په ټولو به د قانون د یو شان پلي کېدو لاره اواره او هېوا به غښتلی او پخپلو پښو ودریږي.
له فساده د خلاص، خپلواک او پرمختللي افغانستان په هیله
پای
national security &police can arrest members of parliament,if he get money from any minister,catch them and bring him to justice,calculate his money,
pay back to government his corruption money,thanks