تاند – په افغانستان کې د ماشوم په زوکړه د میندو د مړینې شمېر یو وار بیا زیات شوی دی.

د برتانیا دګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې په کابل کې مرستندویان وايي، د افغانستان د حکومت له یوې ناچاپ شوې څېړنې سره سم، په هرو یو لک مېرمنو کې له ۸۰۰ تر ۱۲۰۰ د ولادت په مهال له ژونده بې برخې کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې دا سروې لا خپرېدو ته چمتو نه ده. د ګارډین وايي چې د عامې روغتیا وزارت ویندوی حاضر نشو چې د دې څېړنې په اړه خبرې وکړي.

دا په داسي حال کې ده چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په مالي لګښت د سلګونو کلینیکونو او روغتونونو د جوړېدو او د زرګونو نرسانو او قابلو د روزل کېدو له کبله د تېرو کلونو د احصاییو له مخې د ماشوم په زېږولو د میندو د مړینو شمېر تر دې ډېر کم شوی و.

په ۲۰۰۲ م کال په هرو یو لک افغان میندو کې ۱۶۰۰ د ماشوم زېږولو په مهال مړې کېدې. د تېرو کلونو په خپرو شویو احصاییو کې ویل شوي وو چې په هرو یو لک میندو کې ۳۲۷ د ماشوم د زېږولو په مهال مري.

دګارډین وايي، که دا څېړنه دقیقه وي نو افغانستان د اومېدوارو ښځو لپاره له سومالیا، چاد او جنوبي سوډان سره د ورته شرایطو درلودونکی دی.

د ملګروملتو د نفوسو صندوق وايي، د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د ماشوم د ولادت په مهال د میندو د مړینو شمېر تر نورو زیات دی. په هغو ولایتونو کې چې جګړه زیاته ده او روغتیايي خدمات او قابلې کمې دي، نسبت نورو ته زیاتې مېرمنې د اولاد زېږولو په وخت له ژونده بې برخې کېږي.

One thought on “په افغانستان کې د ماشوم په زېږولو د میندو د مړینو شمېر بیا زیات شوی”
  1. ملا نصرالدین د جمعی تر لنانځه دمخه کورته یو کیلو غوښه راوړه او میرمنې ته یی ورکړه چی د لمانځه تر ادا وروسته یی وخوري دملا میرمن په پخولو اود غوښې په لړلو اوڅکلو پیل وکړ او په پای کی یی غوښه کمه شوه او وویریده چی ملا به څه کانی کوي را ځه ټوله وخوره اوملاته به ووایی چی غوښه پیشو وخوړه! کله چی ملا راغی میرمنی هماغسی ورته وویل چی غوښه پیشو وخوړه
    ملا وویل کومې پیشو؟
    ښځي ورته وویل زمو نږ پیشو! ملا پیش را ونیوله او ویی تلله او پوره یو کیلو ختله! ملا میرمنی ته مخ کړ او ویی پوښتل چی: که دا پیشو وی غو ښه څه شوه؟ او که دا غو ښه وي نو پیشو څه شوه؟
    راځم مطلب ته که د ۲۰۰۳ کال سروی سمه وه
    نو اوسنۍ سروې سمه نه ده!! او که اوسنۍ سروې سمه وي نو پخوانۍ سروی سمه نه وه
    خو زه په دواړو باور نه لرم او زما باور سم دی ځکه چې داسی سرویګانی غوړې مړۍ دی او د سم کار لپاره پکی ځای نه شته .

ځواب ورکول ببرک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *