کله چې د اولسمې پیړۍ په دوهمه لسیزه کې په اروپا کې د مذهبې جګړې لمبې بلې شوې، کابو دیرش کاله یې دوام وکړ.

دې اوږدې جګړې، چې د پروتستانو او کاتولیکانو ترمنځ پیل شوې وه، اروپا خورا سخته زیانمنه کړه. زیاتره جګړې چې تاریخ لیکونکو راخیستي مذهبي رنګونه لري خو دغه جګړې بیا په خپل منځ کې ژور توپیرلري کورنۍ مذهبي جګړې بیا تر ټولو خطرناکې پایلې لري.

تجربو ښودلې ده چې مذهبې جګړې تر نورو ډیرې خطرناکې او ناوړه پایلې لري او دغه جګړې بیا تر ډیره دوام کوي، هغه مهال چې په ۱۵۶۲ میلادي کال کې په فرانسه کې مذهبي جګړې پیل شوې تر ۱۵۹۸ کال پورې یی دوام وکړ چې څلور یې د نهم چارلي او څلور نورې یې د څلورم هانري د سلطنت په دوران کې رامنځ ته شوې. په اروپا  کې اوږدې خونړۍ جګړې ته دیرش کلنه جګړه هم وایي چې د اروپا ډیر هیوادونه یې زیانمن کړل. جرمني د همدې جګړو له امله وویشل شو، د روم ځواکمن سلطنت همدې جګړو کمزوری کړ او د خلکو ترمنځ اوږده واټنونه همدې جګړو رامنځ ته کړل.

په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې منځنۍ خیتځ او ورته نیږدې هیوادونه د همدې جګړو تر سیوري لاندې راغلي. په دې ورستیو څو کلونو کې په عراق، یمن او سوریه کې روانې جګړې ترډیره مذهبي رنګ لري او وینو چې هره ورځ په لسګونو یا سلګونو کسان یې قرباني کیږی. د دغو خونړیو جګړو له امله په یادو هیوادونو کې د پردیو استخباراتي کړیو خپل فعالیتونه پراخ او د جګړو دوام لپاره یې بیلابیلې ډلې ټپلې رامنځ ته کړې. دوی وتوانیدل چې د خلکو له هغو خودجوشه حرکتونو څخه ګټه پورته کړي چې د استبدادي نظامونو په وړاندې راپاریدلي و.

خو اوس د دغو جګړو لمبې تر افغانستانه هم رارسیدلي ښکاري، افغانستان چې په تیرو څلورو لسیزو کې خپلې ټولې منابع له لاسه ورکړي او په یو کنډواله بدل شوی دا مهال د استخباراتي لوبو او ازمیښتونو لپاره ښه مساعد دی. څوکاله وړاندې دعاشورا په ورځ د ابوالفضل په زیارت کې په شعیه عبادت کوونکو ځانمرګي برید شا وخوا سل تنه ووژل چې همدا د مذهبي جګړي اورته لومړی پوکی و. تر دې وروسته نورې پیښې هم وشوې خو دا مهال چې په سیمه او نړۍ کې کوم حرکتونه احساسیږي خطرناک او د اندیښنې وړ دي دا ځکه چې له سوریې، عراق ، لبیا او یمن څخه یو شمیر وسله وال چې په بدله روحیه او فکر سره  افغانستان ته رامخه کوي. په همدې حال کې په سیمه کې د داعش په نوم یوه مفکوره رامنځ ته شوې چې د تقویه کیدو هڅه یې کیږي. د روښنايي غورځنګ پرلاریونکوونکو او له هغه وروسته د کارتې سخي پر زیارت او تازه پر باقرالعلوم برید چې دېریش کسان ورکې ووژل شول وروستي مرګوني بریدونه دي.

دغو بریدونو خورا ډیرې اندیښنې راپارولي افغانستان د خپلمنځیو جګړو داسې لولپه کړ چې هیڅ هم ورته پاتې نه شول . دروسانو یرغل او له هغه وروسته کورنیو جګړو ټول بنیادونه ونړول او دحکومت ولي اونظم چوکاټ ېې داسې ټوټه ټوټه کړ چې جوړیدل ېې کلونه کلونه وخت غواړي.

 افغانان لا له دغو جګړو خلاص نه دي چې دیوې بلې تازه جګړې اورته ورته پکی وهل کیږي ، سیمه ایز او نړیوال استخبارات هڅه کوي چې دخپلو موخو او اهدافو درسیدو لپاره یوه نوې لوبه پیل کړي او زموږ د اوجود په ایرو کې خپل لعلونه ولټوي او وېې مومي.

له نیکمرغه افغانان دغو جګړو نه لرې پاتې شوې او د دښمنانو هڅې ناکامې شوي دی خو نوې هڅې او کوښښونه داندیښنې وړدي.

پوښتنه دا ده چې څه باید وشي؟ په دې اړه زموږ مسؤلیتونه څه دی؟

ددې لپاره چې دغه راروانه بلا مو پرمخ وهلې وي پکار داده چې له ټولو شته امکاناتو نه په ګټې اخیستنې سره هڅه وکړو دعامه پوهاوي په برخه کې خپلې هلې ځلې وکړو ، له خپلو هیوادوالو سره په هرغم کې ځان شریک کړو او شریک یو ، د نوي او راتلونکي نسل د بیدارۍ او دغه ډول جګړو څخه دنجات لپاره باید بنسټزکارونه وشي د اهل سنت او اهل تشیع رهبران او مشران باید خپلو خلکو ته دیوالي او همدردۍ روحیه ورکړي .ترڅو زموږ په لور د راروانو توفانونو مخه ونیول شي .

لیکوالان ، شاعران، ملا امامان، سپینږي، قومي مشران او ځوانان باید د عامه ذهنیت دجوړونې لپاره کار وکړي. څو د حالاتو او بدلیدونکي وضعت په اړه ذهنیتونه جوړ وي. د سوکاله هیواد په هیله.

One thought on “په افغانستان کې د مذهبي جکړې تازه لمبې/ صفي الله عمرخیل”

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *