بصیرعاصیم
بریالۍ پالیسۍ ملتونه د ښېرازۍ سوکالۍ او تقویې لور ته بیایي ، او ددې برخلاف هغه ملتونه چې د ملت واک او ځواک یې د ملت د خلګو د انتخاب پر ځای د نااهلو او زورواکو سره وي د خپل حماقت او نااهلۍ په سبب ملتونه د ناکامۍ او دربدرۍ ځینځیرونو ته اچوي حاکمان نااهله واکداران یې چې کله خپله ناکامی محسوس کړي د خپل حماقت په باور د خپلو ناکامیو او حماقته په انکار نور د خپلو کړو مسول ګڼی.
داچې د هند واک او ځواک د ملت په انتخاب د پوهو او هوښیارو سره دی هند یې د اقتصادي او نظامي تقوېې پر مسیر روان کړ. یوازي د هند ملت یې د امنیته برخمن نه کړ، د هغو د ژوند د ښه کولو دپاره یې پیاوړي ګامونه واخستل او هند نن یو د مخ پرودي هیوادونو په نوم لړ کې ځاي لري.
په څو تیرو لسیزو کې هندی واکدارانو هیڅ هغه موقع د لاسه ورنه کړه چې هند یې پرمختګ د برکته محروم شي ، دوی نه یوازي د اسیا د ابر قدرته دولتونو سره لکه روسیه او چین سره خپل سیاسي روابط په اعتدال کې وساتل او ګټي يې ځیني واخستې د غربي نړۍ د ضرورته یې د خپل هیواد د پرمختګه دپاره هم تر هغي اندازې چې ممکنه وه ګټي ځیني تر لاسه کړې.
که څه هم د اسرایلو ستراتیژیک موقعیت ته په کتو د هند د پاره کمه ګټه نه درلوده خو دوی د اسرایلو سره په ښه سیاسي روابطو د غرب په ځانګړی توګه د امریکا توجه د ځان وخوا ته راوګرزول.
د یولسم سپټمبر تر حادثې ورسته چې کله امریکا د طالب او القاعدې ډلي د مینځه وړلو په هدف د افغانستان پر لور ګامونه را واخستل هند په ډېره هوښیارۍ او ځيرکتیا د امریکا او ڼړیوالي ټولنې سره ځان افغانستان په چارو کې دخیل کړ. د افغانستان سره د بیا روغونی په چارو کې یې ځان د امریکا د میارډونو ډالرو د مرستو سره متعهد ملګری وښود، په دې توګه د هند لمړی ستره ګټه د۲۰۰۶ کال د مارچ په ماشت کې د امریکا د هغه وخت د ولسمشر جورج بش هند ته سفر او ورسره د هند د اټومي پروګرام د قانوني کولو لاسلیک کول وه ، نه یوازي چې د هند اټومي پروګرام نړیوال قانوني حیثیت ترلاسه کړ ورسره د همدغه اټومي پروګرام په سبب هند د نړیوالي ټولنی له فشار او ځیني نړیوالو بندیزونو په لیري کولو بریالی شو
په افغانستان کې همدا د هند اقتصادي او سولیزه ښکیلتیا ددې سبب شوه چې هند ته یې د امریکا او غربي نړۍ سره د میلیارډونو تجارت تر څنګ دنړیوال پوخ اعتبار ور په برخه کړ، او هند یې یوې داسي مرحلې ته ورساوه چې د همدې هیواد اقتصادي او نظامی پرمختګ یې یقینی کړه.
د مذهبي اړخه هند ته د افغانستان اهمیت هم یو بل سبب دی چې د دغه هیواد سره یې د هند لیوالتیا زیاته کړې ده ، داچې پاکستان تل هڅه کړې ده چې په هند کې د مذهبي تعصب او تشدد اور بل کړې ظاهراً خپلو مسلمانو وګړو چې تر ۲۰۰ میلونو زیات دي ښیې چې هند د افغانستان سره چې یو مسلمان هیواد دی دوستانه سیاسي روابط لري او د هند هیڅکله د پاکستان سره د مذهب په اساس نه د ملي ګټو پر سر ورانه ده .
همدارنګه هند د ګڼ توکمو اوسیدونکو یو هیواد دی او د ماوو په نامه د یوې ازادی غوښتونکي وسلوالي ډلي د بغاوت سره مخ دی او کله نا کله ددغه هیواد د ځینو برخو امنیت هم ګواښي د بله پلوه بې ثباته افغانستان هم د هند د ملي ګټو پر ضد د استعمال جدی ګواښ محسوسوي او ددې بیره لري چې د هند مسلمانان به پاکستان ددغه هیواد پر خلاف استعمال کړي لکه څنګه چې افغانان د اسلام په نامه د مسلمان افغانستان پر خلاف استعمال کړه او یو بې ثباته افغانستان به د هند د مسلمانانو یاغیانو پناه ګاه وي او پر هند به يې سنګر په توګه د بریدونو دپاره استعمال کړي لکه په ۱۹۹۸ کال کې یې چې افغانستان د هند د یوې مساپر وړونکې الوتکي د تښتونکو دپاره استعمال کړ.
په افغانستان کې د هند د اقتصادي ښېکتیا یو بل سبب د پاکستان سره د هند خراب سیاسي روابط دي چې پاکستانی جنرالان د بنکلدیش په ورکولو لا اوس هم د هندی کشمیر د نیولو خوبونه ویني ، هند د افغانستان په ځواکمنتیا کې د ډیورنډ د هغه کرښې د ورانولو هیله لري چې په سبب به یې پاکستان د هغه غروره وغورځیږي چې د هند د تباهې خیالونه ورسره دي. ددې ټولو نظامې وجوهاتو سره سره هند د افغانستان سره په تجارت کې لویې اقتصادي ګټي ویني. د ایران د لاري د چابهار بندر به نه یوازي هند خپل صادارت تر افغانستانه ورسوي بلکي د افغانستان د لاري به تر مرکزي اسیا هیوادونو پوري د هند صادرات ورسیږي چې په دې سره هند د اقتصادي تقویې یو تړلی بل ور هم پرانیست. په ټوله کې هند د افغانستان سره شاوخوا درې میلیارډه ډالره مرسته وکړه خو هند په مادې او معنوی لحاظ تر دې په ځلونو زیاته ګټه ترلاسه کړه. نه یوازي هند د خپلي بریالۍ پالیسۍ پر بنیاد افغانانو ته دا ثابته کړه چې ګټې د دوی په ګټو کې دي ورسره يې په راتلونکې کې د افغانستان په معدنیانو کې د پانګونې چې د هند دپاره به ستري اقتصادي ګټې ولري ممکن د لمړیتوب امتیاز هم د ځان سره ولري
سلام
هندوان هم ستونزي لري كورني بهرني نريوالي غني او وري خو داجي خيني خلك حال وابي او خيني نه دا دقضيي بله برخه ده
هندوا ن خبل جم كي ماهر دي خو دبل هيواد سره به تيره أفغانستان سره د مقاييسي ور نه دي او با يد مقياسه نشي هندوان د كمونستانو به وخت كي د روساو به تجاوز كونك او جب باني ول خو كله جي دافغانستان اريكي له باكستان سره حا دي مرحلي ته بورته كيزي هند وان دافغانستان سره د سكني توب لوبه را برسيره كُوي هندوان بالي ورد كي مخكي دي خو به سيا ست كي مرتت او د مار او دولك لوبغالي دي دهندوا نو ظرفيت د نفوس به تناسب به توله نري كي توبيرونه رامنخ ته كوي1