لومړۍ برخه
پاکستان په ښکاره زموږ يواسلامي ګاونډی هيواد دی، چې په ۱۹۴۷ م کال کې انګلستان په اسلامي نړۍ کي د خپلو ګټو د ساتلو په منظور ايجاد کړ.
د پاکستان له پيدايښت څخه بيا تر ننه ډير حکومتونه يې د پوځي جنرالانو له خوا پر مخ وړل شوي دي، چي دغه خبره خپله ددي ثبوت ده چي غرب پاکستان د يوه خاص هدف له پاره ساتلی دی. داچي له انګريزانو سره د افغانانو جګړي په تاريخ کې ثبت دي، او انګريزانو ونه شوای کړای چې دغه هيواد خپله مستعمره وګرځوي، بل خوا په برتاوي هند کي هم د انګريزانو پرخلاف د هند مسلمانانو تحرکات پېل کړي وو، د دې لپاره چي د هند مسلمانانو توجه له برتانيا څخه واړوي او دافغانستان له پاره له برطانيا سره د جګړو مخه په راتلونکي کی ونيسي، پاکستان يې د مسلمانانو په نوم يوه ټوټه ځمکه جلاکړه چی دا ځمکه د هند او افغانستان څخه په زور او دهغوي دخوښۍ خلاف غصب او اوسنی پاکستان پکي جوړ شو. اوس هند هم د مسلمانانو له حملو او تهديد څخه په آمن دی، ځکه چي د افغانستان پرځای يې پاکستان ګاونډی شو، او دارنګه افغانستان هم د پاکستان له پیداکيدو ترنن ورځي ددغه هيواد له ناسمو او ناروا کړنو څخه کړيږي. موږ منو چي پاکستان کي مسلمانان اوسيږي، خو هلته د دولت په اساسي قانون کی د مسلمان تعريف هم ګونګ دی، تراوسه هم په پاکستان کي د انګريز قانون په محاکمو کي کارول کيږي، د اسلامي شريعت پرځای کفري لايحي کارول کيږي. د پاکستان ټول سياست کوونکي داخبره کوي، چي لومړی پاکستان بيا اسلام، ددي معنی څه ده؟ دا چي هلته اسلام او مسلمان هم بل ډول تعريف لري. مونږ دا هم وينو چې زموږ ګاونډي پاکستان دامریکا ترغوړیدلې سیورې لاندې دافغانانو پر عزت څه لوبې روانې کړی دي؟ پاکستان چې په آسیا کې کلیدي رول اداکوي په چلبازي کې دومره ماهره دی چې تر ډېره په وچه غوا شیدي کوي، په یوه بام کې دوې هواوې غواړي، په یوه حلق کې دوې ژبي لري اوپه یوه سرکې دوه مخونه لري ترڅو دهرچاپه ژبه پوی شي، دهرچانه کارواخلي اوهر څوک وغولوي چې ګواکې مخ یې ددوی په وړاندې دی، عرب یي داسلام داوسني اټومې قوت په نامه پوښلي دي چې ګواکې د اسلام اواسلامې هیوادونوبه دفاع وکړي، امریکا او اروپا یې دتروریزم ضد اتحادپه نامه وخوړل، د پاکستان اونړۍ نور مسلمانان یې دکشمېر دجهاد پر نامه تیر ايستلي دي، خو د پردې شاته یې له هرچاسره د غدر او خیانت لوبه روانه کړې ده. اسلام اوجهاد خو یې داسو چې یوګاونډی اسلامې هیوادیې دخپلي خاوري نه په کفري قوتونو لوټي لوټي کړ، خپل هوايې ډګرونه یې دمسلمانانو د وژلو اوداسلامې هیواد د ورانولو لپاره دامریکاپه واک کې ورکړل، دعربو سره وفاخوداسوه چې عرب ډیپلوماټان، ژورنالستان، عام خلک، مجاهدین چې هیڅکله یې دوی ته تاوان نه و رسولی د څو ډالرو په بدل کې يې پر امریکایانو دڅارویو په څیر له پیغورونو او ښکنځلو سربېره وپلورل اوپه ايبټ آبادکې داسامه پر سر لوبه لاتراوسه هم پو ره نده معلومه چې څنګه روانه وه اوده؟ اوڅومره ګونګه اومرمووزه ده؟ اټوم خو لاخدای خبر چې دمسلمانانو اواسلام د دفاع لپاره وکارول سي؛ بلکې ددې امکانات ډیر سته که داقوت دداسې لاسونو په کنټرول کې وې لکه چې دی، نو ډيرامکان لري چې دمسلمانانو پر ضدترېنه کار واخستل سي. دافغانستان په هکله یی قصه له سره کول ګټه لري، راځئ چې یوبل سره یی شریکه کړو: د روسانو سره د جهاد پروخت به پاکستان غوښتل يا به يې نه غوښتل چي دافغانستان مهاجرو ته ځای ورکړي، خو دامريکا، انګلستان، سعودي او غرب په خوښه او دهغوی څخه د مادياتو او امتيازونو ترلاسه کولو له پاره او له روسانو څخه د پاکستان پر خاوره د حملې او پاکستان نيولو له ويري يې په پرېمانه پېمانه افغان مهاجرينو ته په کمپونو کي ځای ورکړ. مجاهدينو ته د ټريننګ په وخت کي ډير افغان مجاهدين وايي چې پاکستان خپل شوم اهداف په هغه لومړيو وختونو کي ښکاره کړل، او په ټريننګ کي به يې افغان مجاهدينو ته ويل چي تاسي خپلو کليو ته ولاړشئ او هلته ترور وکړئ، داچي پرنظامي ځايونو دحملي او له منځه وړلو توان اوس نه لرئ، عام المنفعه ځايونه تخريب او له منځه يوسئ، د هيواد په دننه کې ډار او ويره خپره کړئ. ماته يوه افغان وويل چي موږ ته د جهاد په لومړيو وختونو کي آی اس آی ټريننګ راکاوه، هغوي وويل چي کله خپل کلي ته ولاړشي، نو د دولت کوم مامور پيداکړئ (ځکه چي عسکر او د اردو کسان په فرقو او غونډونو کی اوسيدل او د مجاهدينو وس هم په لومړيو وختونو کی دهغوي وژلو او نيولو ته نه رسيدی) هغه په کلي کي ووژنئ، که دولتي مأمور مو په کلي کي پيدا نه کړ، ستاسي په کلي کي د مکتب معلم ووژنئ ترڅو خلک د مجاهدينو څخه ويره پيداکړي او په خلکو رعب ولويږي. دا ډول مکتبونه مو په خپلو کليو کي وسوځوئ چي دا دحکومت ځايونه دي، او په حکومت به فشار راوړل شي. د مکتبونو معلمان مړه او يا يې له کليو څخه وشړئ. دمجاهدينو په وخت کي آی اس آی وتوانيده چي په افغانستان کي دننه ګڼ شمير مکتبونه د مجاهدينو پرلاس وسوځوي، ويې تړي او له منځه يې يوسي، دا ډول زده کوونکي پري نه ښودل شول چي مکتب او پوهنتون ته ولاړشي. دمجاهدينو له وخت څخه ترنن ورځي پوري د پاکستان د آی اس آی شوم پلان دی چي افغانان د ښووني او روزني له نعمت څخه بې برخي شي، او په ځانګړي ډول دغه پلان يې د پښتنو له پاره دی. د ګوندونو مشران چارواکي وايې چي له موږ څخه اګاهانه غوښتنه کيدله چي د هيواد عام المنفعه ځايون تخريب کړو، هغه ځايونه چي د جنګ له پاره يې کومه ګټه هم نه رسوله. حاجي محمد سرور ذاکر چي د جنوب لويديځي حوزي له پاره د اسلامي حزب د اطلاعاتو مشر وو، هغه وايې چي په کويټه کی آی اس آی وغوښتلم او د افغانستان د سيندونو او بندونو يوه لويه نقشه يې پر ميز ايښي وه، نقشه يې تشريح کړه او په آخرکي يې د کجکي د بريښنا بند د ډېم په اړه راته وويل چي که تاسي دغه ډېم والوزوئ او دغه ډېم له منځه يوسئ، نو په کندهار او هلمند به بريښنا قطع شي، او کمونسټ دولت به له دغي ستونزي سره لاس او ګريوان وي، بل داچي ، دغه بند به د خلاصيدو سره سم د لښکرګاه او له هلمند رود څخه لاندي ولسواليو سره د کمونسټ دولت لاري بندي کړي، ځکه که بند خلاص شي، نو د لښک رګاه پل به هم له منځه يوسي او له ډيرو ولسواليو سره به د مرکز لښکرګاه لاره وتړل شي. ذاکرصاحب وايې چي ما ورته وويل چي دلته خو د رود او ډېم لاندي ډير د مجاهدينو کورونه او کلي دي، هغه هم وړي، او ډير زيان يې مجاهدينو ته رسيږي. کرنل آمام وويل چي اوس هغسي هم هلته ډير خلک په کليو کي نه دي پاتي، تاسي داکار وکړئ چي حکومت يوه قوي ضربه وويني او په کندهار او هلمند بريښنا قطع شي او له ولسواليو سره يې لاري بندي شي.
ذاکر صاحب وايې چي خبره مي ورسره ډيره کړه، ماته يې وويل چي دا کار وکړئ، حزب اسلامي هلته قوت اومجاهدين لري، او تاسي داکار کولای شئ، موږ غواړو چي داکار ؤشي. که تاسي پيسو او مهماتو ته اړتيالرئ ماته ووايه چي زه يې درته برابر کړم. ذاکرصاحب وايې چي ما ورته وويل چي موږ دبند ماتولو له پاره پيسو او مهاماتو ته اړتيا نه لرو او دا دهيواد له پاره شتمني ده. ډير ژر د حاجي ذاکر شکايت په پېښور کي ښاغلي حکمتيار صاحب ته ورسيد او له دندي ګوښه کړل شو. چي ترنن ورځي بيا په اسلامي حزب کي ذاکرصاحب د ښه موقف څښتن نه شو. داسې غو ښتنې دټولو تنظیمونو نه کیدی البته دحزب اسلامی څخه په لویه کچه کیدی او دهغی سبب به کیدای شی دا ؤ چې مشرتابه به ورسره ترډیره پوری خبره منله، البته بعضو قوماندانانو یی لکه ذاکرصیب ورسره مخالفت کاوه چې پایله یی بیا ددوی ګوښه کیدل ؤ او یا له منځه تلل ؤ. دکجکي د بند د ماتولو غوښتنه وروسته د حرکت انقلاب اسلامي له قومندانانو څخه وشوه، خو الحمدلله چي د حرکت اسلامي قومندانانو هم آی اس آی ته منفي ځواب ورکړی وو، او آی اس آی ونه توانيده چی د کجکي بند او د لښکرګاه سره د ولسواليو د تګ راتګ لپاره دهلمند پررود د لښکرګاه يوازنی پل له منځه يوسي. د حرکت اسلامي يوه مشهور قومندان زما یونزدی ملګری ته دا قصه داسی ویلی ؤ: چي آی اس آی يو قوي او لوی توپ ورته ورکړ، دهغه ټريننګ يې هم ورته ورکړ، لښکرګاه ته په رسيدو کي يې هم مرسته ورسره وکړه، خو په پای کي يې غوښتنه وکړه، چي د دغه توپ په واسطه تاسي کولای شئ چي د لښکرګاه پل له منځه يوسئ. قومندان وايې چې ما د نه او هو ځواب ورنکړ، خو پوه شوم چي د آی اس آی جنرالان څومره شوم اهداف لري. مامور جبار چي د غزني اوسيدونکی دی، او د اندړو په سيمه کې داسلامي حزب ځواکمن قومندان وو، هغه وايي چي زه آی اس آی وغوښتلم او ماته يې وويل چي د بند سردي ډېم مات کړه، چی دولت ته د مجاهدينو زور معلوم شي، او ښرنه به هم چي د خلقيانو په لاس کي ده زيانمنه شي. مامورجبار وايي چي ما ورته وويل چي دا خو د خلکو د ذارعتي ځمکو له پاره اوبه دي، او په ماتيدو سره به يې ډير زيان مجاهدينو ته ورسيږي، خو آی اس آی جنرالانو ويل چي تاسي داکار وکړئ ترڅو په حکومت باندي فشار راشي او دمجاهدينو سره د جګړي توان دلاسه ورکړي. دا ډول په اندړو کي د حرکت انقلاب اسلامي يو مشهور او پياوړی قومندان وايې چي ورته غوښتنه زما څخه هم شوې ده چي د بند سردي بند مات کړم او پر دي به حکومت ته تاوان ورسيږي او دحکومت د کمزورتيا لامل به شي. خو ما آی اس آی ته وويل چي ددغه بند ماتيدل د دولت پرځای مجاهدينو ته زيات زيان رسوي. انجنير غفار چی د ننګرهار دبهسودو ولسوالي په سيمه کي يې د جهاد پروخت مجاهدين درلودل، آی اس آی ورڅخه د بهسودو د پل نړيدو غوښتنه کړي وه، هغه چي لوړي زده کړي يې درلودلي، د پل دنړيدو پراهميت تر بل هرچا ډير ښه پوهيدی، دا ډول د درونټي د بند ماتيدو غوښتنه هم د اسلامي حزب له قومندانانو څخه په هغه وخت کي شوې وه. د جهاد پرمهال ترهرڅه لومړی د آی اس آی پروګرام داوو چي مکتبونه وسوځول شي، معلمان ووژل شي، عام المنفعه ځايونه د مجاهدينو له خوا تخريب شي. دا ډول يې په پاکستان کي دننه د مجاهدينو په نوم اووه ګوندونه ايجاد کړل، ورسره ورسره يې د افغان ملت، او ستم ګروپونه هم د پردي ترشا سپورټ کول.
نوربیا
ډیر ښه په زړه پوری لیکنه ده الله دی وکړی چې نوری برخې هم بشپړ شي
او دایوحقیقت دی باید هرافغان هر لیکوال سیاست پوه خپل مسؤلیت په دې لړ کې سرته ورسوی، دنړۍ نیمه برخه تقریبا دپاکستان داستخباراتو(آی ایس آی) له وجهې په ارامه نه ده ددوی له لاسه خلک خپل ورځنی ژوند په ارامه نه شی تیرولی.
الله پاک دې دا انګریزانو په لاس جوړه شوی اداره نوره ټوټی کړی الله دی نور مسلمانان ددې دشرڅخه خلاص کړی.
آمین
وروره خدای اجر در کړی په دی لیکنه او خدای دی وکړی چی ددی ګوډاګیانو پلیتی څیری چی حمکتیار او داسی نور او د پاکستان یعنی د انګلیس اولاده دا شوم اهداف زمونږ په هیواد کی نور هم رسواه او بربنډ شی تر څو خلک پوهه شی چی خبر له کومه قرار ده
وسلام