کومو مهمو فکتورونو ته بايد پاملرنه وشي؟
ننګرهار پوهنتون
لنډيز
د افغانستان اوسنی اقتصاد تر ډېره پر کرنه ولاړ دی. د ګزاروي کرنې څخه په سوداګريزې کرنې اوښتنه د کرنې د سوداګريز کېدو مانا ورکوي. افغانستان بايد د کرنې سکتور سوداګريز کېدل د هغې تګلارې په حېث وټاکي، چې په اساس یې د کوچنيو بزګرانو په بهبود کې ښه والی راځي او د دوی عنعنوي کرنه به په يوه عايد لرونکي کرنه واوړي. دغه څيړنيزه مقاله د کوچنيو بزګرانو په اړه د شته څيړنيزو اثارو په کتنه د کوچنيو بزګرانو په سوداګريز کېدو مهمې موضوعګانې او د کوچنيو بزګرانو د سوداګريز کېدو مهم عوامل څيړې. دا ليکنه هغه لاملونه څيړي چې د کرنې په تجارتي کېدو او د کوچنيو بزګرانو د بهبود په ښه والي اغېزه لري. شواهدو او اثارو ته په کتنې اته عمده لاملونه دي چې د کوچنيو بزګرانو په سوداګريز کېدو اوښتنې ډېره اغېزه لري چې عبارت دي له: د نفوسو ډېروالی او ډيموګرافيکي بدلونونه، تکنالوژي، قوانين او ادارې، خطرات، بازارموندنه، د راکړې ورکړې مصارفات، د کورنيو شته دارايي او د دولت پاليسي. دا څېړنيزه مقاله همدارنګه د هغه وړانديزونو په اړه يوه عمومي پلټنه کوي چې د کوچنيو بزګرانو او ګزاروي کرنې په سوداګريزې کرنې بدليدلو لپاره په نورو پراختيايي هېوادونو کې اغېزمن ثابت شوي. دا څېړنيزه مقاله په افغانستان کې نورو څېړنو او پلټنو ته عمومي معلومات او لارښوونې هم برابروي.
سريزه
افغانستان یو کرنيز هېواد دی چې ناامني، د نفوسو چټکه وده، وچ او نیمه وچ اقليم (کم او نا انډوله اورښت)، په کرنه کې کم ګټورتوب، په وچه کې ايسار او بحر ته نه لاسرسی او غربت یې مشهور صفتونه دي؛ خو په تېرو څو کلونو کې یې د کرنې په برخه کې يو څه پرمختګ هم کړی دی. د نورو ډېرو پرمختيايي هېوادونو په څېر افغانستان هم د کرنې په برخه کې د خپل اعظمي ظرفيت حد ته نه دی رسېدلی، د تېرو درې څلور لسيزو جنګونو له امله په دې برخه کې له نورو پرمختيايي هېوادو هم وروسته پاتې دی.
د افغانستان د کر وړ ځمکې کولی شي، چې اتيا مليونه نفوسو ته غذا او نور توکي برابر کړي، خو اوس، د دېرشت مليونه نفوسو لپاره مونږ مجبور يو کرنيز توکي وارد کړو. ځکه نو، اړينه ده، چې د کرنې سکتور ته د پائيداره سوداګريز کېدو په اساس چټک پرمختګ ورکړو، تر څو غربت له منځه ولاړ شي او په ټوله کې مو هېواد پرمختګ وکړي.
دولت او نورې پراختيايي ادارې بايد د بدلون په پروسه کې، د مختلفو ستراتیژیو د طرح کولو تر څنګ پر دې ډېر تاکيد وکړي چې کوچني بزګران او سوداګريزه کرهنه د بازار په سيستم کې سره مدغم شوي او کوچني بزګران د بازار د سېستم څخه پوره پوره ګټه اخلي.
د بازارموندنې د چلند په پوهېدلو، د بازار د چینلونو کارول او د بازار د هرې ډلې د ونډې اخستنې یقيني کولو ته د تبادلې سیستم په ټولو سطحو کې اړتيا ده تر څو د مناسبې تکنالوژۍ، پالیسۍ او ستراتیژیو ډيزاين او پلي کول اسانه شي. چې دا کار به په پای کې مونږ پر دې يقيني کړي چې سوداګريز کېدو ته د بدلون پروسه په ښه شکل پر مخ ځي.
دا مقاله هغه عوامل وړاندې کوي چې د کوچنيو بزګرانو په بهبود اغېزه لري. کوم ډېر عمده لاملونه دي چې د کوچنيو بزګرانو په سوداګريز کېدو اغېزه غورځوي؟ د سوداګريز کېدو په بهير کې د دولت، غېر انتفاعي پراختيايي مؤسسو او نورو ادارو ونډې څه دي؟ څنګه بايد دولت سوداګريز کېدو ته د اوښتنې په بهير کې ونډه واخلي او څه بايد ترسره کړي؟ دلته د کوچنيو بزګرانو په سوداګريز کېدو د هغه عواملو په تشخيصولو تاَکيد شوی، چې د کورنيو عوايد او حالت، د اجناسو تقاضا او عرضه، د محصول او توليد عواملو قيمتونه او د راکړې ورکړې مصارف او هغه خطرات چې بزګران ورسره په توليد او بازار موندنه کې مخ وي تاثير لري. له همدې امله متحولين د دوی د خاصيتونو لکه د کورنۍ خصوصيات، د تکنالوژۍ خصوصيات او تطبيق، چاپيريالي او نورو فکتورونو په اساس په اتو ډولونو طبقه بندي شوي دي.
د دې لپاره چې د کوچنيو بزګران په ژوند کې بهبود رامنځته شي، کوچني بزګران او د صنعت سکتور بايد څه ترسره کړي؟ د دې پوښتنې ځواب: دې حالت ته رسېدل په لومړۍ مرحله کې په عمومي ډول د صنعت د سکتور په مرسته د کرنې سکتور په تجارتي کولو شونی دی؛ خو په ځانګړي ډول د کوچنيو بزګرانو په تجارتي کولو او دا ځواب پخوانيو څېړنو او واقعيتونو ته په کتو ترلاسه کولی شو.
دا چې د هېواد کرنه په ګزاروي کرهنه مشهوره ده، د بدلون لپاره مو عمده دنده، ښو او ګټورو مارکيټونو ته د بزګرانو لاسرسی تشکيلوي چې دا کار د اوسني غير مؤثره سيستم په تجارتي سيستم باندې بدلولو په واسطه ترلاسه کېدای شي.
هغه فکتورونه چې ګزاروي کرهنه په تجارتي کرهنه بدلولی شي مختلف دي او يو له بله سره توپير لري.
کوچنۍ کروندې/ لږ ځمکه لرونکي بزګران (کوچني بزګران) او د کرنې تجارتي کېدنه
د کوچنيو کروندو مفهوم ته له مختلفو زاويو څخه کتلی شو. کوچنيو کروندو Small Farms ته د کوچنۍ سطحې کرنې Small Scale Agriculture اصطلاح هم کارول کيږي. همدارنګه ځينې نورې اصطلاحګانې دي چې مانا یې کوچنيو کروندو ته ورته ده لکه: کم عايد لرونکي کورنۍ، ګزاروي کرهنه، د کمو سرچينو لرونکو کروندې، د محدودې تکنالوژۍ کرهنه او داسې نور (Heidues and Bruntrup, 2003)
(Dixon, 2003)کورنی فارم داسې تعريفوي: کورني فارمونه هغه فارمونه دي چې کارګر او نورې سرچينې ورته د فارم لرونکي کورنۍ څخه تهيه کيږي. په دغه فارمونو کې د فارم خاوند د خپل کاري وخت ډېره برخه په فارم کې مصرفوي. د جهاني بانک د کليوالي ستراتيژۍ راپور په اساس هغه فارمونه چې له دوو هکتارو څخه کم مساحت ولري او کمه دارائي ولري کورني فارمونه دي. د اف ای او په اساس هغه فارمونه چې په اړونده سکتور کې د نورو سکتورونو په پرتله کمې سرچينې ولري د کورني فارمونه بلل کيږي.
په عمومي ډول څلور موضوع ګانې دي چې په اساس یې کوچني بزګران له نورو څخه بېلولای شو: د ځمکې مساحت، شتمني، بازار (ایا توليد د بازار لپاره دی او که په کور کې د مصرف لپاره؟) او د خطراتو څخه د زيانموندنې کچه. په دې اساس کمې سرچينې او لږه ځمکه لري، توليد یې په کور کې د مصرف لپاره او د ګزارې ژوند لپاره دی او د خطراتو څخه ډېر زيان مومي. په ځېنې ليکنو کې له کمو مهارتونو او ټيټې کچې تکنالوژۍ کارولو څخه هم يادوونه شوې. بايد په ياد ولرو چې شايد کوچني بزګران دا ټولې ځانګړتياوې په یوه وخت کې ونه لري.
په افغانستان کې دا لا پوره معلومه نه ده چې يو کوچنی فارم بايد کومې کومې ځانګړتياوې ولري او دا د نورو پرمختيایي هېوادونو خاصيت هم دی خو دا يو معلوم حقيقت دی چې کم ځمکه لرونکي او کوچني فارمونه دلته او هم په نورو پرمختيايي هېوادونو کې اکثريت تشکيلوي. په افغانستان کې لږ ځمکه لرونکي بزګران د هېواد د ټولې کر وړ ساحې ډېره برخه کري او د لويو ځمکوالو په پرتله په مجموعي کرنيز توليد کې ډېره ونډه لري. د (NRVA, 2010-11) په اساس په افغانستان کې هره کورنۍ په اوسط ډول ۶ جریبه ابي ځمکه لري. هغه کورنۍ چې له لسو يا لسو جريبو څخه زياتې ځمکې ته لاسرسی لري په ټوله کې له شپږ سلنې څخه نه زياتيږي. سره له دې چې په هېواد کې د کورنيو په سطحه د ځمکې اندازه کمه ده، دلته ځينې نور محدوديتونه هم شته لکه: د پانګې، توليدي وسايلو او تکنالوژۍ محدوديتونه، په کورني مزدور باندې اتکا او د خطراتو څخه په ډېره کچه زیان د بېلګې په توګه: د في واحد ځمکې کم حاصل، په بازار کې د نرخونو کمېدل او د کروندې له منځه تلل.
د کرنې د سوداګريز کېدنې مانا
د کرنې د سوداګريزکېدنې ډېر تعريفونه شته. د (Govereh, 1999) په اساس، د کرنيز توليد هغه برخه چې په بازار کې یې پلور ترسره شي سوداګريزه کرنه بلل کيږي. د دې څيړونکي په اساس د کرنې سوداګريز کېدو هدف په کور کې د کرنيزو محصولاتو د مصرف د حالت څخه په بازار کې د دې محصولاتو پلورلو حالت ته بدلون ته وايي. د کوچنيو بزګرانو کرنيزه سوداګريز کېدنه د ګزاروي کرنې څخه تجارتي کرنې حالت ته لوړېدو ته وايي. سوداګريز کېدل په عمومي ډول په نقده عوايدو او د پېسو په ډېروالي باندې تاکيد کوي خو سوداګريز کېدنه دلته يوازې د پېسو او عوايدو په زياتوالي نه راڅرخي، نورې ډېرې خواوې دي لکه د مختلفو توليدي عواملو په رانيولو کې پريکړه او نور کله چې مونږ په سوداګريز کېدو غږيږو بايد له پامه يې ونه غورځوو.
بايد واضحه شي چې سوداګريز کېدنه يوازې دې ته نه وايي چې مونږ د غلو دانو او نورو غذايي نباتاتو څخه صنعتي او باارزښته نباتاتو کرلو ته واوړو. مونږ کولی شو په غذايي نباتاتو کې سوداګريز کېدنه رامنځته کړو. په لنډ ډول سوداګريز کېدنه په خرڅ شوي مازاد (Marketed Surplus) کې زياتوالي ته وايي خو دا اصطلاح د توليد د عواملو پېرولو ته هم راتلای شي (د هغه توليدي عواملو پېر چې د لوړ عايد په رامنځته کولو کې رول لوبوي، يعنې که چيرې په ښو توليدي عواملو پانګوونه وشي مانا دا چې سوداګريز کېدنه رامنځته شوې). د با ارزښته نباتاتو کرل (لکه د زعفرانو، ميوه جاتو، مرخيړيو…) او همدارنګه د خوړو د نباتاتو لکه د غنمو، وريجو، وربشو او نورو په کرلو کې سوداګريز کېدنه رامنځته کېدای شي.
په کرنه کې د توليد ماډلونه
(Poulton, 2007) د کرنيزو محصولاتو په توليد کې د بزګرانو درې ډولونه په نښه کړل:
کوچني سطحې بزګران: چې دا هم په دوه ډوله ويش شوي.لومړی نوعه یې- غېر سوداګريز بزګران چې د ګوزارې ژوند تېروي يعنې څه چې توليدوي لويه برخه یې په کور کې په مصرف رسوي. دوی يوازې په کرنه باندې اتکا نه شي کولی. او دويمه نوعه یې چې نوموړي څيړونکي ورته د کوچني سطحې سوداګريز بزګرانو نوم ورکړی، دوی له مارکيټ سره د لومړي نوعې بزګرانو په پرتله ډېرې اړيکې لري. دوی هم د خپل مصرف او هم د مارکيټ لپاره توليد کوي. دوی همدارنګه کوښښ کوي چې باارزښته نباتات وکري.
کوچني پانګوونکي بزګران: دوی په ټوله مانا بازار ته په توليد باندې بوخت دي که څه هم د دوی پانګه او کمې سرچينې د دوی د کم توليد لامل کيږي. د دې ډول خلکو د سواد کچه نسبتاَ لوړه وي او اکثره یې ښاري ژوند سره اشنا خلک دي.
لويه سطحه سوداګريزه کرهنه: هغه کرهنه ده چې زياتې پانګې او سرچينو ته اړتيا لري. دا ډول کروندې کېدای شي شخصي وي يا دولتي.
که پورته دريو کتګوريو ته ځېر شو، نو جوتيږي چې زمونږ د هېواد اکثره بزګران په لومړيو دوو نوعو کې راځي.
دغه درې کتګورۍ د بزګرانو په اړه درې مختلفې صحنې وړاندې کوي. د کوچنيو او لږ ځمکه لرونکو بزګرانو ارزونه او د دوی د عايد د سطجې لوړولو او د غربت او بېچارګۍ څخه د خلاصون لپاره مهمه ده.
د لږ ځمکه لرونکو بزګرانو د سوداګريز کېدو پروسه
د خوړو د توليد د سېستمونو اړوند مونږ کولی شو د کرنيزو توکو د توليد او بازار عمومي سېستم په دریو سېستمونو ووېشو. دغه درې سېستمونه د کورنيو د يوه ځانګړي توکي د توليدولو هدف، د توليد د عواملو سرچينې، د توليداتو مختلفې نوعې او د عوايدو د سرچينو په اساس عبارت دي له: ګزاروي سېستم، نيمه سوداګريز سېستم او سوداګريز سېستم. په عمومي ډول د کوچنيو بزګرانو د سوداګريز کېدو پروسه د خرڅلاو وړ توليد (Marketable Surplus) زياتېدو سره پېليږي. د بېلګې په ډول: د هېواد په يوه لرې پرته سيمه کې که څوک غنم توليد کړي او د دې توليد زياته برخه د خرڅلاو وړ وګرځي یعنې د خرڅلاو وړ برخه په کې د توليد ډېره عمده برخه وګرځي، نو سوداګريز کېدنه شروع شوې ده. له دې علاوه د خرڅلاو وړ برخه کې تنوع او يا هم د غنمو سره سره د با ارزښته نباتاتو کرنه د کوچنيو بزګرانو د سوداګريز کېدو يوه بله لاره ده. د سوداګريز کېدو دغه پروسه شايد ډېرو هېوادونو کې د پلي کېدو وړ نه وي خو هغه هېوادونه چې اکثریت وګړي یې په کرنه بوخت دي او کوچني بزګران په کې يو لوی اکثريت دی په ښه ډول عملي کېدای شي.
د سوداګريز کېدو د کچې معلومول
د (Govereh, 1999) په اساس سوداګريز کېدنه د صفر څخه (سل په سلو کې ګزاروي کرنه) تر يو پورې (سل په سلو کې توليد په بازار کې پلورل کيږي) اعداد اخستلی شي. دغه اندازه ګيري د يوه شاخص په واسطه چې Crop Commercialization Index (CCI) بلل کيږي ترسره کيږي. د دې شاخص د سنجش لپاره په بازار کې د خرڅ شوي توليد ناخالص ارزښت د ټول توليد په ناخالص ارزښت باندې وېشل کيږي او په سلو کې ضربيږي. د سوداګريز کېدو د اندازه کولو لپاره دا طريقه يوه ساده طريقه ده. د سوداګريز کېدنې د سنجش لپاره نورې ډېرې طريقې هم شته خو دلته ترې يادونه کيدای شي دا مقاله ډېره پيچلي کړي.
په افغانستان کې د ګزاروي کرنې سوداګريز کېدو ته يوه کتنه
د کوچنيو بزګرانو په سوداګريز کېدو کې ډېر فکتورونه ونډه لري. دغه فکتورونه په عمومي ډول په دوه کتګوريو وېشل شوي دي: بهرني فکتورونه او داخلي فکتورونه. بهرني فکتورنه هغه فکتورونه دي چې د کوچنيو بزګرانو د کنترول نه بهر دي لکه د نفوسو رشد، مهاجرتونه، تکنالوژيکي بدلونونه، د نويو توکو معرفي کېدل، د زيربناوو او د بازار د سازمانونو پراختيا، بازار، د دولت پاليسۍ، د نورو سکتورونو پراختيا او د کاروبار پراختيا. له دې علاوه د توليد د عواملو او د توليد د بازارونو پراختيا، قوانين، کلتوري او ټولنيز فکتورونه ( لکه سوله او نا امني)، اقليمي شرايطو کې بدلون، د بازارموندنې سره تړلي خطرات او داسې نور فکتورونه دي چې د سوداګريز کېدلو پروسه تر اغېزې لاندې راولي. له بلې خوا ځېنې فکتورونه لکه د کوچنيو بزګرانو له خوا کمو سرچينو ته لاسرسی، بشري سرچينو ته لاسرسی او داسې نور چې شايد په ځانګړي ډول په يوې کورنی پورې اړه ولري په سوداګريز کېدو اغېزه پرېباسي. له دغو لاملونو ځېنې یې چې په هېواد کې د کوچنيو بزګرانو په سوداګريز کېدو اغېزه پرېباسي په لنډ ډول يادونه کيږي.
د نفوسو رشد او ديموګرافيکي بدلونونه
د نفوسو رشد او ديموګرافيکي بدلونونه د کوچنيو بزګرانو د سوداګريز کېدو هغه قووې دي چې تقاضا ور پورې اړه لري او د اقتصادي رشد د ښاري کېدلو د اغېزو څخه لاسته راځي. که چېرې په ننګرهار کې د سبزيو توليد او يا هم په ځينو نورو ولايتونو کې د ميوې توليد ته ځير شو نو پوهېږو چې په هغه ځایونو کې چې نفوس یې ډېريږي مؤلدين د خپل توليد يوه لويه برخه بازار ته عرضه کوي. د ښاري او کليوالي نفوسو رشد په با ارزښته نباتاتو او هم د خوړو په نباتاتو مثبته اغېزه پرېباسي؛ خو دا هم بايد هېره نه کړو چې د نفوسو رشد د کورنيو په سطحه د فصلونو کرلو لپاره ځمکو ته لاسرسی کموي؛ ځکه نو ښاري کېدنه او په کرنه کې بدلون بايد د کر وړ ځمکې ته په تقاضا کې تعادل رامنځته کړي.
ښارې کېدل او د اقتصادي رشد څخه د عايد زياتوالی د خرڅلاو وړ کرنيزو توليداتو ته تقاضا لوړوي چې د توکو بيه ورسره لوړيږي او دا کار په لنډه موده کې د کرنيزو توليداتو په مارکيټ کې د زيات خرڅلاو لامل کيږي. دلته د کوپراتيفونو رول ډېر مهم دی، کله چې ښاري کېدل او اقتصادي رشد پېليږي، کوچني بزګران هم د خپلو توليداتو يوه ډېره برخه بازار ته عرضه کوي دا چې دوی لا د بازار سره ډېرې اړيکې نه لري، دلته بايد کوپراتيفونه خپل رول ولوبوي. کوپراتيفونه کولی شي د بزګرانو د چنې وهلو توان لوړ کړي او د بزګرانو محصولات په لوړه بيه وپلوري او هم ښه مارکيټ ورته پېدا کړي.
د کوچنيو بزګرانو د سوداګريز کېدنې په پروسه کې ترټولو ډېر رول د نوې او مناسبې تکنالوژۍ کارول لوبوي. که چېرې په تېرو لسو دولسو کالو کې په هېواد کې د سبزيو او غلو دانو کرلو ته ځېر شو نو پوهېږو چې اصلاح شويو تخمونو کرل او د کرلو ځېنې نويو طريقو څخه ګټې اخستنې يو شمېر کوچني بزګران په دې توانولي چې په مارکيټ کې زياته برخه واخلي.
ادارې او قوانين
تقنيني چاپيريال د هغه بنسټيز سياسي، ټولنيز او حقوقي چاپيريال څخه عبارت دی چې د توليد، تبادلې او توزيع لپاره اساس جوړوي. د بېلګې په توګه د دولت قوانين او د قرارداد کولو حقوق، داوطلبي، کوپراتيفونه، اتحاديې د اجناسو تبادله او داسې نور.
رسمي ادارې
ليدل کيږي چې په هېواد کې مختلفې دولتي او نا دولتي ادارې د کوچنيو بزګرانو د سوداګريز کېدو په پروسه کې په پراختيایي کارونو بوختې دي. دوی بزګرانو ته سره، تخمونه، دوايانې او نور اړونده خدمات تهيه کوي. دغه ادارو ته د کوچنيو بزګرانو لخوا لاسرسۍ د بزګرانو سوداګريز کېدنه زياتوي.
د دې لپاره چې سوداګریزکېدنه پراخه شي، څېړنيزې ادارې بايد هغه توکو ته چې لوړ عايد ترې لاسته راځي، تقاضا ورته لوړه ده او مشتريان ورسره علاقه لري ډېر پام وکړي همدارنګه څېړنې بايد د هغه توکو په توليد باندې وشي چې خلک پرې ډېره پانګوونه کوي.
غېر رسمي قوانين
غېر رسمي قوانين د ټولنې کلتور، عنعناتو، د ټولنې په سطحه غېر رسمي سازمانونو او نورو منل شويو اصولو څخه عبارت دي چې د کوچنيو بزګرانو په سوداګريز کېدو اغېزه لري.
خطرات
سره له دې چې کوچني بزګران په ډېره کچه خطراتو سره مواجه دي، کوچني مؤلدين ځېنې ځانګړې بديلونه هم لري چې د ښو هغو انتخاب یې له دوی سره د خطراتو په مخنيوي کې مرسته کولی شي. د خطراتو مخنېوی او د نه مخنيوي وړ خطراتو اغېزو کمول د کرنيزو عملياتو پايښت او بقا لپاره ډیر اړين دي. د خطراتو اداره کول، د خطراتو پيشبيني کول او د هغوی د پېښېدلو د احتمال کمولو اوهم د هغه اقداماتو ترسره کول دي چې د خطراتو د اغېزو کمولو لپاره ترسره کيږي. د خطراتو څخه په ډک يوه چاپيريال کې پرېکړه نېول د خطر حس کولو، د خطراتو ګاللو توان او د راتلونکي په اړه د توقعاتو په جوړولو خلاصه کيږي. د خطراتو د مخنېوي يوه مؤثره لار د متنوعو توليداتو توليدول دي چې د خطراتو ګاللو توان زياتوي لکه د فصلونو کرلو تر څنګ د حېواناتو ساتل ځکه په دې سره خطر تقسيميږي. لوی بزګران يا هغه بزګران چې له ۵ هکتارو زياته ځمکه ولري عايد او سپما یې زياته وي، ځکه نو د خطراتو څخه دومره نه زيانمنيږي. په هېواد کې د کرنې سکتور لپاره د يوه مؤثر کريډيټ تهيې سېستم رامنځته کول او د خطراتو سره د مقابلې ښو ستراتيژيو طرح کول بزګرانو سره مرسته کوي چې شتمني ترلاسه کړي کومه چې د نوي تکنالوژۍ په منلو کې مرسته کولی شي او هم د نرخونو خطرات کمولی شي.
بازار
د سوداګريز کېدنې په پروسه کې عمده فکتورونه يو له بله سره تړلي وي لکه کرنيزه تکنالوژي او بازارموندنه ځکه نو، د خرڅلاو وړ مازاد Marketable Surplus په زياتېدو کې د کرنې نوې عصري تکنالوژۍ رول ډير بنسټيز دی. Afsaw (2010) په خپله څېړنه کې دا لاسته راوړه چې د Chickpea د نويو اصلاح شويو ورائټيو کرل د خرڅ کړل شويو مازاد (Marketed Surplus) په زياتوالي ډېره اغېزه پرېباسلې ده. هغه کورنۍ چې د کرنې نويو او عصري تکنالوژۍ څخه ګټه پورته کوي په مارکيټ کې یې اغېزه زياته ده.
په بازار کې د کوچنيو بزګرانو ادغام په يوه داسې هېواد کې چې اقتصاد یې په کرنې پورې تړلی وي د پايداره پراختيا لپاره ډېر اړين دی. د (world bank 2008) يوه راپور په اساس د پانګوونې هغه پاليسۍ چې د سرکونو پخول او پراختيا لپاره جوړيږي د بازار د ادغام سطحه لوړوي.
د راکړې ورکړې مصارف
څېړنو ښودلې ده چې کوپراتيفونه خپلو غړو ته د بازاريابۍ خدماتو په برابرولو کې ډير اغېزمن رول لوبولی دی. د بزګرانو لخوا په کوپراتيفونو کې غړيتوب په بيو باندې مثبته اغېزه غورځوي چې کوپراتيفونو د تجارتي کېدو موخې لپاره ښو مارکيټونو ته د فرصتونو، چنې وهلو توان زياتولو او د معاملاتو د مصارفو په کمولو کې ډېر رول لوبولی دی. همدارنګه توليدي عواملو او خدماتو ته ښه لاسرسۍ معاملاتي مصارف کموي چې د کوپراتيفونو له خوا ترسره کيږي. همدارنګه د کوپراتيفونو له لورې بزګرانو په دې توانيږي چې د محصولاتو لپاره ښه بازر ومومي.
د پاليسۍ خواوې
د کوچنيو بزګرانو کاروباري کېدل بايد يوازې بازار ته پرېنښودل شي. حکومت بايد د لږ ځمکه لرونکو بزګرانو لپاره د يوې مؤثرې پاليسۍ په رامنځته کولو کې مرسته وکړي. د بېلګې په توګه: په کليوالي سيمو کې په زېر بناوو پانګوونه او د داسې پاليسيو رامنځته کول چې خصوصي سکتور دې ته وهڅوي ترڅو د کليوالي اقتصاد په پراختيا کې ونډه واخلي سوداګريز کېدنه زياتوي. دولت کولی شي چې د کوچنيو بزګرانو د بازارموندنې کوپراتيفونو د پراختيا له لارې د دوی تجارتي کېدنه يقيني کړي او د دوی په ژوند کې بهبود رامنځته کړي.
د بازارموندنې کوپراتيفونه او اتحاديې به کوچني بزګران په دې وتوانوي چې د تولید عواملو ته په اسانۍ لاسرسی ومومي، محصولات په اسانۍ سره راټول کړي او همدارنګه په بازار کې د دوی د چنې وهلو توان زيات کړي تر څو محصولات په لوړ نرخ وپلوري.
په دې خاطر چې د کوچنيو بزګرانو په ژوند کې بهبود راوستل شي بايد ټولو فرعي سکتورونو ته پاملرنه وشي. يو له ډېرو عمده ستونزو څخه چې ډېرو څېړنو جوته کړيده دا ده چې په اکثره پرمختيايي هېوادونو کې د خدماتو د تهيې سېستم او د پاليسۍ جوړنې چاپيريال محدود پوښښ لري، مؤثريت یې کم دی او تر منځ یې هماهنګي وجود نه لري.
نتيجه ګيري او سپارښتنې
دا څېړنيزه مقاله پر هغو فکتورونو بحث کوي چې د کوچنيو بزګرانو په تجارتي کېدلو اغېزه پرېباسي او پر هغه فکتورونو چې د کليوالي خلکو په بهبود کې ښه والی رامنځته کوي. د هغه محصولاتو تجارتي کېدنه چې د کوچنيو او لږو منابعو درلودونکو بزګرانو په واسطه توليديږي د دې ظرفيت لري چې د کورنيو په سطحه د خوړو خونديتوب رامنځته کړي، کليوالي غربت کم کړي او د هېواد په سطحه د کليو په پراختيا او د اقتصاد په ښه والي کې رول ولوبوي. د اصلاح شويو او نويو کرنيزو توليدي عواملو او کرلو تخنيکونو د کارولو هڅول، د کم عوايدو درلودونکو نباتاتو بدلول په نورو محصولاتو او په کاروباري محصولاتو کې مسلکي کېدنه او تخصصونو موندلو له لارې تجارتي کېدنه د بزګرانو عوايد لوړوي، د دوی د پېر توان لوړوي او همدارنګه د خطراتو په وړاندې د دوی توان پياوړی کوي.
د ارقامو پر بناَ، د لږ ځمکه لرونکو بزګرانو تجارتي کېدلو فکتورونه عمدتاً په اته برخو وېشل شوي دي چې عبارت دي له: د نفوسو رشد او ديموګرافيکي بدلونونه، تکنالوژي، قوانين او ادارې، خطرات، مارکيټ او د مارکيټ ادغام، د منابعو لرل او پاليسي.
د بزګرانو د پوهې او مهارتونو کچې لوړېدل د نويو او عصري تکنالوژۍ په منلو او تطبيق کې ډېر رول لوبوي. ځکه نو د بزګرانو د پوهې لوړولو لپاره د ترويج سېستم پياوړي کولو ته ډېره اړتيا لېدل کيږي. په لومړۍ مرحله کې دولت بايد د نوې وړاندې شوې عصري تکنالوژۍ په پراختيا او انتشار کې په خپله رول ولوبوي او له دې سره سره بايد خصوصي سکتور ته داسې زمينه برابره کړي چې په دې ساحه کې په مؤثره توګه ونډه واخلي تر څو د توليد د عواملو تهيې سېستم په مؤثره او پايداره توګه رامنځته شي او وچليږي.
د بزګرانو سازمانونه لکه کوپراتيفونه او اتحاديې په يوه رقابتي مارکيټ کې کولی شي چې د کوچنيو بزګرانو د چنې وهلو توان لوړ کړي.
دا يو منل شوی حقيقت دی چې د هېواد د اقتصاد پياوړتيا د کرنې پراختيا پورې اړه لري. د کرنې په پراختيا کې ترويج ډېر عمده رول لوبوي دا چې ترويج د بزګرانو د هغه پوهې او مهارتونو په پراختيا کې ونډه اخلي چې له لارې یې بزګران اصلاح شوي تکنالوژۍ (د تخم ورائيټۍ او د حېواناتو نسلونه، ابزار او وسايل او د کرلو عمليې) مني او عملي کوي. ځکه نو، د نويو مناسبو تکنالوژيو ترويج، د تکنالوژۍ د تهيې په سېستم کې ښه والی او د ظرفيتونو لوړولو ته بايد خاصه پاملرنه وشي.
په لومړۍ مرحله کې حکومت بايد د تکنالوژۍ په پراختيا او خپرولو کې مخکښ شي او داسې يو چاپيريال رامنځته کړي چې د توليد د عواملو پايداره تهيه او وړاندې کولو کې خصوصي سکتور په مؤثره توګه ونډه واخلي.
ادارې لکه د بزګرانو اتحاديې او کوپراتيفونه په رقابتي بازارونو کې د کوچنيو بزګرانو د چنې وهلو توان لوړوي او په کليوالي سيمو کې د هغو ټولنو او کورنيو غږ اوچتوي چې تر اوسه یې چا غږ نه دی اوريدلی ځکه نو د کوچنيو بزګرانو تجارتي کېدو لپاره څومره چې د زېربناوو پراختيا ته اړتيا ده همدومره پاملرنه بايد اداروي فکتورونو او اتحاديو ته هم وشي.
په هېواد کې په عمومي ډول د کرنيزو توکو بازارموندنه بې له دې چې دې توکو ته ارزښت علاوه کړل شي صورت نيسي. ځکه نو، د کرنيزو توکو د ارزښتي ځنځير Value Chain ټول ونډه وال بايد تقويه کړل شي تر څو د کوچنيو بزګرانو په واسطه توليد شويو توکو ته د ارزښت علاوه کېدل په مؤثره توګه ترسره شي. دا چاره به د کوچنيو بزګرانو بازار ته لاسرسۍ هم لوړ کړي. په تېرو لسو کالونو کې د هېواد د کرنې سکتور پراختيا لپاره هغه پروژې ډېرې مؤثرې وې چې د يوه ځانګړي کرنيز توکي په ټول ارزښتي ځنځير یې کار ترسره کړی او د يوه ځانګړي توکي د ارزښتي ځنځير ټول ونډه وال یې تقويه کړي.
په راتلونکي کې بايد څېړنې په هغه کرنيزو توکو ترسره شي چې لوړ عايد ترې لاسته راځي او مشتريان ورسره ډيره علاقه لري او یا هم علاقه یې په زياتېدو ده. له دې لارې به نه يوازې د کوچنيو بزګرانو تجارتي کېدنه زياته شي بلکې د هېواد په مختلفو اقليمونو او سيمو کې به د مختلفو توکو په کرلو سره تخصص او مسلکونه هم زيات شي.
ماخذونه
Alene AD, Manyong VM, Omanya G, Mignouna HD, Bokanga M, Odhiambo G (2008). Smallholder market participation under transactions costs: Maize supply and fertilizer demand in Kenya. Food Policy 33(4):318-328.
Anderson JR (2001). Risk management in rural development: A review.
Anteneh G, Lemma T, Puskur R (2009). Towards pluralistic livestock service delivery system for the commercialization of smallholder livestock agriculture in Ethiopia:
Asfaw S, Bekele S, Franklin S (2010). Does Technology Adoption Promote Commercialization? Evidence from Chickpea Technologies in Ethiopiahttp://www.csae.ox.ac.uk/conferences/2010-edia/papers/121-Asfaw.pdf
Bonaglia F, Patrizia L, Jane M (2007). Promoting Commercial Agriculture in Africa. OECD Development Centre, Paris, France. ATDF J. 5:32.
Chamberlin J (2008). it’s a small world after all: defining smallholder agriculture in Ghana. IFPRI Discussion Paper No. 00823.
Datt G, Ravallion M (1998). Farm productivity and rural poverty in India.J. Dev. Stud. 34(4):62-85.
IFAD (International Fund for Agricultural Development) (2003). Promoting market access for the rural poor in order to achieve the millennium development goals. Discussion paper 2003, Rome. Available at : http://www.ifad.org/gbdocs/gc/26/e/markets.pdf
Ghafoori A. R. and Haqiqatpal G. R, (2010) Present Status of Agricultural Statistics in Afghanistan, 1st draft, V 1.0
NRVA (National Risk and Vulnerability Survey), (2011), MoEc. Afghanistan.
Poulton C (2007). Commercialization in Agriculture: a typology. Paper presented at the Fifth International Conference on the Ethiopian Economy, EEA, USA. pp. 79-99.
World Bank (2003). Reaching the rural poor: A renewed strategy for rural development. Washington, D.C
World Bank (2012). The role of livestock in mitigating land degradation, poverty and child malnutrition in mixed farming systems: the case of coffee-growing midlands of sidama – Ethiopia. Available at : http://www.fao.org/WAIRDOCS/LEAD/X6143E/X6143E00.HTM
ښاغلی پوهنیار صاحب ستاسی څخه یوه نړی مننه چه دکرنی په هکله مو ښه معلومات په تاند کی دلوستونکو دکتنی لپاره ورکړی دی. ستاسی په اجازه زه هم غواړم په دغه هکله یوه ماته ګوډه تبصره ولیکم.
د کرنی حاصلاتو په ډیرښت کی لاندی عوامل کولای شی ځمونږ بزګران اوهیواد وال په خپلو پښو ودروی
دکرنیزو ځمکو د اوبه خورلپاره پریمانه اوبه لکه ویالی، بندونه او یا داوبو پمپونه –
بزګرانو ته دکرنی په برخه کی اوسنۍ فنی اوعصری پوهه ورکول –
اصلاح شوی تخمونه چه دمنطیقی سره تطابق ولری اوهم دڅیړل شووکیماوی سرو استعمال –
دامراضو اوحشراتو له مینځه وړل (- میخانیکی طریقی سره – په طبعی ډول جوړو شوو دوایانو په زریعه اوکه چیرته اشد ضرورت وه نو هغه کیماوی دوایانی چه دملګرو ملتو دزراعت لخوا په کرنه کی داستعمال اجازه ورکړی شوی ده استعمال شی)
طبعی دوایانی لکه دبوکیاڼی دتخم دانی، آنجه، سپلمۍ، زوقم، تمباکو اوداسی نور دحشراتو په خاطر، د داودی ګلانو ساقی اوپانی چه میده شی دامراضو په خاطراستعمالیږی
قرانطین چه په ډیر تآسف سره په تیرو څلور لسیزو کی ورته هیڅ پاملرنه نه ده شوی( هرڅوک چه دمرض هر تخم اوبوټی وطن ته دبهر څخه راننه باسی، دقرنطین اوکنترول څخه نه تیریږی) چه بلاخره وطن مو دبهرنیانو دنباتی امرضو اوحشراتو څخه ډک شو، په تیره بیا پاکستانی نباتی امراض اوحشرات چه په وطن یی اوبا خوره کړی ده
دکرنی میکانیزه کول یا دکرنی اسبابو او ډول ډول ماشین الاتو ته لاسرسی پیداکول –
دسبزیجاتو اوغله جاتو دساتنی لپاره فنی ذخیری اوګودامونه او دنوی ټکنالوجی استعمال –
کله چه پورتنی اوځینی نور عوامل دهیواد بزګرانو ته دحکومت په مټ عملی شی ، نو په خپلو پښو به ودریږی، نوانشآالله بیا به خپل بزګران اوکروندګر د سوداګريزې کرنې اوښتنی ته اړوو.
داباید ومنو چه هر هیواد دبل هیواد سره فرق کوی، مثلآ دایتوپیا اوکینیا کلنی اورښت د ۱۰۰۰ ملی میتره څخه لوړ دی، مګر په اوس وخت کی ځمونږ دهیواد کلنی اورښت د ۲۷۰ ملی میتره څخه ښکته دی، او د کرنی دځمکود اوبه خورلپاره کافی اوبه او اسباب نلرو. ځمونږ هیواد ۸ میلون هکتاره ځمکه لری، چه په دغه کی ۵،۵ میلون هکتاره زراعتی ځمکه او۲،۵ میلون هکتاره للمی ځمکه ده، وګوری دښاغلی محمد داود خان په حکومت کی مونږ خودکفآ وه، ځکه ۳،۵ میلون هکتاره ځمونږ زراعتی ځمکو ته پریمانه اوبه راتللی، مګر اوس ځمونږ ټولی ۲ میلون هکتاره زراعتی ځمکی خړوبیږی.
همداسی ځمونږ هیواد دالوګانو او پیازو دتولید ډیر لوړ پریمانه حاصلات لری، خوددغه حاصلاتو دساتلو اوحفاظت لپاره کومه فنی ذخیره اوتکنالوجی نلرو، مګربیا په ژمی کی دپاکستان څخه په زرهاو ټنه پیاز او الوګان ځمونږ هیواد ته په لوړه بیه صادریږی، دا ولی؟ داځکه چه دپاکستان دزراعت وزارت د خپلوبزګرانو حاصلاتو ته لکه پیازو او الوګانو ته یو مرکز جوړ کړی، چه دغه مرکز ته پاکستانی بزګران خپل حاصلات وروړی، اوپه مرکز کی دفنی مامورینو لخوا دهغوی په ټنونو الوګانو او پیازو ته داکس ۱۴ راډه شعاع ورکوی تر څو دخسا کیدو او خرابیدو څخه یی مخنیوی وشی.
مګر ځمونږ بزګران لاس تر زنی ناست دی دا ولی؟ دا ځکه ځمونږ دزراعت چارواکی یا بی پروا دی، اویا داچه ښه مسلکی خلک په مهمو دندو نه دی ګمارل شوی.
بښنه غواړم تبصره را څخه اوږده شوه، په مغز کی می ډیر څه ګرځی چه دوطن دکرنی دپرمختیا په خاطر یی ولیکم، خودیوی خوا تبصره ده نه مقاله، اودبلی خوا دحکومت دزراعت چارواکی به نور شاید په غصه شی.
په درناوی