تاند- امریکايي چارواکي وايي چې هغه روسي د محاکمې لپاره متحدو ایالتونو ته بیايي چې په افغانستان کې نیول شوی او څو کاله کېږي چې د بګرام په بند کې بندي دی.

دا به لومړی ځل وي چې د افغانستان په جګړه کې یو نیول شوی بهرنی او په بګرام کې بندي د محاکمې لپاره امریکا ته استول کېږي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې امریکايي چارواکي غواړي چې دا کس بندي وي او روسان هم د هغه ورسپارلو ته لېوالتیا نه لري.

دغه روسی، چې مستعار نوم یې ایریک حمیدالله دی، په دې تورن دی چې په ۲۰۰۹ میلادي کال یې د وسله والو طالبانو د ګڼو حملو قومانده په غاړه لرله او د ده په قومانده په بریدونو کې یو شمېر امریکايي پوځیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

نوموړی په هماغه کال (۲۰۰۹) په داسي حال کې ونیول شو چې په جګړه کې ټپي شوی و.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د یوه امریکايي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، له قوله وايي، په وروستیو کې د امریکا کانګریس ته خبر ورکړای شو چې حمید الله به د امریکا متحدو ایالتونو ته انتقال شي.

کانګریس د ګوانتنامو له زندانه د امریکا خاورې ته د بندیانو لېږد منع کړی دی خو ورته بندیز یې پر هغو بندیانو نه دی لګولی چې په افغانستان کې دي.

حمید الله په اتیایمه لسیزه کې د پخواني شوروي د عسکرو په ډله کې افغانستان ته راغلی و.

One thought on “په افغانستان کې نیول شوی روسی د محاکمې لپاره امریکا ته لېږل کېږي”
  1. دافغانستان دمطروحه قوانينو به أساس جه حكم كوي.
    جرم به محل دجرم كي بايد تحقيق او محكمه دهماغه محل با يد تصميم به ونيسي.
    داجه روسي طبعه دجرم به ارتباط به افغانستان كي نيول شوى او جرمي حالت ءي هم افغانستان دي با يد دافغانستان دقوانينو به ارتباط دده دوسيه به افغانستان كي بر رسي او محاكمه شي.

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *