ژباړه او زیاتونه: نقیب الرحمن عمري
( لومړی برخه)
خرافات څه مانا او څه شي ته وایي؟
خرافات د عربي لغت خرافه جمع دی، چې بې ځایه او بې ګټو خبرو اترو او په په ټوله کې هر ډول نامعقوله او بې بنسټه عقیدې ته ویل کیږي، د ځینو ویشنو
پر بنسټ په څلورو برخو کې خلاصه کیږي:
- یوه برخه خرافات په هغه څه باور دی، چې په طبعیت کې وجود نه لري لکه جادو ګري، چې په وسيله پیري نیوونکي(جنګیران) له پیریانو او ارواحو سره اړیکې پیدا کوي او د اړتیا پر مهال یې حاضروي او ګټه ترې اخلي.
- فال کتل، طالع لیدل ….. او نور هغه ډله خرافات دي، چې په وسیله یې ځینې ځانګړي کسان له وخت مخکې وړاندوینې کوي.
- بله ډله خرافات د سپیلني دود کولو، تعویذ کولو او نورو په وسیله د د بلاوو، غمونو، مصیبتونو ………. لرې کول دي.
- څلورمه ډله په داسې خرافاتو باور دی، چې د ځینو پدیدو په تصرف کولای شي د خلکو پریشاني، ضرر رسولو او د لا علاجه ناروغیو درملنه وکړي، په افغانستان کې ټول شته خرافات همدې څلور ډلو رانغاړلي.
۱ــــــــ په افغانستان کې د پېریانو په اړه ځینې خرافات:
ټول مسلمانان د پيریانو په شتوالي بشپړ باور لري او په قرانکریم کې هم په ښکاره ویل شوي، چې پیریان شته او د ځینو لویو او فوق العاده چارو د ترسره کولو وړتیا لري، اما زموږ په ټولنه او د خلکو په ذهنونو کې پیریان د ځینو کارونو په ترسره کولو کې، د دروغو او خرافاتو له وجې لوی انځور شوي، چې ګواکي پیریان ضرر رسونکي، کینه کښ، بدرفتاره او ټولې کړنې یې د شرعې، عقل او منطق خلاف دي.
۱-۱ په افغانستان کې د پیريانو نیول ( جن ګیري)
په افغنستان کې د پېریانو نیولو تاریخي مخینه مشخصه نه ده اما تر اوسه د هېواد په بېلابېلو سیمو او ولایتونو کې د پیریانو نیول معمول او جریان لري
په افغانستان کې د پېریانو نیول مشخص دفترونه او کتنځایونه لري په دې ډګر کې د ډاکترانو په څېر متخصیصن لري او دغه بازار یې ډېر ګرم هم دی، په کابل ولایت کې دغه دفترونه او معاینه خانې چې رسمي لوحې لري ډېرې تر سترګو کیږي ، ددغه ټولو خرافاتو او باورنو لوی لامل ښایي د یوه هېواد اقتصادي او فرهنګي فقر او لوږه وي.
د پېریانو نیولو ماجرا د هغه کسانو له لوري ترسره کیږي، چې د پېریانو نیولو ادعا کوي دا ماجرا هغه وخت صورت نیسي، جې یو کس په خوب او یا ویښه غیر ارادي خپله ژبه ژویي او ځان پر ځمکه وهي، د افغانستان په ډېری سیمو کې ورته مرګي وایي د سیمې اوسېدونکي دا فکر کوي چې د دې شخص بدن کوم پیري نیولی او زیانمن کړی دی.
په دې وخت کې ناروغ همدغه پیري نیوونکي، چې په اکثره سیمو کې ملایان دغه چاره ترسره کوي بیایي، تر څو له ناروغ څخه کتنه او مرسته ورسره وکړي، یاد ملا یا جن ګیر په مختلفو لارو او طریقو په ځانګړې توګه د دعا ویلو او د ناروغ په وهلو د پېریانو نيولو ماجرا پيلوي او تر هغه یې وهي چې په باور یې پېري د ناروغ له بدن څخه ووځي ، اطرافي خلک ډېری وخت حامله مېرمنې بدون له دې چې ناروغي یې تشخیص شي د درملنې له پاره ملا ته بیایي چې په پایله کې د حاملې مېرمنې حمل د جن ګیر له ډبولو او وهلو وروسته ضایع او له منځه ځي.
د پېریانو په اړه ځینې باورونه:
۱-۲ په افغانستان کې د وګړو تر منځ د پېریانو په اړه زیات باورونه شته چې ځینې دلته راوړو:
- په تیاره خونه کې د قدم اېښودلو په وخت کې د بسم الله یا یوې بلې کلیمې ویل دا سمه ده چې د کلیمې ویل هر وخت او هره لحظه ثواب لري او د الله ج د رضا حاصلولو له پاره یې مسلمانان وایي اما دا وګړي یې د دې له پاره وایې چې دلته پېریان موجود دي چې پښه پرې کېنږدي او ضرر ورته ونه رسیږي، د دعا په ویلو سره پېریانو ته د ضرر رسېدو مخه نیول کیږي که چېرې پیري ته ضرر ورسید نو مزاحم کس ته به د پیریانو له لوري هم ضرر ورسیږي دغه باور په افغانستان کې د وګړو تر منځ زیات رواج لري.
- په پېریانو بل باور دادی چې ګواکي دوی کینه کښ، مزاجم او انتقام اخیستونکي موجودات دي چې کله هم څوک زیان ورته ورسوي نو هغه مزاحم کس تر لیونتوبه رسوي، حتی داسې باورنه هم موجود دي چې کله د پیریانو په کور کې د واده مراسم تر سره کیږي معمولآ د کور څښتنانو جامې وړي او اغوندي یې اما تر لمر ختو مخکې یې بېرته په خپل ځای ږدي.
- ډېری کسان په دې باور دي، چې پیریان په مختلفو شکلونو خپل ځانونه انسانانو ته ښکاره کوي ډېری وخت د تورې پیشو په بڼه خپل ځان څرګندوي، نو ځکه ډېری وګړي د همدې باور پر بنسټ تورې پیشو ته زیان نه رسوي، د پیریانو په اړه دا باور هم شته چې چېرته ایري وي هغه د پیریانو د ټولېدو یا ناستي ځای وي نو باید په هغه ځای له قدم اېښولو نه ډه ډه وشي، په تورو تیارو او ړنګو ځایونو کې هم د پیریانو په شتون ډېری وګړي باور لري نو ځکه د شپې پرمهال له ویجاړو ځایونو په ډار کې تیریږي.
ښاغلی ورور نقیب الرحمن عمري صاحب!
وروره ډیره مننه ګټوری او ریښتنی لیکنی ته دیی پاملرنه کړیده.
بلی دا ریښتیا خبره ده چه ځمونږ په وطن کی ځینو خلکو غیر اسلامی، غیر انسانی اود چل ول په ډول د پیسو ګټلو، او یا دخلکو بی لاری کولو ډول ډول خرافات پیداکړیدی.
که د دغو خلکو تعویظات او نور چلونه ډیر قوی، ریښتیا او پر ځای وی، نوبیا ولی دغه ډرامی په خپلو دښمنانو سرته نه رسوی، لکه دوی چه وای مونږ چه په چا د بدوتعویض وګړو هغه ښځو او نرانو ته تکلیف او یا لیونتوب پیداکیږی، نو که داسی وای نو دوی به مخکی له مخکی په ډونالډ ټرمپ، اشرف غنی، بشراسد او د دوی په نورو مخالفینو او یا ددغه خلکو په ښځو خطرناکه تعویضونه کړی وای.
دغه خرافات هیڅکله دمنلو وړ نه دی.
والسلام
مننه وروره اوس هم په افغانستان کې ډېری وګړي په همدې خرافاتو عقیدې لري