په سر کې باید ووایم چې افغانان دې تمه نلري چې دا هیواد به ورته د امریکا په خیرات، د نړیوال بانک یا  دنړیوالې همیانۍ د صندوق په قرضو، د اسلامي هیوادونو په صدقاتو څوک جوړ کړي. په نړۍ کې د سویلي کوریا نه پرته د هیڅ داسې هیواد مثال نشته چې هغه دې د خیرات په پیسو جوړ شوی وي، او هغه هم ځکه تر یو حده جوړ دی چې د کوریا د ویش او کوریایانو ترمنځ د ژور اختلافاتو د رامنځته کولو دپاره ترې کار اخیستل کیږي، چې د شلمې پیړۍ په منځ کې ۱۹۴۸ ز کال کې د کپیتالیزم او کمونیزم د ژور اختلاف په پایله کې رامنځته شوی دی. که افغانان فکر کوي چې نوی استعمار به ګران افغانستان په پښو ودروی نو بیا دې افغانان د شمال او سویل ویش ته ځانونه اماده کړي، او د نړیوال نظام ټولو هغو دسیسو ته دې ځانونه تیار کړي چې د افغانانو په وژنه او دافغانستان په بربادۍ  کیدای شي نړیوال دسیسه ګر قوتونه د اسیا په لویه وچه کې خپلې منګولې خښې کړي.

خو ولي نشو کولای چې خپل هیواد پخپله جوړ کړو؟ ولي مو د څه دپاسه یوې لسیزې فرصتونه له لاسه ورکړل؟ او ولي هغه باور چې حکومتونه یې په هیوادونو کې تر لاسه کوي ، افغان حکومت نکړ تر لاسه؟

د سیاست د ګڼو تعریفونو څخه یو منل شوی تعریف له فرصتونو معقوله استفادې ته سیاست وایې، متاسفانه زموږ سیاستوال او په ځانګړي توګه د واک په ګدۍ ناست واکمن ټیم ونشوای کولای چې له شتو او تیرو فرصتونو څخه معقوله  ګټه پورته کړي. هر هغه فرصت چې د هیواد دننه د پرمختګ، سوکالۍ او ثبات دپاره رامنځته شول ، هغه د واکمن تیم د غیري ملي مصلحت ښکار شول، مالي شتمنې او مرستي لوټ، تالان شوي او کارونه ( مسولیتونه او صلاحیتونه ) نا اهله کسانو ته وسپارل شول. د افغان نا امنۍ  ستر لاملونه کیدای شي په دوه برخو وویشو: لومړی کورني لاملونه او دویم بهرني. د کورنیو لاملونو لوی سبب همدا واکمن ټیم او د سیاست په ډګر کې تش په نامه سیاستوال دي، چې په لوی لاس یې افغان ملت د ګړنګ پر غاړه ودراوه.

په تیره یوه لسیزه کې افغان حکومت د نړیوال ملاتړ په پایله کې ګني لاسته راوړني لرلي او لا هم کیدای شي د واک په سالم انتقال سره دا بهیر دوام پیدا وکړي خو دا چې ولي افغانان پرې بې باوره دي؟ ځواب یې په لاندې توګه دی:

د افغان حکومت د پاره د پرمختګ او ښکلا د منطق مسخه کیدنه ـ فکر وکړي چې یوه ډیره ښکلي پیغله، چې ښایسته افغاني کالې یې اغوستي، لوړې زده کړي کړي، د خپل صورت د هرې برخې د ښکلا خیال یې ساتلی، په یوه اداره کې کار کوي، ښه لوړ معاش اخلي، کورنې یې په زده کړو، ښکلا، پوهې، دندې او لوړ معاش نازیږي !! خو ! په دا وروستیو کې ددې پیغلې د ګډیدا او دارنګه له ګڼو کسانو سره د اخلاقي فساد ویډیوګانې په فیسبوک او یوټیوب خپرې شوي !!! اوس به نو د انجلۍ د ښکلا، لوړو زده کړو، پوهې، ښې دندې او لوړ معاش خیال په افغاني ټولنه کې څوک وساتي ـ ددې کورنې، ملګرې ؟؟ څوک به پیدا شي چې له دې پیغلې سره واده وکړي او پاتې ژوند ورسره تیر کړي !! ایا د انجلۍ افغان ورور یا کورنې به ددې د وژني هڅه ونکړي ؟؟ د افغان حکومت د تیرې یوې لسیزې لاسته راوړني او سمي کړنې د اداري فساد، نا اهله اداري جوړښت، بدې حکومتوالۍ، د ټوپکسالارانو برلاسې او د قانون په سپکولو سره د بې باورې د سیوري لاندې راغلي دي. کله چې افغانان او حتی نړیوال افغان حکومت ته په ځیر، ځیر ګوري نو پرته له ادراې فساده، د مخدره موادو قاچاق، د ځمکو مافیا او د ټوپکمارو له واکمنتیا نور څه ورته نه تر سترګو کیږي. د ښو کړنو د خپراوي او عامه پوهاوي اړتیا شته، حکومت دنده لري چې دا ترسره کړي، خو د بدو کړنو د پاره بیا د خپراوۍ اړتیا نشته، ځکه هغه د خپلې بدې له امله  لکه د اور د لمبو په څیر په ټولنه کې خپریږي. د افغان حکومت په وجود کې د قاچاقبرو، درغلګرو، مفسیدینو شتون لکه د لمر په شان هر چاته روښانه دی، حکومت له تیرې یوې لسیزي را هیسي هیڅوک په ادارې فساد، قاچاقو، افغان وژنه او د ځمکو په غصب محکوم نکړل، په کومه ټولنه کې چې د مجازاتو او مکافاتو سمه اجرا نه تر سترګو کیږي، هلته خپلسري او د ټولنې یا ملت د وګړو تر منځ بې باورې رامنځته کیږي، هلته ملت نشي کولای د حکومت تر شا ودریږي.

د ثبات او امنیت ترمنځ د توپیر ارزښت په همدې کې دی چې امنیت د امنیتي اورګانونو په واسطه رامنځته کیږي، مګر ثبات د ملت او حکومت تر منځ د باور د فضا له مخې رامنځته کيږي، مونږ له بده مرغه نه امنیت لرو او نه هم ثبات. زمونږ پانګوال ورځ تر بلې په هیواد دننه د موجودو ګواښونو له امله خپله پانګه او کورنې له هیواده بهر باسي، ځوانانو مو بې باورۍ او بې روزګارۍ له امله په سختو لارو د اسټرلیا او اروپا په لوري تښتي.

 د ذکر شوي مثل له مخې هغه څوک چې د داسې حکومت دپاره د ښکلا انځور وړاندې کوي، لکه پورته ذکر شوي بد اخلاقي پیغلې ته چې د هغې د ښو اخلاقو له امله لمانځغونډه نیسي او یا یې د بد اخلاقۍ  د پاره دلالي کوي !! د ولس سترګو ته د خاورو شیندلو پر ځای باید له افغان حکومت او افغان ملت سره مرسته وشي تر څو ادارې فساد، اخلاقي فساد، نا اهلي، بده حکومتوالې سره په کلکه مبارزه وشي او د ټوپکسالارانو سیوری له افغان حکومته او مظلوم ملته پورته کړای شي . همدا یې د حل لاره ده کنه خدای دې مل شي د وطن او د ملګرو.

2 thoughts on “په افغان حکومت د بې باورۍ منطق / ډاکتر ځلاند”
  1. رښتیا خبره ده په خیرات او سوال وطن نه جوړیږی،
    فقط دوطن جوړول ښه پوهه، همت اوصداقت غواړی
    هغه ذخیری اومنابع چه مونږ لرو که په درست ډول تر کار لاندی ونیول شی هم به مو وطن اباد اوپه پښوودریږی اوهم به موخلک دبل وطن څخه راوګرځی، خوپدی شرط چه داوسنی غله واکداران لمړی دچرخی پله زندان ته ولږل شی.

  2. دیوې پوښتنې اجازه راکړﺉ. زه نهپوهېږم جې دمتاسفانه مانا ځه ده . ماته خو دا بارا دا وایي نوی ښکاري.

ځواب ورکول تفسیرخان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *