د ترهګرۍ د جګړې تعریف نه شتون د افغانستان جګړه دومره مغلقه کړي چې ( Lutz Kleveman) ورته د نوي سترې لوبې ( New Great Game) نوم ورکړی دی، چیرته چې وینه او تیل د جګړې د سون مواد بللی کیږي، چیرته چې افغان وژنه د سترو نړیوالو موخو، د سیمه ایزو ستراتیژیکو ارزښتونو د پاللو او بلاخره د لویو قدرتونو د  ( Terror Balance) چورلیز بحث ګرځیدلی دی.

د جګړې نا تعریف شوی لوری، د جګړې د افغاني بعدونو کمزوری دریځ، د جګړې مغلق جوړښت بلاخره افغاني سوله هم تر خپل سیوري لاندې راوستې ده. لا هم افغان حکومت د جګړې په وړاندې ګډ دریځ نلري، افغان مخالفینو ته د سیاسي مخالفینو، وروڼو او بلاخره د دښمن په نومونو کې نه همغږي تر سترګو کیږي. د جګړې له اقتصادي اړخ څخه په دواړو لوریو ( افغان حکومت او مخالفینو کې) پراخه ګټه پورته کیږي. افغان جګړه نه یواځې په کور دننه د ناقانونه ( تور ) اقتصاد لویه برخه ګرځیدلي بلکې په سیمه کې هم د وسلو د پلور، پېر، د جګړه مارانو د روزنې او تمویل او بلاخره له دې ټولو ور هاخوا د مخدره توکو د قاچاق او کرکیلي ستونزه بللی کیږي، کوم چې د جګړې مافیایې اړخونه په ځان کې رانغاړئ. ددې ټولو ستونزو تر څنګ افغانان د جغرافیوي انتقال پر اساس د پاکستان له ګاونډیتوب څخه زوریږي.

پاکستان د بنګله دیش د خپلواکۍ ( ۱۹۷۱) څخه را پدیخوا د هندوستان سره د نیابتې جګړې د ترسره کولو د پاره په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق ( Strategic Depth) په لټه کې دی. پاکستان د افغان جهاد څخه د فاع پاکستان ګټه پورته کوله او په دې توګه یې په سیمه کې د ستراتیژیکو ګټو د ترلاسه کولو د پاره د افغان ولس بریالی جهاد په ناکام اسلامي حکومت پای ته ورساوه. پاکستان په دې بسنه ونکړه بلکې د افغان خاورې د نیواک د پاره یې خپلې عسکري او پوځې لښکر کشۍ د افغانستان خاورې ته د مجاهد، طالب او داعش تر نامه لاندې داخل کړل.

د ترهګرۍ تر نامه لاندې په جګړه کې پاکستان له امریکا سره ملاتړی شو، خپل ستراتیژیک افغان ملاتړی ( طالب) یې د امریکا د ۵۲ الوتکو بمبار ته ونیول، هغوی چې پاکستان په ننوتلو بریالي شول، په لوړه بیه یې په امریکا په مختلفو اقساطو وپلورل. پاکستان په دې توګه د امریکا یرغل سره پراخه مرسته وکړه، خو چې کله د نوي افغان حکومت په جوړښت او تشکیل شکمن شو، چې له پاکستان څخه ډیر له هندوستان سره د نژدې اړیکو پاللو ته لیوالتیا لري، نو پاکستان د یویشتمې پیړي د پیل ستره نیابتې جګړه پیل کړه. امریکه چې په ( ۲۰۰۳) کې د عراق په لورې پوځونه سوق کړل، پاکستان د امریکا په نیت شکمن شو، پاکستان د هندوستان سره د ( Power Balance) په لټه کې شو. پاکستان د طالبانو له بیا را پورته کیدا ( Resurgence) څخه ملاتړ وکړ.

د مجاهدینو د وخت روزنیز کمپونه یې د طالبانو د روزني، تمویل او تجهیز د پاره په اختیار کې ورکړل. د هرې جګړې د بریالیتوب د پاره دري لازمي عناصرو ته اړتیا ده: پټنځای، د تمویل لارې چارې ( نظامي او وسلوال تجهیز) او د جلب او جذب ساحه. طالبانو دا ټولې اسانتیاوې د پاکستان په ملاتړ د ډیورند د کرښې په اوږدو کې تر لاسه کړي. پاکستان چې په روانه لسیزه کې له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی، کور دننه د نا امنۍ له سختو کړکیچونو څخه زوریږي، د پاکستاني طالبانو له سختو ګذارنو سره لاس او ګریوان دی، د طالبانو تمویل او تجهیز په تنها ځان نشي کولی، له دې امله طالبانو په سیمه او نړۍ کې نوې د تمویل او ملاتړ لارې ګودرې پیدا کړي، چې په دې توګه د طالبانو جنګي توان تر ډیره د پاکستان له نیغ په نیغه اغیز څخه خلاص شوی ښکاري. دې حقیقت ته په کتو، پاکستان چې نور په سیمه کې د اوږدې جګړې د تمویل او ملاتړ ځواک نلري، غواړئ په افغاني سوله پاکستانۍ معامله وکړي.

د پاکستان ستراتیژیکه دښمني له افغانستان سره د ډیورند د کرښې په رسمیت پیژندل او د بلوچو سرمچارانو ( Baloch Liberation Army BLA) څخه د افغانانو د اخلاقي ملاتړ مخالفت دی. پاکستان غواړي د افغان سولي په سر هغه موخې چې د تیرو لسیزو مخامخ او یا هم نیابتې جګړو له لارې تر لاسه نشوای کړی هغه اوس د سولې په سر د یوې معاملې له لارې تر لاسه کړي. په دې لټه کې پاکستان د زیرکو دیپلماتانو او ستراتیژیکو نظامیانو په ملاتړ د ملي وحدت مشر اشرف غني په خپله شومه لومه کې را ګیر کړی دی. د پاکستان د افغاني سیاست په لومه کې راګیر د ملي وحدت حکومت په پټه له پاکستان سره امنیتې تړون لاسلیک کړ، چې په ترڅ کې د بلوچو او پښتنو ملتپالو د ځپلو د پاره د افغان ملاتړ دترلاسه کولو کوښښ شوی دی.

د ملي وحدت مشر اشرف غني په ډیره بې باکۍ سره د سیمې ټولې ديپلماتیکې هلې تر پاکستان پورې محدودې کړي، اشرف غني په لوی لاس افغان سوله د پاکستان تر سیوري لاندې ورکه کړه او په دې توګه هغه هیلې چې له سولې سره نښتې وې هغه یې تتې ( کم رنګه ) کړي.

د حل لار:

روانه جګړه باید د افغانانو لخوا تعریف شي، د جګړې لوري باید مشخص شي، په جګړې کې ښکیل افغان لورې باید خپل لومړیتوبونه په ګوته کړي، د سولي د تعریف د پاره دې یو دریم ګړی افغاني ځواک یا مرکچې ټیم رامنځته شي. د سولي د پیل دپاره دې د باور فضا ( Trust Building Process) رامنځته شي. د سولي د پاره دې نړیوال ضمانت په ګوته شي. د ملي وحدت حکومت دې منحل او پر ځای یې انتقالي حکومت ته لاره هواره شي. په سیمه کې دې د ګاونډیو هیوادونو د ګټو د تعریف او تضمین دپاره په کاري میکانیزم کار وشي. د عامه ذهنیت جوړونې د پاره دې رسنیز کمپاین په چټکي سره ترسره شي، کنه په کومه لار چې موږ روان یو، هغه ترکستان ته تللي.

یا ربه توفیق

9 thoughts on “په افغان سوله د پاکستان معامله/ډاکتر ځلاند”
  1. ښاغلی ـ دجګړی یو لوری هغه څوک دی چی دانږ دی ۴۰ کاله یی دافغانستان په روانه جګړه کی عملا دمدتګار ، روزونکی ، تمویله ونکی ،تجهیزه ونکی اوبلاخره دناتو نظامی کمپ دامریکی ترمشری لاندی دافغانستان عملا اشغال اوددوی یعنی دغرب لاس پوسی اوپه سیمه کی ددوی داستعماری نقشو پروژه وی تطبیقونکی پاکستان اوټولی هغه ډلی او ټپلی چی ددوی پلاس جوړی شوی کله یی قدرت ته رسولی اوکله یی بیاا دمنځه وړی اوراوړی اودجګړی بل طرف دافغانستان بی دفاع ، بی سلاح اوبیجنګه اوعملا ګروګان نیولی بیچاره خلک دی پس ددی غربی استعمارګرو په پلان اوپروګرام جوړشوی جنګ داستعماری موخوته درسیدلو دپاره جوړشوی جنګ به څنګه دابی دفاع افغانان په سوله بدله وی ؟ بیله ایمانی اوافغانی استعمار ضد واحد او راسخ عملی تصمیم څخه بله لاربه امتحان شی مګرکار به ورنکړی ځکه یواځی هغه څوک سوله راوستلای شی چی جنګ یی راوړیدی .ومناللهتوفیق .

  2. Salamoona
    Dr.sahb Zaland, paxwaney turkistan xo oos nasta, magar d` siemy irtija`ii devlatoonah ghwarry paxwaney Khorasan d yawe aw bile lary per Afghanulus watapi!, da`ishyan+irany axondan+ Russi selah-qachaqchyan+ ttalwala(Bayan Ddepoganie!!)+ isi+ hatta Chevonistan!
    Turkiye ka d`Emanullah khan aw Ataturk wroriy ta jman vay, bayed da tszo kala yi da pakistan new-panjabizm mlatarr na kawly! noo os ba dr. ghani laj turkiye xwata tily vay la Dostum sara na d` torkistannnn!

  3. داکتر صاحب ځاند ښکلی مطلب دی. زه ستاسو له نظر سره موافق او ستاسو د لیدلوری ملاتړ کوم.
    د کورنیو او نړیوالو منازعو د حل لپاره باید لومړی د منازعو ريښی ولټول شی . زمونږ منازعه له پاکستان سره د همدی منحوسی ډیورند کرښی له امله راټوکیدلی ده. کله چی خدای بخښلی سردارمحمد داودخان د پښتنو او بلوڅو ورونو له حقه حقوقو نه د هند په ملاتړ خپل حمایت اعلان کړ. پاکستان هم په افغانستان کی د مودودی او اخوانی عقیدی له پیروانو خپل ملاتړ اعلان کړ چی متآسفانه د پخوانی شوروی اتحاد له مستقیم یرغل او تجاوز سره پاکستان او د هغوی سیمه ایز او نړیوالوانډیوالانو افغانی قضیه او لانجه نړیواله کړه. له یوی خوا شوروی مونږ ته خلق ، پرچم ، سازا ، ګروه کار ، شورای نظار، جمعیت ، اتحاداسلامی او نور وزیږول . په مقابل کی پاکستان حزب اسلامی حکمتیار، حزب اسلامی مولوی خالص، حرکت انقلاب اسلامی، جبهه نجات ملی ، محاذ ملی او نور د آی اس آی په کارخانه کی تولید کړل خو ایران هم په کرار کینه ناست ، خپلی مزدوری ډلی لکه حرکت اسلامی لعنت الله محسنی، نصر…او په پای کی له لسو حزبونه یو وحدت اسلامی چی په وحشت اسلامی مشهور شو د سپي انقلاب ایرانی په کارخانو کی په مستعجل ډول تولید کړل.
    د انګلیس د استعمار د تیورسنانو په قول چی تفرقه واچوه او حکومت وکړه یا بیل یی کړه او ایل یی کړه ، زمونږ په خلکو ډیره ښه تطبیق شوه.
    زما په نظر سوله هغه وخت راتلای شی چی مونږ یو قوی ، خپلواکه او ملی دولت د یو مقتدر او ځوان انرژی لرونکی شخصیت تر قیادت لاندی ملی دولت ولرو. دغه پخوانی حزبونه ، ګوندونه ، تنظیمونه او ایتلافونه ټول باید منحل او دهغوی پرځای یو خپلواک او ملی ګوند جوړ شی . ډیر ګوندونه که څه هم د دموکراسی یو مظهر دی خو له ولس نه لار ورکوی. یو یا دوه ګوندونه چی دیکتاتوری او د قدرت انحصار یی مقصد نه بلکه د خلکو خدمت او د هیواد پرمختګ یی هدف وی ، زمونږ هیواد سمی لاری ته رهبری کولای شی. په نړیوال سیاست کی مونږ باید په یو یا دوه قدرتونو تکیه ونکړو بلکی پراخه اړیکی له ټولو نړیوالو سره ولرو او د دی کار لپاره یو پوه او نوښتګر شخص د باندینو چارو وزارت په راس کی وټاکل شی او په سفارتونو کی د مشرانو د زامنو پر ځای تر ټولو خلاق ، په کارپوه او خپل ګران هیواد ته وفاداره شخصیتونه چی په پاکستان او ایران کی یی تحصیل نه وی کړی وټاکل شی نو هلته به سوله او ملی ثبات ته کار وکړل شی او نوی هیلی به ولس ته ورکړل شی.

  4. سلام
    سوله ستر صفت دي هره ټولنه په سوله ښه ښکاري ، پرمختګ کوي ، پياوړي کيږي او د کړکېچونو له پېچومي وځي په نړي کې ېې مثالونه ډير زيات دى خو د سولې په څنګ کې تقوى، عدالت، اهليت او صلاحيت هغه ټکې دې چې له دروغجن سياست سره په ځينو برخو کې سازش نشي کولاى دغه لويه لوبه له هغه وخت څخه کږه را پيل شوه چې دسره غواېې ډله په کابل را ننوتل او د پيښور انډيولانو لپاره د قدرت زمينه د پاکستان اى اس اى په لاس په ډيرو هوسونو کې هره ورځ او شپه تيا ريدل .د لوبې په سر کې اى اس اى په ډيره ماهرانه ډول د افغانستان يو شمير کسان په تدريجي ډول له منځه يوړل.اوس زموږ د ټولنې فرهنګ دلته بل څه وايي؟ بله کيسه راپيل شوي، افغان افغان نشي ځغملاى سره ددې چې د ټولنې په ګټه وى ښه کاروي او په سياسي لحاظ د روغې جوړې ګنجايش ورسره ملګري وي خو دلته له پاکستان څخه مخکې نورې سلسلې دى چې هره يوه ېې يوه څو مجهوله معادله جوړوي او هغه دا چې څوک په ټولنه د زرو خاوندا ن شول څوک د زور او څوک د زن چې دا کيسه هم د له دې کړگۍ او له هغې کړکۍ ر اچالان دي. د ښځو حقوق د سيکوليريسم له ورخه اوبه خوري او د پارلمان متجانس غړي له مختلفو سر چينو حتي تر دې چې ځينې ښځې په پارلمان کې د نړيوالو جاسوس خانو غړيتوب هم لري کله چې کار اوعمل سره يو او موافق نه نه وي نو سوله به څنګه راشي او که سوله راشي چاته را شي ځينې فکر کوي چې سوله به په افغانستان کې شنه شي خو ريښي ېې لاوچې دي

    کار او عمل ما ددې لپاره وويلې تاسې وګوري چې د پارلمان په تالار کې د واعتصمو بحبل الله جميعا ولاتفرقو په ديوال څومره ښايسته بريښي دا يوازې د ديوال د ښيست کولو لپاره نه ده بلکې څوارلس سوه کاله مخکې د سولې او يووالي لپاره انسانانو ته ارښاد شوى چې خداى (ج) د خليفه نوم ورکړ او په مخلوقاتو کې ېې هم اشرفالمخلوقات وباله اوس نو دموکراسۍ ته ګوره او د ضعيف النفس انسان دې حيلو، چل او فريب ، فسق او فساد کارونو ته چې ورځ وځي ليوني کيږي او له ځانونو ېې ستر دجال جوړ کري
    زه تاسره منم دا ستونزې زموږ د ټولنې په ټولو رګونو کې جريانلري ځکه چې زموږ کار اوعمل سر په لاره برابر نه دي او د کاږه بار مفهوم لري چې کوږ بار تر مزل نه رسيږي

  5. I accept all with you Doctor Sahbe but one thing which is not acceptable is that Ghani did his best what was actually required for bringing peace into Afghanistan. As you know most Afghans are fighting either for wealth or power so the neighbors can use them very easily for continuation of fighting in Afghanistan. The diplomatic movement that Ghani took for the peace agreement are real and in depth. Peace can not be brought without such movements. We know that US, Iran, Pakistan, Russia and China are major players in the ill security situation of Afghanistan. In order to achieve the good security situation in country one has to give some credit to these neighbors. Ghani offer credit mostly based on his economic vision which is pretty much in favor of all countries except US and Russia. Opinion of the major player in Afghan issues are changing based on the situation in Afghanistan. ig. the taliban were terrorist during American military activities in Afghanistan and now they are opposition to the government.

    Anyhow let get hand together to remove our differences and work for peace. We should not undermined the struggle of Ghani. As you know Afghan better than me, If Pakistan does not want peace in Afghanistan it will never come. So to be enemy with Pakistan an atomic power in diplomatic area is not on the benefit of Afghan.

  6. څلاند صاحب نظر مو د قدر وړ ده
    مګر د انتقالی حکومت طرحه دی راته خوندوره نه ښکاری څکه د احکومت هم د یوی مشورتی جرګی په نتیجه
    مینڅ ته راڅی نو ددی تظمین شته چی په دغه جرګه کی دی راټول شوی استازی خرڅ شوی نه وی .بل داچی ستاپه نظر
    دانتقالی حکومت مشر دی څوک وی ،اودریم داچی په پښتو کی یو متل ده چی وتلی تپلی ښه ده نو زه وایم چی دا د او سنی
    حکومت ملاتړ او په دی حکومت کی به د اصلاحاتو راوستل به یو مناسب کار وی

  7. Da dai tole mas’ale jarrha Durand line dai. Che pa dai khabara doomra kha pohegai no afghanano da mas’ala hal krrai. Durand line da Pakistan ao Afghanistan pa manz ke da yao bainulaqwami sarhad pa tor bande omanai ao da Pakistan zmakanai bashparrtia ta pa drana ogorai.Hum ba da Pakistan da sar dard khatam shee ao hum ba taso da amn ao khushalai pa lara rawan shai. Ka da zimawarai ihsaas mo wanakrro no yaqeen wasatai che pa yao der ghat khoonarree jang bande be wawrroo.

  8. داوسنی حکومت حمایه ، وسهوو اوغلطیو ته متوجه کول اوهمکاری ورسره کول به تربل هرڅه موقتی او اضطراری حالت ښه وی ځکه هغه به تردی ډیره بی مسولیته ، بی کفایته اوبی پرواوی . .

ځواب ورکول عمران احمدزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *