په افغان کډوالو ټوله نړۍ ډکه ده خو ډېری شمېر یې په پاکستان او ایران کې دي. په پاکستان کې د پولیسو، دولت او کله نا کله د عامو خلکو لخوا د افغان کډوالو سپکاوی، د هغوی ځورونه او په وړو وړو خبرو له هغوی سره جنجال کول کومه نوې خبره نه ده، په پاکستان کې مېشت هر افغان په يو نه يو ډول ځورول شوی دی.
خو تر ټولو دردوونکې بیا په افغان سفارتونو او قونصلګيریو کې له افغانانو سره ناروا چلند، دهغوی کارونه نه کول، له هغوی څخه پیسې اخیستل او دهغوی غږ نه اورېدل و. په سفارتونو کې ډېری سفارت کاران بې سواده او په سفارشونو راغلې ول او ډېری وخت به یې په عیاشیو او بې ځایه کارونو تېرېدلو.
تر درې کلونو مخکې پورې به  په  کراچې کې چې  افغان قونصلګيري ته څوک ورغلل نو لومړی به د قونصل ګيرۍ په خوله کې ناست چوکېدارانو دننه نه ورپرېښودلې، هغوی ته به دې چې پیسې ورکړې نو بیا به په معلوماتي مېز ناست کسانو غلط معلومات درکول او د همکارۍ پر ځای به یې د افغانستان پاسپورټ اخیستل داسې درته تشريح کړ چې خلک به مجبوره شول د قونصلګيرۍ دباندې ناست چوکيدارانو سره به یې د پیسو خبره کوله او خپل اسناد به يې پرې جوړول.
په قونصلګېرۍ کې جنګونه او سپکې سپورې د هره ورځ کیسه ګرڅېدلې وه. زه د ډېرو قضیو شاهد يم چې پاسپورټونه او نور اسناد په پیسو جوړ شوي او چې چا به پیسې نه ورکولې نو نه يواځې دا چې اسناد به یې نه جوړېدل بلکې اصلي اسناد به یې هم ترې پر دې بهانه ترې ضبط کړل شول چې دا به کابل ته د تصديق لپاره ځي. ډېری وخت به خلکو خپلو اصلي اسناد بېرته ترلاسه کولو لپاره هم  پیسې ورکولې.
په تېرو دریو کلونو کې ډېر غټ بدلون راغلی دی،په کراچې کې د قونصلګیرۍ چاپیريال دومره بدل شوی چې د سړی هک پک پاتي شي چې دا هغه ځای دی چې خلک به ځورول کېدل او د پاکستان تر پولیسو به هم بد چلند ورسره کېدلو. د قونصلګيرۍ مخکې ناستو غلو پرځای د يوې شخصي کمپنۍ ګارډان ناست وي او له خلکو سره د تلاشۍ پر وخت ښه  مودبانه چلند کوي او بې ځايه پوښتنې او غوښتنې نه ترې کوي.
د قونصلګیرۍ د معلوماتو پر مېز ناست کس دري ژبی دی خو د پښتو په لیک او لوست پوهېږي او خلکو ته  نه یواځې دا چې په ورینه ټنډه معلومات ورکوي بلکې چې څوک په لیک او لوست نه پوهېږي له هغوی سره د فورمو په ډکولو کې هم مرسته کوي. د عبدالکریم فیروز په نوم دويم سیکرتر دی چې هر کس ته احتراماً ولاړېږي او تر خپله وسه د خلکو کارونه خلاصوي. د دردېدلو افغانانو دردېدلې کیسې اوري  او د حل لاره یې ورته راباسي. چې ډېر اړین نه وي خبره قونصل ته نه پرېږدي او په خپله یې حلوي.
نه پوهېږم چې دا بدلون څنګه راغی؟ چا راووست ؟ او تر کله به داسې دوام وکړي ؟خو په کراچۍ کې مېشت افغانان اوس افغان قونصلګيرۍ خپل کور ګڼي او د ستونزو د حل لپاره په جرات سره منډې  وروهي. خو یو شی چې تر اوسه لا نه دی بدل شوی هغه دا دی چې په نکاح نامو او نورو اسنادو کې پښتو تر اوسه نه ده ګډه شوي.
خدای دې وکړي چې په نورو هېوادونو کې هم په افغان سفارتونو کې داسې مثبت بدلون راشي  او د کراچۍ په قونصلګيرۍ کې دا مثبت بدلو دوام وکړي. موږ نيوکې ډېرې کوو خو کله چې مثبت بدلون ووینو نو هغه نه یادوو.
د ودان افغانستان په هيله
2 thoughts on “په افغان قونصلګيرۍ کراچۍ کې څه روان دي؟ | سیدشاه خروټی  ”

ځواب ورکول mha ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *