تاند- د کاپیسا د اله سای ولسوالۍ د ځینو اوسېدونکو په وینا قومي مشرانو او سپین ږیرو په دې ولسوالۍ کې د وینې بهېدو د مخنیوي لپاره د خلکو او وسله والو طالبانو ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې ده.
دا غوښتنه وروسته له دې کېږي چې د اله سای اوسېدونکو د وسله والو طالبانو پرضد پاڅون وکړ.
د اله سای اوسېدونکي او دولتي چارواکي وايي چې له تېرو دوو ورځو راهیسي د دې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې خلک د پاکستاني طالبانو پرضد راپورته شوي او د هغوی پرضد یې پاڅون کړی دی.
د اله سای د سکین سیمې یوه اوسېدونکي محمود شاه وايي چې مشران او سپین ږیري غواړي چې د طالبانو او د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ وسله والو نښته ونه شي ځکه چې د جګړې په نتیجه کې به د خلکو وینې وبهیږي.
محمود شاه همداراز وویل:
«خلک راپورته شوي خو بېګناه خلک شهیدان کېږي. د طالبانو په مقابل کې ټول خلک وسله وال شوي دي، نښتې یې کړي، دوی وايي چې بهرنیان باید دلته نه وي، پاکستانیان دې نه وي.»
ده دا هم وویل چې طالبانو منلې چې پاکستانیان به له سیمې باسي خو خلک دې ورسره جګړه نه کوي.
له بلې خوا د کاپیسا ولایتي چارواکي وايي چې دوی د طالبانو پرضد د اله سای ولسوالۍ د ولسي پاڅون ملاتړ او هرکلی کوي.
د کاپیسا د امنیې قومندانۍ امر جلیل شمال په دې اړه وویل:«د خلکو په وړاندې د طالبانو په مقاومت کې دوه تنه طالبان ووژل شول. اوس اکثره سیمې د خلکو په کنټرول کې دي، همالته شاوخوا پنځه سوه ځايي اوسېدونکو ځانونه په چره يي توپکونو او سوټیو مسلح کړي، یو شمېر پولیس هم وراستول شوي دي چې د خلکو د پاڅون ملاتړ وکړي.»
وسله والو طالبانو پرون په یوه خبرپاڼه کې، چې رسنیو ته یې استولې وه، په اله سای کې د پاڅون خبر رد کړ.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په دې خبرپاڼه کې ویلي:« موږ دغه پوچه ادعا په کلکه ردوو او ډاډ ورکوو چې مجاهدين په ټول هيواد کې د ولس سره له نیږدې په تماس کې دي او د خلکو له کلک ملاتړ نه برخمن دي، د بهرنیو ډالرو په مټ د اربکيانو تشکیلات جوړل او بیا په دروغو سره د پاڅون کونکو نوم ورکول پخپله د دښمن په کامل ضعف او کمزوري دلالت کوې چې غواړې د میداني مبارزې پرځای په رسنيو کې په يولوریز ډول ذهنيت خرابونکي تبلیغات وکړي.»
تر دې مخکې د غزني په اندړ او یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د وسله والو طالبانو پر ضد پاڅونونه شوي خو اکثره پاڅونوال شکایت کوي چې حکومت ورسره کلکه همکاري نه ده کړې.
ویل کېږي چې چارواکي له دې وېره لري چې پاڅونوال به په خپله یوه ورځ د طالبانو ځای ونیسي او هماغسي ستونزې به جوړې کړي چې نن یې طالبان جوړوي.
اله سای د کاپیسا تر ټولو ناکراره ولسوالي ګڼل کېږي. د دې ولسوالۍ اکثره اوسېدونکي په پشه يي ژبه خبرې کوي.
خلک اوس بوه شوی چی لدی فاسد دولت څخه څه نه جوړیږی نوآخر مجبوره دی ځکه دوی ته هم ژوند پکاردی یانه؟پاکستانی طالبان خپل تریننګونه دافغانستان په پښتنی سیموکی ترسره کوی خپل هیواد یی له یهودانوڅخه ډک دی دلته یی ددوی له لاسه دپښتنواولادونه ښوونځیو ته نشی تلای اوهلته دپاکستانی ملایانواولادونه په اروپا او امریکی کی زدکړی کوی دطالبانودورکولوتر ټولو ښه اوموثره لاره همدغه دی چی خلک په خپله پری کړه وکړی چی څوک غواړی په کوموسیموکی چی پښتانه دی هلته بیا طالبانوځایونه نیولی ډیره ښه بهانه یی همداده چی ګنی اسلام په خطر کی دی آیا دااسلام یوازی دپښتنولپاره دی که دانورڅوک هم مسلمانان دی هری پښتنی سیمی ته چی لاړشی په هرکور کی یی یوکس یا دطالبانولخوا دحکومت دپلوی په تور اویاهم دبهرنیانولخوا دطالب په توروژل شوی وی اوهره پښتنه میرمن دخپل عزیز په ویر کی شپی اوورځی تیروی دایوازی داله سای سیمه نده چی پښتون میشتی قومونه دمزدورو کسانو په وړاندی پاڅون کوی بلکه ډیر ژربه تګابی ورونه هم ددغو دروغینوملایانو په ضد راپاڅیږی اونور به دغه تورداغ چی ګواکی پښتون انتحاری دی یاهم پښتون دهغه یاددغه سړی مری پری کړه اویایی هم دینی عالم وواژه اویایی هم ښوونکی یا هم پولیس اویاهم دملی اردو سرتیری موربوره کړه له خپل ځان څخه لیری کړی