تاند- په داسي حال کې چې بهر مېشتي افغانان دا ځل زیاته لېوالتیا ښيي چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د رایې حق ولري، د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي چې د امکاناتو د نشتوالي له کبله له هیواده دباندې افغانانو ته د رای ورکولو اسانتیا نه شي برابرولی.

د ټولټاکنو خپلواک کمیسون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې که په راتلونکو ۲۱ ورځو کې مالي امکانات په لاس ورنه شي د وخت د کموالي له کبله به ورته ګرانه وي چې له هیواده دباندې دېره افغانانو ته داسي امکانات برابر کړي چې د راتلونکي کال د حمل په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د دارلانشا رييس ضیا الحق امرخېل وايي چې د افغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې ته یې په دې اړه خپل ابتدايي پلان وړاندې کړی چې په څه ډول له هیواده بهر مېشتي افغانان په انتخاباتو کې ګډون وکړي، خو تراوسه پوري یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون د دې لپاره چې په ایران او پاکستان کې مېشت افغانان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې ګډون وکړای شي، پنځوس ملیون ډالرو ته اړتیا لري.

امرخېل زیاته کړه، په پاکستان او ایران کې د رای ورکولو په شرایطو برابرو افغانانو ته د رای کارتونو ورکول او تخنیکي چارې باید د ټولټاکنو د خپلواک کمیسون له لوري بشپړې شي.

ده په عین حال کې وویل چې ستونزه یوازې مالي نه ده، د رای ورکوونکو د نومونو ثبتول هم پکار دي څو کډوال په انتخاباتو کې د ګډون امکان ومومي.

په پاکستان او ایران کې څه باندې پنځه ملیونه افغانان اوسي چې رایې یې د انتخاباتو په برخلیک باندې ژور اغېز لرلی شي.

2 thoughts on “په انتخاباتو کې د افغان کډوالو د ګډون لپاره د ټاکنو کمیسون ۵۰ ملیون ډالرو ته اړتیا لري”
  1. چه له هیواده دباندې پنځه میلیون بیچاره افغانانو ته د رای ورکولو اسانتیا برابری شی، نوپکارده چه دټاکنو کمیسون ته پنځه میلونه ډالره پیداشی، مګر بدبختانه چه نړیوالو تراوسه هم کمک نه دی کړی.

    دحل ډیره ساده اوانصافی لاره : حکومت باید دځینو والی صاحبانو، وزیرصاحبانو اودولسی جرګی دځینوغړو دشتمنیو څخه فقط خپل قانونی اومالی تکس واخلی، انشآالله دټاکنو دکمیسون داړتیاو څخه به سل چنده زیاتی قانونی پیسی خپلی کړی.
    مثلا په ولسی جرګه کی یوورور خپله دارایی ۳۶۵ میلون ډالره وښودله، نوکه ددغی ورور ددغی شتمنی او دارایی څخه حکومت ۱۴ فیصده مالیه یا ټکس واخلی نو ۵۱ میلون ډالره به دخکومت په بودجه کی ولویږی، همداسی دنورو ورونو مالیه هم حسابیږی.
    یاداښت: که څوک د۱۲۵۰۰ افغانیو څخه زیات معاش ولری نودهغه دمعاش څخه ۱۲ فیصده مالیه اخستل کیږی، همداسی دپیسو اودمعاش په زیاتوالی سره مالیه هم لوړیږی، همداسی دکورونو مالیه هم ۲۰٪ ده.

    دخدای په امان فکر په وکړی بل چاته سوال مکوی.

    عبدالله کابلی

  2. This is agood idea, that all Afghan who areliving out side Afghanistan has to have the right of votin in next presidential election this is the legalright of all Afghan not only Afghans in Pakistan or Iran . Those who live in USA, CANADA, GERMANy , and allover theworld. And the process can be don in the Afghan embassy in every country,
    I am so surprise why all the Afghan living in abroad are quite and not saying anything .

ځواب ورکول عبداله کابلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *