تاند- وروسته له دې چې یوه ویدیو خپره شوه چې د اندونیزیا پولیس له یوه مشکوک غله څخه د اقرار اخیستو لپاره هغه په مار بېروي، پولیسو بخښنه وغوښته.
په ویډیو کې په غلا تورن کس، چې زولنې یې په لاسونو کې دي، له مار څخه د ډار له کبله چیغې وهي او پولیس ورته خاندي.
ګومان کېږي دا سړی د اندونیزیا په پاپوا ښار کې د یوه موبایل په غلا تورن شوی دی.
د پاپوا د پولیسو مشر د ویدیو له خپرېدو وروسته ویلي چې دا خورا غیرمسلکي عمل دی او د پولیسو له شان سره نه ښايي خو ده په عین حال کې ویلي چې د مار زهر ایستل شوي او له انسانانو سره روږدی و.
د پولیسو چارواکو ویلي چې په دې قضیه کې د لاس لرونکو پولیسو خلاف به اقدام وکړي.
د موبایل د کمرو او د ټولنیزو رسنیو د دود کېدو له برکته دا ډول ډېر ناوړه اعمال افشا کېږي.
هر څوک آزاد دی د خپلی عقیدې په اساس خپل نظر بیان کی مهمه نده چي نورو ته د منلو وړ دی که نه
د مار او لړم په خلقت کی یو ستر حکمت او عبرت نغښتی دی
مار او لړم وېروونکی مخلوقات دی
د رښتینی اسلامی تعلیماتو په اساس هر هغه څوک چي د فطرت او عقل او وجدان او بشری قوانینو خلاف کړنی تر سره کړی نو تر مرګ وروسته به د مار او لړم تر لمنی لاندی روحاً یا جسماً د سختی بېری او ځورونی سره مخ شی بناً په ګټه به مو وی چي د هغو درو کړنو څخه پرهېز وکو کوم چي د مار او لړم د اشتها د تحرک سبب ګرځی
الحاد
د بل انسان وژنه
د بل انسان غولوَنه