تاند- په ترکیه کې د یو شمېر افغان کډوالو د احتجاج اوومه اوونۍ پوره شوه. دوی غوښتنه لري چې غوښتنلیکونه دې یې په عادلانه او مناسب ډول وڅېړل شي.

حو تنه احتجاج کوونکي کډوال وايي چې د دې لپاره یې خولې ګنډلي دي چې د اعتراض ږغ یې واورېدل شي او چارواکي د دوی د قضیې په وړاندې بې تفاوتي پای ته ورسوي.

شپږ تنو خولې ګنډلي، نه خواړه حوري او نه اوبه څښي
شپږ تنو خولې ګنډلي، نه خواړه حوري او نه اوبه څښي

د ترکیې د حریت ورځپاڼې د راپور له مخې شاوخوا ۱۰۰ تنه افغان کډوالو، چې نیمايي یې ښځې او ماشومان دي، په انقره کې د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ د دفتر مخته کمپ درولی، او د پولیسو له خبرداریو سره سره له کمپه نه وځي.

شاوخوا شپږ تنو کډوالو له یوې اوونۍ راهیسي لوږتړ کړی، دوی خپلې خولې ګنډلي او اوبه هم نه څښي.

یوه افغان اعتراض کوونکي فرزاد شفیعي وویل، ملګروملتو د دوی پر غوښتنلیکونو کار په دې نوم بس کړی چې درېمګړی هیواد نه غواړي چې افغان کډوال ومني.

ده همداراز وویل:«دوی (ملګروملتو) حتي ویلي چې که موږ له لوږې مړه هم شو، هیڅ به ونه کړي او دا یې هم راته ویلي چې که موږ د نه خوړولو احتجاج ته دوام ورکړو بیا خو بالکل هیڅ اقدام نه کوي.»

شفیعي حریت ورځپاڼې ته ویلي :«موږ د ملګروملتو مامورینو ته وویل چې که نن شپه له کمپه ووځو او احتجاج بس کړو نو ایا تاسو به زموږ پر غوښتنلیکونو غور پیل کړئ او کنه؟ هغوی ځواب را نه کړ.»

ویل کېږي چې ملګروملتو افغان کډوالو ته دا هم ویلي چې هیڅ هیواد نه غواړي چې نور افغان کډوال ومني، دوی د افغانانو په ځای د نورو هیوادونو مهاجرو ته لومړیتوب ورکوي.

د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ یوه مامور په انقره کې احتجاج کوونکو افغانانو ته ویلي چې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسي افغانان مهاجرت کوي، نور افغانان زیات اړ نه ښکاري د دوی پر ځای سوریه وال د پناه زیات مستحق ګڼل کېږي.

0 thoughts on “په انقره کې د افغان کډوالو د احتجاج ۷ اوونۍ پوره شوې”
  1. دغه افغانان چه خپلی خولی یی ګنډلی دی اوخپل تحصن ته یی ادامه ورکړی ده ولی خپل وطن ته نه راځی دغو دبهر تږو افغانو هم خپل اوهم دوخپل وطن نوم په نړیواله سطحه باندی وشرماوو زه دیوافغان په صفت دملګروملتونو دکډوالو له کمشنری څخه داغوښتنه لرم چه دغه افغانان هرڅومره ژر چه کیدای شی باید خپل وطن ته راولیږی ددوی لپاره اوس په افغانستان کی هیڅ قسم تهدید شتون نه لری اودکار زمینه هم څه ناڅه مساعده ده نور مونږ افغانان نه غواړو چه دڅو عیاشو افغانانو په خاطر چه دخپلی خوشګوزرانی په خاطر یی هم خپل پت اوعزت ترپښولاندی کړی ده اوهم یی دخپل وطن نوم په ملی اونړیواله سطحه بدنام کړه ده نورهم زمونږ ګران وطن بدنام شی

ځواب ورکول انجینیر فیض احد فیضی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *