تاند – د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر، منظورپښتین، وایي، په انګور اډه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو د غورځنګ په پلویانو ډزې کړي، او یو کس یې شهید کړی دی.
ښاغلي پښتین په خپل ټوېټر لیکلي چې په پېښه کې ګڼ شمېر نور کسان ټپیان شوي دي.
انګوراډه په جنوبي وزیرستان کې د ډیورنډ په پوله پرته سیمه ده چې له پکتیکا ولایت سره نښتې ده.
د فرانسې خبري اژانس د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي، چې په پېښه کې د ملا نذیر د ډلې وسله والو د غورځنګ په پلویانو ډزې کړي دي. چارواکو ویلي، چې په پېښه کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ ۲ غړي وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.
د یکشنبې په ورځ /د جون ۳مه/، د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د ملا نذیر د ډلې اورپکو چې ویل کیږي د عین الله په مشرۍ د پاکستاني امنیتي چارواکو په مرسته فعالیت کوي د پښتون ژغورنې د غورځنګ په غړو ډزې وکړې چې څو کسان یې شهیدان او ګڼ نور ټپیان کړل. (په دې هکله د تاند راپور)
نن په کابل کې یو شمېر فعالانو په واڼه کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ په غړو د وسله والو برید وغانده او له غورځنګ څخه یې ملاتړ اعلان کړ.
تر دې مخکې، د پاکستان پوځ او امنیتي ادارو ویلي وو چې په قبایلي سیمو کې یې ټول وسله وال له منځه وړي دي، خو اوس وایي چې د ملا نذیر له خوا، په ۲۰۰۷ کې، جوړه شوې ډله اوس هم فعاله ده، په داسې حال کې چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړي وایي چې د خپلو مدني حقونو د ترلاسه کولو لپاره راپاڅېدلي دي.
پنجاب د پښتون ژغورنې له غورځنګ نه دومره ډار او ویره لري لکه ګيدړ چې له زمري نه لري.
دوي فکر کوي چې د خپلو ځنځیري سپیو په واسطه به پښتانه له خپلو روا حقوقو له غوښتنو نه منعه کړی ، مګر دا خوب او خیال دی.
که د الله ج رضا وه ، نور پنجابیان نشي کولای ، هوښیار او زړور قومونه تر خپلې ناولې استعماري ولکې لاندې وساتي. د پښتنو د خپلواکۍ لمر راختونکی دی.
د پاکستان خلک وایی د دی هیواد ډیر غښتلی اوردو دی ولی اوس یی تاسو وینی چی د منظور پشتین له خولی ویره لری وار خو له پښتنو شوو پښتنو که په اتفاق وی والله که مو ټوله نړی مات کړی اوس پکار داده چی لر اوبر پښتانه باید اول دا د ړستونی ماران یعنی د آی ایس آی مزدوران طالبان یاصلحی ته کښینوی او یا یی هم له منڅه یووسی
WE HOPE FROM ALL PASHTOON WRITERS AND JOURNALISTS TO WRITE
SUBJECTS FOR THE SUPPORT OF PTM (pashtoon tahafuz movement).
THIS IS TIME FOR PASHTOONS TO BECOME UNITED AND FIGHT
FOR PASHTOON RIGHTS.
THANK YOU