له هغه وخته چې امان الله خان د عصري افغانستان بنسټ کېښود او په هېواد کې یې د عصري او صنعتي علومو لپاره کار شروع کړ او نورې نړۍ ته یې د افغانستان هویت د یوه آزاد او مستقل هېواد په حیث ور وپيژاند، نورو هېوادونو خاصتا اروپایی هېوادونو ددوي هویت ته په درنه سترګه وکتل او ویې غوښتل چې له داسې یوه هیواد سره چې په بیلا بیلو محورونو کې یې د دوستۍ ګټې نغښتې وې دوستي او ملګري ولري او دا دوستي هغه وخت چې شاه امان الله خان اروپا ته سفر وکړ نورې هم پیاوړې شوې، خو ددې ترڅنګ یې خپل غلیمان هم په ځان راويښ کړل او د دوي سترګې یې د ځان په لور را واړولې او هغوي هم په دې خاره کې د خپل نفوذ درلودل له اهمیته ډک وبلل، چې په لمړیو کې د انګریز د پام وړ، بیا د روسانو او بیا په دې ورستیو لسیزو کې د امریکا د پام وړ هېوادونو له جملې شمیرل کېږي. دا چې دا کومې مهمې ګټې وې اویا دي چې د نړۍ د غلیمانو پام یې دې خاورې ته راړولی هغه بل ځانګړی بحث دی.

له تاریخي پلوه په هېواد ډېرې دورې تکرار شوي او د تکرار لامل یې د همدې خاورې د یوه قوي حکومت او یا رهبر نه درلودلو و، او دا تر یوڅه حده طبیعي ښکاري ځکه چې زموږ هېواد تل د مغرضو هېوادونو د فعالیت ځای پاتې شوی او په هېواد کې یې د هېواد ویښ او بیداره ځوانانو او مشرانو ته دا مجال په لاس نه دی ورکړي چې ملت سره ټول او د غلیم له ټاړاکه ځان په امن کې وساتي او کله چې داسې څوک میدان ته راوتلي دښمنو هغه په ډېر ښه مهارت سره د ځان او یا د مقابلې ډلې مرستې ته محتاج کړی، او دا هم ناشونې وه چې د ولس په ټیټ اقتصادي حالت کې دې د خپلو ویښو ځوانانو او مشرانو ملا په خپل مالي لګښت ور وتړلې وای.

اوس غواړم د هېواد د اوسني حال�� د یوڅه روښانتیا لپاره د لوستونکو پام تېرې دریو لسیزو ته چې زموږ د اوسنيو سیاستوالو د پخیدو مرحله ده را واړوم او نن وکولای شو د ننیو ټاکنو په درشل کې د خپل هېواد د ريښتني زعامت لپاره وړ کس وپېژنو او له پښو لویدلي ولس ته یې د نن او سبا لپاره مشعل کړو.

په هېواد کې د ثور د انقلاب نه وروسته چې روسیې په خپله علني مداخلي سره هېواد ته دیننه شوه نو امریکا له مخکې د روزلیو شویو ګوډاګیانو او هم د ولس د خلاصون په موخه د هېواد ویښو ځوانانو او مشرانو په ګډون دوی د روسیې مقابلې ته وهڅول او دوی سره یې خپلې مالي مرستې پیل کړې، چې دا مرستې په لمړیو کې د اسلامي هېوادونو د ملاټر تر نامه لاندې ورکول کېدې او بیا وروسته علني شوې او روسان په دې وپوهېدل چې امریکا ورسره په مخامخ جګړه کې ښکیل ده نو یې خپل پلان بدل کړ او افغانستان یې یوازې د یوه دوست هېواد په ډول پرېښود او د ډاکټر نجیب د حکومت ملاټر یې کولو.

رحمان بابا وايي: هر سړی تر خپل مقصده پورې یار دی — ما د خدای لپاره یار لیدلی نه دی
دا خبره ټولو ته واضح ده، موږ ټولو دا تجربه کړې چې د خدای لپاره یاران ډېر کم دی خو په سیاست کې بیا دا قطعي ده چې د خدای لپاره هیڅ یار نشته، هرڅوک خپلې ګټې او موخې ته ګوري. افغان انګریز دوستي، افغان شوروي، افغان پاک او بلاخره افغان امریکا دوستي یوه هم د خدای لپاره نه ده شوې او نه به په راتلونکې کې وشي. په نړۍ کې داسې ډېرې دوستۍ شته چې د ولسونو ترمنځ شوي خو هرولس د خپلو اړتیاوو د بسیاینې لپاره کړي او کوي یې، خو دا دوستې او مرستې هغه وخت ځای نیسي او د یوه ولس په ګټه تمامیدای شي چې د ولس مشران هوښیار وي او هغه مرسته په ځای وکاروي. په دې ټول پوهېږي چې یوویشتمه پېړۍ د امریکا د ولس پیړۍ ده او هغه توانیدلې چې په سیاست کې خپل ټول رقیبان په ګونډو کړي او له نظامي پلوه هم د نړۍ یو ځواکمن قدرت شوروي په افغانستان کې په ډېره ټیټه بیه په ګونډو کړ.

امریکا زموږ له ولس څخه ناخبره نه وه، هغه وخت چې شهید سردار محمد داود خان هېواد له څلویښتو کلونو دمې څخه وروسته په خوځښت راوست او ولس ته یې په هره برخه کې د خوځښت امکانات برابر کړل نو د دې خوځښت مخه ډپ کېدل دښمنانو ته اړینه وه او باید دوی د آسیا په سینه کې هغه زړه چې د ټولې آسیا سیاست بدلونکی دی په یوه داسې مرض اخته کړی وای چې ترڅو ددوي ګټې په سیمه کې خوندي پاتې شي.
زموږ ولس هم د نورو ولسونو غوندې د فکر او بدلون ککرۍ لري او درلودې چې هیلې یې د دوی په فکر د خپل هېواد له نورو هیوادونو سره سیالول وو، چې زموږ انقلابونه ټول د همدې تفکر زيږنده دي. د دوي مفکورې او د بدلون هڅې د درنښت وړ وې خو ستونزه دا وه چې زموږ د مفکرو تکیه په ولس نه بلکې په بهرنیانو شوې چې دا خپله د دښمن په لومه کې د کېوتلو لامل ګرځېدلې. زموږ د مجاهدینو رهبران مخکې له دې چې د ثور د انقلاب په واړاندې غږ پورته کړي د سردار داود خان له نظام سره یې فکري توافق نه درلوده او له نظام نه وتلي وو چې بیا ورسته د ثور انقلاب دوی ته د ولس د غچ اخیستو لپاره یوه بهانه شوه، او د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره یې د امریکا د پردې تر شا مرستې اخیستې او بیا وروسته یې ورته دا دلیل راوړه چې دا مهمه نده چې موږ ته کافر مرسته راکوي او که مسلمان، خو دا مهمه ده چې موږ خپل ولس او اسلام ته خدمت وکړو.
لکه څنګه چې مې مخکې یادونه وکړه چې له کوره وتل حتمي د دښمن په لومه کې کیوتل دي نو زموږ مجاهدین له هغې ورځې د امریکا په لومه کې کيوتلي او تر هغې یې ملاتړ وکړ چې ددوي هره ډله یې ولس ته په خیانت تورنه کړه او د اولس باور یې ورباندې له منځه یوړ، ولس ته یې دا وښوده چې ددوی جهاد یوازې د قدرت د ترلاسه کولو لپاره وو او بیا یې د ولس د لا کمزوري کولو لپاره د طالبانو پروژه چې د مجاهدینو د اکمال په دوران کې د هغه طرحه جوړه کړې وه د مجاهدینو د قدرت ته له رسیدو دوه کاله وروسته عملي شروع کړه. د کابل جګړه د امریکا د پلان یوه برخه وه او همدا یې غوښتل او په دې پوهیده چې نتیجه یې څه ده او بدیل یې هم ورته درلوده چې طالبان او د طالبانو پروژه وه چې تر ننه یې د خپلې اوسنۍ پروژې سره موازي روانه کړې.
د طالبانو پروژه د امریکا وروستۍ پروژه نه وه چې په همدې سره امریکا خپلې موخې ته رسیدلې وای، د سپټمبر یولسمه هم هغه پيښه وه چې وروسته څېړنو وښوده چې هغه هم د امریکا په افغانستان کې د پلان یوه برخه وه چې دې ته یې زمینه برابره کړه چې په عملي ډول افغانستان ته راشي او دلته حضور پیدا کړي، د پلان دا برخه  هم د نورو برخو په شان د مجاهدینو او د کرزي له ټیمه له مرستې ممکنه نه وه او په راتلونکې کې به هم باید یو افغاني ټیم موجود وي ترڅو د امریکا ګټې په هیواد او سیمه کې خوندي وساتي.

موږ اوس د ټاکنو په درشل کې یو او مجبور یو چې یا له ټاکنو سره بې طرفي وښیو او یا باید له دوی نه یوه ته رایه ورکړو. اوس پوښتنه داده چې امریکا په دې دېرش کلنه لوبه کې چې دومره لوبېدلې او دلته یې د امریکا د  ولس پانګه لګولې او د دایمي اډو غوښتنه کوي بیا هم دلته بې طرفه پاتې شي او د ولسمشری په ټاکنو کې دې د کوم کوم د خوښې نوماند ونه لری؟
ټول کېدای شي دې پوښتنې ته یو ډول ځواب ونه لرو خو عامه ځواب دا دی چې په هیڅ صورت سره دا ټاکنې بې تاثیره نه دي او نه هم امکان لري چې امریکا دې د خپلې خوښې نوماند ونه لري او د مخالف د مخالفت لپاره دې تبلیغات او پر ضد یې معلومات خپاره نکړي.

د اکثرو څېړنو پر بنسټ کرزی چې تیرو لسو کلونو کې یې امریکا ته ښه کار وکړ او په هیڅ ډول یې افغان ولس ته هغه موخې چې د ولس د ژوند لمړنۍ اړتیاوې بلل کېږي پوره نکړې او نه یې هم د افغانستان د حکومت لپاره کوم بنسټیز کار وکړ ولې ددې تر څنګ یې ټول هغه مشترکات او هغه باورونه له منځه وړي چې د امریکا په غیرحاضری کې د قومونو تر منځ دې د تکر مانع شي او یوځل بیا د کورنۍ جګړې د اور مخه ونیسي. وروستیو څېړنو دا هم په ډاګه کړې چې امریکا د کرزي سره په سلا پلان شوي نوماندان وړاندې کړي، چې هر یو یې په خپل وار د امریکا ګټو ته ژمن او له هغوی سره د دایمي اډو د تړون پلوي دي، د دوي په منځ کې دری مطرح نوماندان دي او هر یو یې هڅه کوي چې ځان بریالی وښایی او ولس هم ناچاره ددوي په منځ کې د یوه په ګټه رایه ورکړي، او د پاتې نورو نوماندانو د بریالیتوب چانس ډېر کم لیدل کېږي، او کېدای شي دا هغه کسان هم وي چې په ټاکنو کې د درغلیو په صورت کې هم دوي چوپ پاتې شی.

نو اوس د امریکا د سلا وړ کاندید څوک دی؟ زلمي رسول، غني او که عبدالله ؟
ډاکټر زلمی رسول د تېرې دورې فعال غړی، د کرزي وزیر او مشاور او په ډاګیزه ډول د حکومت ټول امکانات یي په واک کې ورکړل شوي، په ولایتي ملاتړ غونډو کې یې له والي نیولې د کلي تر ملکانو پورې د منصب د خوندیتوب او پیسو په زور ملاتړ کېږي، همدا د امریکا ټاکلی ولسمشر دی؟ ځواب نه، ځکه ولس داسې چاته رایه نه ورکوي چې هغه دې د بدلون پلان له ځان سره ونه لري او وغواړي چې د کرزي دا اوسنۍ دوره یوازې د نوم په بدلولو اوږده کړي.

ډاکټر اشرف غني احمدزی د تیرې دورې فعال غړی، د کرزي وزیر او یو علمي مشاور و، او د حکومت د بنسټیزو ناپلي شویو پلانونو طراح او مسول وو او د ده علمي درجه او پوهه ولس په ځان راټولوي، او اوس یې د امریکا د طرحه شوي پلان سره په ولس کې خپل محبوبیت ترلاسه کړی؟ ځواب هو او ولسمشری ته به رسیږي.

ډاکټر عبدالله عبدالله د امریکا د راتګ مرستندوی، د کرزي د لومړۍ دوری وزیر او نن د کابل د جګړې مسول او قومي او ژبني ستونزو پالونکې او په داسې نورو تورونو تورن؟  ځواب نه، هیڅکله هم ولسمشری ته نشي رسیدلای، لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه چې د افغان خاورې هیڅ داسې مشر نشته چې دښمن دې هغه لکه د شهید داود خان غوندې نه وي شهید کړی اویا یی د امریکا غیږې ته پناه نه وي وړي او یا د هغه لپاره نه وي لوبېدلي. مسعود هم هغه کس وو چې خپلې موخې ته د رسیدو په خاطر یې له امریکا پیسې اخیستې او هم یې وقفه یي د اوربندونو په وخت له روسانو پیسې ترلاسه کولې، هغه هم هغه فتوا کاروله چې له کافرڅخه هم مرسته اخیستل جواز لري تر څو مجاهدین خپلې موخې ته ورسوي او د اوربندونو لپاره یې د رسول الله ص اوربندونه د عربو له بیلابیلو قبیلې سره د جواز په توګه درلودل. هغه هڅه کوله چې د نورو رهبرانو غوندې تل یوازې یوه لاس ته محتاج پاتې نشي او وکولای شي د امریکا مرستو ته یو بل بدیل هم ولري چې دې کار سره یې خپل امتیاز نظر نورو ته لوړا وه. د هغه دې کار دی امریکا ته د نورو جهادي مشرانو په پرتله یو بې باوره مشر جوړ کړی و، او په همدې خاطر یې د ده د قدرت ته د رسیدو ملاټر هم ونکړ او په عوض کې یې حکمتیار ته پر کابل د ویشتو لپاره توغندي ورکول، تر څو ملت هغه حالت ته راولي چې په مجاهدینو بې باوره شي او نوره له هغوی کرکه وکړي، دا چې د امریکا پلان یو اوږد او پراخه پلان و چې موږ یې د څو برخو ترننه شاهدان یو، نو یې حکمتیار هم قدرت ته ونه رسولو حال دا چې هغه د ارګ په څو متری کې جنګیده و او بیا وروسته هغه ټولو مجاهدینو چې امریکا ورنه لاس واخیست د مسعود په تغر کینول او له هغه سره د طالبانو تر نسکوریدو پورې یوځای ول. اوس عبدالله د مسعود د ټولو کارونو مسول دی او ددې لپاره چې کله ولس په هغه باور پیدا نکړي نو یې پرې د ډول ډول تورنو زمینه ورته برابره کړې، چې له کورنیو تهمتونو نیولې تر قوم پالنې پورې یې په ټولو رنګین کړی. نو په راتلونکې کې کېدای شي عبدالله د مسعود غوندې یو یاغي مشر په څیرد نورو منابعو په پیدا کولو سره د امریکا ګټې په سیمه کې وننګوي.

د کرزي حکومت په لوی لاس غواړي زلمی رسول د حکومت د مرستې په وجه بدنام کړي او ولس ته وښایی چې دا زما کاندید دی، په داسې حال کې چې ولس د کرزي له دورو هیڅ ښه خاطره نه لري نو ولس له دې کسه تیریږي او د ټاکلو لپاره به یوازې غني پاتې کېږي او په دې ډول غواړي د غني د ټاکنې مسولیت په پوره ډول په ولس واچوي چې دا ستاسو خپل انتخاب دی او تاسو ورته رایه ورکړې کنه کرزي خو د زلمي رسول د بریالیتوب لپاره ډېره هڅه وکړه ولې هغه ستاسو رایه وه چې غني بریالی شو او په دې ډول به ولس د امریکا د زړه ټاکنه په خپله خوښه کوي او ولس به د یوې لسیزې لپاره د کرزي دورې ته ورته د یوه نسبي متحوله دورې تجربه کوي.

بهیر هلال

———————————–

د لیکوالو نظر خامخا د تاند د دریځ ښکارندويي نه کوي

One thought on “په اوسنیو ولسمشریزو ټاکنو کې امریکا څنګه رول لوبوي؟ – بهیر”
  1. تا هم هسي غول باد كري دي چي ستا فرمولا ته وكتل شي په افغانستان كي هيس افغان نشته بس تول امريكايان دي
    كه هرسو صفتونه د زلمي رسول راته وكري
    راباندي قبول به يي نكري
    زكه چي نه پختون دي او نه افغان

ځواب ورکول مأچوگل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *