تاند- د فرانسې ۲۴ نړیوال تلویزیون په ایران کې د افغانانو د ځورولو او توهینولو ویدیو خپره کړه، ویې ویل چې په دې ویدیو کې ایراني پولیس یو شمېر افغانانو ته سپکاوی اړوي.

فرانس ۲۴ نړیوال تلویزیون وايي چې دا بوږنوونکې او وحشتناکه ویدیو دا حقیقت ثابتوي چې په ایران کې له افغانانو سره پر له پسې او منظم تبعیض کېږي.

ایراني چارواکي د دین په نوم حکومت کوي او ځان ته د اسلامي نړۍ د مشرۍ حق ورکوي.

فرانس ۲۴ تلویزیون وايي، په دې ویدیو کې یو ایرانی پولیس، چې په کامره کې یې څېره نه ښکاري د دې ترڅنګ چې یو شمېر افغانان شاقه حرکاتو ته مجبوروي هغوی ته په فارسي ژبه وايي چې تاسي سخوندران یاست.

د بشري حقونو د څار ډله وايي چې په ایران کې د پولیسو له لوري په ځانګړي ډول د مهاجرو په کمپونو کې د افغانانو ځورول، ربړول او سپکول عامه چاره ده. دا موسسه وايي چې د ایرانیانو له لوري یې د افغانانو د وهلو او سپکولو بې شمېره راپورونه ترلاسه کړي دي.

د بشري حقونو د څار ډله همداراز وايي چې په ایران کې تر ټولو زیات اعدامېدونکي کسان افغانان دي. په اعدام شویو افغانانو کې پنځلس کلن ماشومان هم شامل دي.

5 thoughts on “د فرانسې تلویزیون د ایرانیانو له لوري د افغانانو د سپکولو او ځورولو ویدیو خپره کړه”
  1. خیر دوی دی اوس کوی وخت به یی راشی که می ایرانی ښځی وینځی رانه وستلی او دایران دسپاه پاسداران پوستکی می له وښو ډک نکړل نو نوم می بدلوم او دا په اسلام کی کوم ناروا کار نده ځکه الله پاک په قرآن کی وایی چی کومه بد معامله تا سره چا وکړه نو دهغی بالمثله معامله به ورسره کوی والنفس بالنفس و العین بالعین انشا الله وخت را نژدی ده الله پاک به د مظلومانو انتقام پداسی شکل تری واخلی چی دوی به یی فکر هم نه کوی ځکه الله پاک عزیز ذوانتقام ذات ده

  2. دتاند دخبرو نئ اداري خخه هيله مند يم.
    جه دا ويدو دايران حلقه به كوش ايران يأنو هر يوه .
    ١اقاي محقق.
    ٢-عطا محمد نور
    ٣-مجيب الرحمن
    ٤-أمرالله صالح..
    اوددوي دنورو تربيه شوو ايران طلبه أجيرا نو ته وشوده شي او بند خني وأخلي هيخ مو دلاسه نه كيزي صرف دافغانانو تاريخ ته يو سبكاوي دي خوك جه يو ملت ته سبكاوي كوى هغه خداي ذليلة كوي او شرموي.

  3. لعنت بر ايران و ايران پرستان. أغاي چور والي بلخ از همينها دفاع ميكنند؟ محقق همينها را برادر بزرگ ميگويند؟ اگر اين برادر بزرگ باشد، لعنت بر اين برادر بزرگ و لعنت به هر افغاني كه ايران را برادر خطاب ميكند.

  4. دا ویدیو د محقق لپاره د ایرانی ظالمانو له خوا یوه تحفه ده چی خپل کشرورور ته یی وړاندی کړی ده. محقق خو شرم نه لری او په دی کارو سره به نوری پيسی هم ورکړی او په هغو به نوی کادیلاکونه واخلی او تکیه خانی جوړی کړی .

ځواب ورکول hameed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *