تاند- د ایټالیا خبري اژانس انسا (ANSA) راپور ورکړ چې نن /جمعه/ د دغه هیواد په کولوګن (Cologne Carnival) جشن کې یوه افغان پر یوې ښځې جنسي تېری وکړ.

دا په وروستیو کې په اروپا کې پر ښځو د افغانانو له لوري د جنسي تېري څویمه پېښه ده. دا ډول پېښې له یوې خوا په نړۍ کې د افغانانو نوم بدوي او له بلې خوا په اروپايي هیوادونو کې د افغان پناه غوښتونکو د منل کېدو شرایط سختوي.

د ایټالیا انسا خبري اژانس د بیلد انلاین خپرونې له قوله وايي چې یو افغان مهاجر، چې عمر یې ۱۷ کاله ښودل شوی، پر یوې ۲۲ کلنې ښځې د جنسي تجاوز په تور نیول شوی دی.

راپور زیاتوي، افغان مهاجر لومړی ښځه دومره سخته وهلې چې هغه بې سده شوې، او بیا یې پرې جنسي تېری کړی دی.

د چارو ځینی افغان کتونکي وايي چې باید افغانانو ته د رسنیو له لارې معلومات ورکړای شي چې په اروپا کې د جنسي تېري سزا خورا سخته ده. حتي پر یوې ښځې لفظي تېری هم سخته سزا لرلی شي.

د حقوقي چارو ماهر حبیب نور سروري، چې په جرمني کې اوسي، وايي چې افغانان دا ډول حرکتونه د دې لپاره کوي چې په خپله ټولنه کې ورته داسي تبلیغ شوی چې ګواکي په اروپا کې په جنسي مسایلو کې بشپړه ازادي ده.

تر دې مخکې تېره اوونۍ اتریش وویل، هغه افغان پناه غوښتونکی له خپلې خاورې باسي چې پر یوې ۷۲ کلنې ښځې یې جنسي تېری کړی دی.

دا پېښه د ۲۰۱۵ کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه وشوه او سیمه ییزو رسنیو اعلان کړه خو هماغه وخت پولیسو دا قضیه د حساسیت له کبله پټه وساتله.

د تېري کوونکي افغان عمر ۱۸ کاله ښودل شوی دی.

6 thoughts on “په ایټالیا کې یو افغان پر یوې ښځې د جنسي تېري په تور ونیول شو”
  1. Afghans are ignorant of the fact that a woman in western countries have twice the right then any man in the world. Afghans don’t know what is consential and non consential sex ( coitice ). So a any woman can easily blame them, especially if we are ignorant of the law. Yesterday an Afghan man was assaulted and battery by a woman in Canada when he tried to call the police, she threaten him that she will allege rape. The poor Afghan man backed off. Unfortunately only cameras can proof innocence. Pls translate my comment.

  2. د کونډې د زوم په فلم کي اسلم نومی کس شادګل ته دکابل دغه ډول خبري کوي چی هلته کیسه دغه ډول ده چی اوښځې له جنسي تیرې څخه بد نه وړي نو ځکه شادګل کابل په خوب ویني، زموږ دنن ورځې ځوانان هم په دی هیله تښتي چی په اروپاکي به یئ په پراخ لاس خواهشات پوره شي، له الله څخه خو نه ویریږي، شرم هم نه لري، نو یواځي له اروپاڅخه شړل یئ علاج دی. الله دی دوی وشرموي لکه دوی چی دافغانانو نوم سپک کړ.

  3. د کونډې د زوی په فلم کي اسلم نومی کس شادګل ته دکابل دغه ډول خبري کوي چی هلته کیسه دغه ډول ده چی ښځې له جنسي تیرې څخه بد نه وړي نو ځکه شادګل کابل په خوب ویني، زموږ دنن ورځې ځوانان هم په دی هیله تښتي چی په اروپاکي به یئ په پراخ لاس خواهشات پوره شي، له الله څخه خو نه ویریږي، شرم هم نه لري، نو یواځي له اروپاڅخه شړل یئ علاج دی. الله دی دوی وشرموي لکه دوی چی دافغانانو نوم سپک کړ.

  4. افغان ليکوالان باید خپله ايماني وجيبه سرته ورسوي اوپه رسنيو کې ځوانان پوه کړي چې په لویديز کې انساني کرامت څومره ارزش لري اوپه خواکې ځينې شيان چې د شرق اوغرب تر منځ فرهنګي توپير ېې بولوپه نظر کې ونیسو

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *