تاند- نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هلمند په باغران ولسوالۍ کې، چې له ډېرو مودو راهیسي د دې ډلې په کنټرول کې ده، د خلکو د ژوند او د طالبانو د نوي یمې لسیزې د قوانینو د اجرا کېدو په اړه راپور خپور کړی دی.
په دې راپور کې ویل شوي، طالبانو، چې د (۱۹۹۴-۲۰۰۱) کلونو ترمنځ د خپلې واکمنۍ په موده کې د نجونو د ښوونځیو د بندولو په خاطر زیات بدنامه دي، په وروستیو کې په یوه نړیواله غونډه کې د افغان ښځو له استازو سره خبرو ته تیاري وښوده.
نیویارک ټایمز لیکي، د هلمند باغران یوه بېلګه ده چې که طالبان بیا واک ته ورسېدل نو له خلکو سره به څه ډول چلند کوي.
طالبان پر باغران ولسوالۍ واکمن دي او هلته کټ مټ هماغسي کارونه کوي چې په نوي یمه لسیزه کې یې پر کابل د واک پر مهال کول.
په دې ولسوالۍ کې که نارینه ږیره وخريې اویا لونګۍ پر سر نه کړي، بندي کېږي او پر نجونو هم ټول ښوونځي بند دي.
نیویارک ټایمز د باغران ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي عصمت الله باغراني په قول لیکلي:«په باغران کې طالبان هغسي طالبان نه دي چې په نورو سیمو کې جنګېږي، دلته دوی حکومت کوي.»
دی باغران د طالبانو یو کوچنی اسلامي امارت بولي او وايي:«کله چې له باغرانه بلې سیمې ته ځم، فکر کوم چې بلې نړۍ ته تللی یم.»
ورځپاڼه وايي چې په باغران کې خلک اجازه نه لري چې موبایل ټېلفون ولري. که چا ته د تېلفون اړتیا پیدا شي باید له عمومي ټېلفونه کار واخلي.
نیویارک ټایمز د باغران ولسوالۍ له یو شمېر نورو اوسېدونکو سره هم مرکې کړي او د هغوی له خولې یې کښلي چې باغران یوازینۍ ولسوالي ده چې په بشپړ ډول د طالبانو په کنټرول کې ده.
د دې ولسوالۍ یوه دوکاندار عمر خان ویلي، خلک مجبوره دي چې د طالبانو قوانین ومني او هغسي ژوند وکړي چې دا ډله یې غواړي.
ده زیاته کړه:«سړي مجبوره دي چې د طالبانو په خوښه برابر کالي واغوندي، ږیرې پرېږدي او پټکی وتړي.»
په دې ولسوالۍ کې پر موسیقي او د شپې له لوري پر مېلمستیا، غونډې یا د دوستانو کره پر تګ هم بندیز دی.
په دې ولسوالۍ کې ښځې یوازې هغه وخت له کوره د وتلو حق لري چې ناروغې شي او ډاکتر ته اړتیا ولري. هغه هم باید محرم ولري.
د باغران اوسېدونکي د ډاکترانو له نشتوالي شکایت کوي، د ښځینه ډاکترې خو درک نشته حتي نارینه ډاکتر هم نه موندل کېږي.
هلکان هم په ځای د دې چې ښوونځي ته لاړ شي، له پلرونو سره د کوکنارو په کروندو کې کار کوي او وايي چې له دې حالته سخت بېزاره دي.
دهغه ځای لپاره دجنرال دوستم یو عملیات پکاردی, چه داتول حیوانات په یوه غوجل کی ټینګ وتړی.
وروره دا فارياب دي ځاي ته باغران وائي
دلته سوو برتانوي عسکر مړي سوي دي دي ځاي ته رسيدولو لاره تاته معلومه ده
دسنګين څخه څوک بي کتاره نسي راتللاي خير دي و باغران ته وي
دا وحشیان د خدای ج په خپل قهر او غضب ګرفتاره کړی. دوی خپله په اسلامی او شریعی حکمونو نه پوهیږی. د علم زده کړه په نر اوښځی دواړو فرض دی. ښځه مور ده ، ښځه خور ده او ښځه لور ده. که د چا خور ، مور اویا لور ناروغه شی او هلته ښځینه داکتره نه وی نو مجبوره به وی چی نارینه ډاکتر ته ورشی.
د ږیری په خرییلو سړی نه کافر کیږی که داسی وای نو د سعودی شاهان او ټول اتباع به اوس کافران ول، د دوی سیاسی مشران لکه ضیاالباطل ، نوازشریف، راحل شریف زرداری او مرداری ټول ږیری خریی یو یی هم کافر نه شو .
اوس د نړۍ ډیر کم خلک لونګی او پټکی په سرکوی . په کعبه شریفه کی خلک سرتور سر لمونځ کوی او خدای تعالی یی قبلوی اما طالبان هغه کارونه کوی چی د دوی خوښيږی. د افغانستان اسلامی دولت زعیم او نور مشران باید د باغران خلک له دی وحشیانو نه خلاص کړی.