وسلې

تاند- د ملي اردو ځواکونو په بامیان ولایت کې د وسله والو طالبانو د وسلو یوه لویه زېرمه کشف کړه چې اکثره وسلې یې له ایران څخه دې ولایت ته راوړل شوي.

سیمه ییزو چارواکو وویل چې په دغو وسلو کې راز راز چاودېدونکي مواد او د پخواني شوروي اتحاد د وخت او دغه راز ایرانۍ وسلې او ماینونه هم شامل دي.

د بامیان والي محمد طاهر ظهیر نن /یکشنبه/ خبریالانو ته وویل، دا وسلې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست او ملي اردو د ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې وموندل شوې.

په نیول شویو وسلو کې، چې نندارې ته اېښودل شوي، ۳۹ ماینونه، ۳۱ راکټونه، د کلاشینکوف ۲ کارتنه مرمۍ او ۲۵ آر پي جي -۷ راکټونه شامل دي.

ګومان کېږي چې یو شمېر وسلې تازه دې زېرمې ته لېږل شوي وي.

ویل کېږي چې ایران په وروستیو کې د طالبانو تسلیحاتي ملاتړ زیات کړی دی.

ایراني چارواکو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

3 thoughts on “په بامیان کې د وسلو لویه زېرمه وموندل شوه”
  1. فکر کوم چى هزاراګانو دهوخت څخه داوسلى ځاى پرځاىسودى ايران ده هزاره ګانو سره ده دطالبانودهجګړى په وخت کى ورکړى اوهزاره ګانوده يوى بلى جګړى لپاره ساتلىدى ودنه ئ غوښتل چى دولت ته ئ وسپارى

  2. دا خو پرځای پریږده په پنشیر، تخار، پروان او بلخ ولایتونو کې ډیر ستر ستر وسلتونونه موجود دي چې تازه له روسیې نه راوړل شوي دي او ددې لپاره چې تاجکان مسلح کړي او کله هم چې وغواړي دمرکزي حکومت او طالبانو پرخلاف ترینه واخلي دا یو ډیر ستر مصیبت دی باید حکومت پدې اړه جدي اقدامات وکړي کنه یوه ورځ به داسې راشي چې مرکزي حکومت به را ړنګ کړي.همدغه راز دپولیسو او ملي قوماندانان او افسران هم دتعقیب لاندې ونیول شي دوی دولتي وسلې خرڅوي او بیا مرکز ته راپور ورکوي چې پولیس یا عسکر ووژل شو او وسله یې طالبانو یوړه دا یو ستر تجارتي کاروبار جوړ شویدی.

  3. دغه له هزاريگانو سره دايراني مجوسيانو دهغو كمكونو يوه برخه ده كله چه به علاوالدين بروجردي سهار او ماشام په باميانو كي هزاريگانو

    ته ٹرينينگ وركو لوي او بغير له كومي ويري ئي هلته شپي او ورزي سبا كولي

ځواب ورکول هارون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *