تاند- د پاکستاني طالبانو یوې ډلې، لشکر اسلام، چې په ننګرهار کې پر عامو خلکو زور زیاتی کوي، د خیبر ایجنسۍ په باړې کې افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې سمدستي له باړې څخه ووځي.

د راپورونو له مخې له باړې څخه د افغان کډوالو په لسګونو کورنۍ، چې ویل کېږي، په خټه شینواري دي، مجبوره شوي چې نورو سیمو ته ولېږدي.

د لشکر اسلام سخت دریځې ډلې په باړه کې د ننګرهار ولایت د نازیانو اوسېدونکو ته ویلي چې له دې سیمې ووځي او که ونه وتل نو حمله به پرې وکړي.

راپورونه وايي چې په باړه کې د افغانستان د نورو سیمو اوسېدونکې هم مېشت دي خو هغو ته خبرداری نه دی ورکړای شوی.

دا خبرداری وروسته له دې ورکړای شوی چې د ننګرهار په نازیانو ولسوالۍ کې افغان طالبان د لشکر اسلام مقابل ته ودرېدل. له تېرو څو ورځو راهیسي په نازیانو کې افغان طالبانو او د منګل باغ په مشرۍ لشکر اسلام یو بل ته مورچې نیولي او هره شېبه د دواړو خواوو ترمنځ د پراخې جګړې احتمال لیدل کېږي.

د نازیانو اکثره اوسېدونکي د جګړې د پېښېدو له وېرې دښتو او ډاګونو ته لېږدېدلي دي.

د باړې اوسېدونکي وايي چې په دې نه پوهېږي چې لشکر اسلام ولي د نازیانو اوسېدونکو ته ویلي چې له سیمې ووځي خو د لشکر اسلام ځیني غړي وايي چې شینواري د دغه تنظیم مخالف دي.

4 thoughts on “په باړه کې مېشتو افغانانو ته د یوې سخت دریځې ډلې خبرداری”
  1. Da ham islam ta de khizmat kawalo aw de khuday po lar ke de jihad kawalo yaw fasal aw saparkay da kana!!?

    Taso po sharmo washarmegay, talibano! hech spak aw benanga kar le taso paty nasho….

  2. سلامونه
    زه خو پوه نشوم په د درامي ؟ دا ولي دولت او خلك لاس نه يو كوي د انگريز د نامشروع اولاد په مقابل كي ايا دوي دومره زورور دي چ په داخل د ننگرهار كه هم خلك له كورو باسي او ظلم زياتي ورسره كوي ؟؟؟؟ او كه د پردي تر شا نوره قيصه روانه ده كوكنار د طالبو مليشو زاي پر زاي كول او يا بهانه افغان مهاجر له پشتونخوا نه ايستل او داسي نور شوم پروگرامونه؟؟؟؟ لطفاً كه كيداشي په باب يي سوك لژ معلومات سرگند كي
    مننه

  3. I am also from Nazian but people say Laskarislam working for Afghan government but its not true thi is IsI mission to pool Afghan government and its good that all afghan must be pull out of Pakistan to ensure the security and stability but Afghan government must do some thing aginst this there for Nazian is the key district of Ningrahar and nearby provinces if afghan government stop Laskarislam or any others beacuse Ningrahar already in bad security situation and it will make more worst.

  4. دافغانستان د دفاعي جارو مسولينو ته احترامانه بشهاد كوم ديو بياوري سابقه دار جنرال به توكه. زه حاضر يم ديوي قطعي به راس كي دي باكستا نيا نو ته دعبرت درس ور كرم دوطن دباره دسر قرباني زمونز ملي وجيبه ده مونز دهمدي ورخي دباره روزل شوي يو د دشمن ،بيا دبا كستاني داخيليدل أفغانستان ته مونز ته عار دي نه غوارم جه دبرستني لأندي مرك قبول كرم أوكوم امتياز هم نه غوارم دا زمونز تاريخي رسالت دي.
    ستاسي د قوماندي او هدايت به انتظار

    جنرال. حبيب الله. ( جلالزوي) (

  5. که د افغانستان دفاع وزارت اود سرحدنو ساتلو د کورنۍ چارو وزارت اړوند مسول مقامات همدا اوس د خاورې دښمنان ونه ځپي دابه داسې معنا ولري لکه کرزي صيب به ویل چې پاکستان او ايران زمونږ دوست هیوادونه دي اود دښمنانو لخوا د نـنګرهار بربادولو باندې د دوی خوښه ده که نه دوه هليکوپترې ېې چاره کولای شي

ځواب ورکول تور جان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *