د ا خبره ښایی ټول راسره ومنئ چې زموږ په ټولنه کې خلک خپل صحت ته ډیره توجه نه کوي ، د دې چارې یو علت په صحي چارو کې د خلکو کمه پوهه ده حتي لوستي کسان مو په ډیرو معمولي مسلو نه وي خبر ، دغه کمه پوهه ددې سبب هم کیږي چې ځینې کسان کله چې په خپل بدن کې غیر عادي نښې او علایم وګوري هیڅ اهمیت نه ورکوي، خو ځینې بیا په ډیرو کمو نښو او ستونزو دومره اندیښمن شي چې لاره ترې ورک شي ، زما یادیږي مورکۍ به مې چې لږ ناروغه شوه نو ویل به ېې چې دا سرطان ناروغي نه وي چې موږ به هر څه ډاډ ورکاوه چې دا د سرطان نښې نه دي نه ېې منله او ځینې وخت به ېې ویل چې ممکن زما وینه خرابه شوي وي ځکه ژر ژر ناروغه کیږم دغسې ډیری کسان شته چې کله په خپل بدن کې غیر عادي نښې وګوري نو فکر کوي چې په ډیرو سختو ناروغیو اخته شوي دي خو حقیقت دا دی ډیری نښې او علایم له دې سره سره چې بیروونکې وي خو هیڅکله خطرناکې نه دي او کومه ستونزه نه پيدا کوي نن به لږ په دغسې علایمو او نښو خبرې وکړم چې ستونزه نه پيدا کوي خو سړی ویروي.

په دغو نښو کې یوه د لاسونو ریږدیدا ده ، ځینې کسان چې کله ګیلاس وچتوي او یا پطنوس لیږدي یا ېې کوم پاڼه پورته نیولي وي لاسونه ېې ریږدي که تاسو بله کومه ستونزه نه لرئ او یوازې د یو شي د پورته نیولوو په وخت د مثال په توګه د کاچوغې د نیولو،د ګیلاس د نیولو او نورو ورځنیو کارونو په وخت مو لاسونه ریږدي دا هیڅ ستونزه نه ده خو هغه کسان چې په استراحت کې ېې هم لاسونه ریږدي ممکن په پارکینسون ناروغۍ اخته شوي وي، په دغه حالت کې په غږ کې یو ډول لړزه او د سر ریږدیدا هم پیدا کیږي، د پارکینسون لړزه د ادرنالین په ترشح سره زیاتیږي یعنې کله چې سړی عصبي شي نو ممکن لړزه ورسره زیاته شي، له دې پرته د لاسونه ریږدیدا هیڅ ستونزه نه پيدا کوي.

په هر صورت که دغه لړزه کمه او د استراحت په وخت نه وي نود انديښنې کومه خبره نه شته خو که ورسره نورې نښې د مثال په توګه کاوړ یا عصبانیت لرئ او په استراحت کې مو هم لاسونه ریږدي نو ډاکټر ته ورشئ او علت ېې پيدا کړئ.

ځینې کسان به مولیدلي وي چې کله پورته کیږي او یا بل حرکت کوي نو مفصلونه ېې غږونه کوي دغه د ترق ترق غږونه ممکن د لاسونو ، زنګنو ، ملا او ولیو له مفصلونو اوچت شي، ښايي تاسو وډار کړي ، خو دا هیڅ کومه ستونزه نه ده یوازې د ګازونو له امله پيدا کیږي، خو که دغه غږونه له التهاب او پړسوب سره وي او یا درد ولري نو ممکن د مفصلونو په التهاب اخته شوي یاست بیا نو ډاکټر ته ورشئ،

ځینې کسان چې لږ مڼده ووهي د پښو نوکان ېې تور شي ، دا ډیر د ناسمو بوټانو له امله وي بله کومه ستونزه نه شته خو که تر نوکانو لاندې مو وینه ټوله شي او ورسره درد هم موجود وي نو بیا ډاکټر ته ورشئ خو په هیڅ ډول خطرناکه ستونزه نه ده.

په هر صورت د دې ستونزې د اواري لپاره سم بوټان واخلئ ستونزه به مو ورکه شي ډاکټران وايی کله چې بوټان اخلئ نو مازدیګر مهال ېې اخلئ ځکه چې پښه مازدیګر مهال په خپل وروستي سایز او یا اندازه کې وي او په دې ډول سم بوټان اخیستلی شئ.

کله چې سړی سخت فزیکي کار کوي ، یا هم ورزش کوي نود بدن ځینې عضلات غورځي یا لړزه پيدا کوي دا د اندیښنې خبره نه ده په دغو حرکاتو سره عضلات سره غږمله کیږي هره عضله نه شي کولی په یو وخت انقباض وکړي نو ځینې مخکې او ځینې وروسته انقباض کوي او دغه لړزه ورسره پيدا کیږي کله چې سړی منظم او پرله پسې سپورټ وکړې دغه لړزه ورسره ورکیږي.

دغه راز ځینې کسان د سترګو له رپيدا په عذاب وي دغه حالت د کم خوبۍ، سترس او ستړیا له امله وي هیڅ ورته اندیښنه مه کوئ.

ډاکټران دغه حالت ته میوکیما وايی او ممکن د ډیرې قهوې له څښلو وروسته ، زیات کار او کمپیوټرته له ډیرو کتلو وروسته هم ممکن پیدا شي هغه کسان چې د سترګو عضلې ېې ستونزه لري او یا عینکو ته اړتیا لري هم ممکن د سترګو رپيدا ولري .

خو که وروسره نورې نښې لرئ د مثال په توګه که مو ورسره د مخ یو لوري هم رپيږي او یا سوی کوي او یا بې حسه وي نو حتماً ډاکټر ته ورشئ.

د ځینو کسان په پوستکې د زخې په شان اضافي غوښه پیدا کیږي چې طبابت کې ېې اکرو کورډن بلل کیږي دغه اضافي غوښه معمولاً په لیمو، مخ ، او ورمیږي کې پیدا کیږي که دغسې زخه لرئ چې غټیږي نه او خپل رنګ هم نه بدلوي نو د اندیښنې کومه خبره نه شته . خو که دغه زخه ناببره پراخه شوه او یا ېې رنګ بدل شو حتماً ډاکټر ته ورشئ.

کله ناکله د سترګو په سپین کې یو ډول سور ټکی پيدا کیږي چې وړوکی وي او بله هیڅ ډول نښه ورسره نه وي دغه حالت د اندیښنې خبره نه ده کله چې سړی سترګه موښې ، یا د شپې مهال مخ په بالښت موښي، دغه راز ځینې درمل هم دغه ستونزه پيدا کوي په هر حال که بله نښه نه لرئ او د وینې فشار مو لوړ نه وي هیڅ تشویش مه کوئ.

په اوړي کې ډیر ځله پوزه وینې کیږي، ډیری کسان چې کله وینه وګوري نو وارخطا شي د پوزې وینې کیدل غالباً کومه ستونزه نه پيښوي په پوزه کې ډیر نري د وینې رګونه شته دي چې په اسانه وینې کیداي شي، تودوخه او وچه هوا پر دغو رګنو اغیز کوي او ممکن رګونه ارت شي او وینه وکړي.

خو که دغه وینه ډیره وي او یا تر اونۍ زیاد دوام وکړي نو ډاکټر ته ورشئ.

کله ناکله چې منډې وهئ ممکن په تشو کې د درد احساس وکړئ دا کومه جدی ستونزه نه ده دغه درد د ډیافرګم یا حجاب حاجز« د نس دننه پرده» د سپزم له امله وي او دغه سپزم هغه وخت پیدا کیږي چې په نس کې دغې پردې ته کافي وینه ونه رسیږي.

دغه لیسټ ډیر اوږد دی نور به په بلې لیکنه کې درسره شریک کړم.

ډاکټر سباوون

 

4 thoughts on “په بدن کې هغه نښې چې خطرناکه نه دي/ ډاکټر سباوون”
  1. داکتر صاحب مننه د معلوماتو نه یو سوال زما لاسونه د دیر وخته نه ریژدی خو کله جی قهر یا خوشاله شم دوه برابره ریزدی کوم مخصص داکتر ته لارشم مثلا داعصابو که د زړه

  2. ښاغلی ډاکتر سباوون زه ستاسی مشوری ته تر اوس سترګی په لاز یم امید دی جی زما سوال ته جواب ووایی

  3. !جناب ډاکټر صاحب سلامونه مې ومنئ
    مېرمنې ته مې یوه ناروغي پېښه شوي چې
    Guilain Bare Syndrome
    ورته وایي درې میاشتې وشوې خو تر اوسه پورې ګرځېدلای نشی

    ، لطفاْ که په دې باره کې معلومات وړاندې کړئ. مننه

  4. ډاکترصاحب
    تاسی ته الله پاک خیراو برکت ورکړي. تاسو تل لوستونکو ته مو ډیرې ښې مشوری او معلومات ورکړی دي.

ځواب ورکول Javed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *