پیغام

نن موږ ډیر بختور یو چې د خپل هېواد افغانستان په سیاست کې برخه لرو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشرۍ د ټاکنو په دویم پړاو کې د خپل نوماند ټیم ، د ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم په ملاتړ غونډه کې فعاله ونډه اخلو . هغه ټیم چې موږ تري ملاتړ پیل کړی د کارپوهانو او اعتدال ټیم دی . که چيري د پخوا په څیر تقلب ونه شي په ډاډ ویلی شو چې د تحول او تداوم ټیم وړونکی دی . زموږ د نوماند ټیم په وړاندي سیالي کوونکی ټیم د خپل ترکیب له مخې افغانانو ته نیکمرغې نه شي راوړلی ، ځکه چې د هغې د پیژندل شوي څیرو د نامه سره یو لړ منفې پدیدي لکه د فساد خورول ، زور زیاتی کول ، پوچه خوله ښورول ، دولتي مقامونه خپل مال ګڼل ، په قام او ژبه تجارت کول ، د ملي یووالي ماتول او نور تړلي دي . تحول او تداوم نه یوازي په دي لحاظ خلک ډاډه کړل چې افغانان به له بهرنۍ لاسوهني وژغوري ، اوږدمهاله نیستۍ ته به د پاي ټکی کیږدي او په سیاست ـ اقتصاد او فرهنګ کې به توازن او اړینه وده راولي ، بلکه د لسیزو سیاسي انقطاب له منځه تللو ته یي په تدریجې توګه  زمینه برابره کړه اوپه غالب ګمان وروسته له دي به په دولت کې ددولتي سیاسي اپوزیسیون غیر سیاسي او سرکاري چلندشتون ونه لري . موږ په برتانیا کې یو شمیر استوګن افغانان د تحول او تداوم د ټیم ټاکنیز کمپاین ته په ځیر ډول ګورو ، د ټاکنود لمړيړاو په پرتله د کمپاین او کمپینرانو ، نظارت کوونکو او د اغیز لرونکو خلکو څخه د استفادي شیوه مخ په ښه کیدو ده . اما د نننۍ غونډي د ګډون کوونکو وړاندیز دادی چې د کمپاین منجمنټ ته باید لا زیاته توجه وشي او زیاتي  اغیز لرونکي زمیني لا نوري هم په کار واچول شي چې د بي نطمیو ګراف صفر ته راټیټ شي . موږ له تاسو سره وعده کوو چې په برتانیا کې به هر افغان هڅوو چې د جوزا د میاشتې تر ۲۴ مې پوري د اړیکو ټینګولو د وسایلو له لاري ، د خپلو کورنیو غړي ، خپلوان ، انډیوالان او نور وطنوال په خوځښت راولي چې د تحول او تداوم ټیم ته لمړی : رایه را غونډه کړي . دویم : د خلکو د هري رایي څخه سم نظارت وکړي . دریم : د امکان تر پولي  مالي مرستي وکړي چې د کمپینرانو او نظارت کوونکو په لیږدولو او تمویل کولو کې اسانتیاوي پیداشي . څلورم : د رسنیو له لاري د تحول او تداوم د ټیم ټاکنیز توکې ، تجربې او برترئ د هېوادوالودخبرتیا او لا ویښتیا له پاره وړاندي،معرفې او تبلیغ کړي . زموږ په ملاتړ ډاډ ولرئ .

موږ  د لمړي پړاو د ټاکنو څخه په تجربه اخستنې وړاندیز کوو چې د حامد کرزي اوسنۍ اداره د بي طرفۍ په پلمه یو ځلي بیا تقلب کوونکو ته داموقه  ورنه کړي چې د خلکو رایي د هغوي د ارادي خلاف د فرصت طلبو په ګټه وکارول شي . د ټاکنو د خپلواک او د ټاکنو د شکایاتو د کمیسینونو څخه هیله  کوو چې خپلي دندي د هغه باور سره سمي سرته ورسوي  چې پر دوي شوی . همدارنګه د هېواد په عدلي او قضایي سیستم غږ کوو چې د ټاکنیزو تخلفاتو په وړاندي غوڅ چلند وکړي او د دویم وار ټاکنو د روڼوالي او مشروعیت د معیارونو ساتلو او لوړولو ته کلکه پاملرنه وکړي . په هېوادوالو غږ کوو چې د خپلي رایي کارولو او خوندي کولو ته خورا توجه وکړي .

په پاي کې د نننۍ غونډي ګډون کوونکې ویاړي چې د تحول او تداوم د ټیم یاني د افغاني ټولني د هر اړخیزي ودي د تامینونکي ټیم سره ملګرتیا کوي . موږ ټول ستاسو په وجود کې د راتلونکي سرلوړي او د احتیاجه څخه خلاص افغانستان د راولاړیدو عملي امکان ګورو .  عقیده څرګندوو چې ستاسو سره په انډیوالۍ کې د هېواد د خلکو ارمانونه رژیږي .

د ډاکټر اشرف غني احمدزي د نوماند ټیم ( تحول او تداوم ) ټیم د غوڅ بري په هیله !

په برتانیا کې د یو شمیر افغانانو او د هغوي د ټولنو له خوا

0 thoughts on “په بریتانیا کې د افغانانو د ټولنو پیغام”
  1. بشتوكي يو متل دي :
    خنكه د امام هغسي دما
    زه دا بيغام تأيد وم اوخبل كلك ملا تر د اشرف غني خخه أعلا نوم
    به درناوي
    بريد جنرال حبيب الله جلالزوي دها لند خخه

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *