تاند- په بریتانیا کې یوه اسلامي مرکز ویلي چې د دغه هیواد مسلمانان باید د روژې په میاشت کې د روژې ساعتونه لږ کړي.

د کیلیوم د اسلامي بنسټ (فونډېشن) د اسلامي علومو څېړونکي ډاکتر اسامه حسن ویلي چې سږ کال په بریتانیا کې روژه ۱۹ ساعته ده.

د اروپا په یو شمېر شمالي هیوادونو لکه ناروې کې تر دې هم اوږده ده. تېر کال د ناروې ځینو دیني عالمانو فتوا ورکړه چې مسلمانان دې له سعودي عربستان سره په یو وخت روژه پیل او ماته کړي.

ډاکتر اسامه حسن وايي چې نولس ساعته روژه ممکن ځیني کسانو ته ستونزې پېښې کړي. د ده په وینا په داسي یو حالت کې د روژې په ساعتونو کې بدلون راوستل د درک وړ ده.

خو ګڼو نورو بریتانیايي مسلمانانو د ډاکتر حسن له نظر سره مخالفت کړی دی. د دوی په وینا روژه د هر هیواد د اذان د ساعتونو پر اساس نیول کېږي او ماتېږي.

خو د ډاکتر حسن په شمول د دیني چارو یو شمېر متخصصان وايي چې که د روژې په ساعتونو کې تغییر رانه وړل شي ممکن ډېر خلک له سره روژه ونه نیسي او ورو ورو د روژې خوړل ورته په عادي چارې بدل شي.

تاسو د کومې ډلې نظر تاییدوئ؟

9 thoughts on “د بریتانیا یوه اسلامي مرکز د روژې د ساعتونو د کمېدو غوښتنه وکړه”
  1. د روژې نیول او یا نه نیول دا د ملا کار او دنده نه ده، بلکې په دې اړه باید د غذايي موادو متخصص ډاکټر پریکړه وکړي.

  2. الله تعالی په خپل مبارک کلام کی وایی چی لایکلف نفسا الی وسعها
    وَإِن كُنتُمْ عَلَىٰ سَفَرٍ وَلَمْ تَجِدُوا كَاتِبًا فَرِهَانٌ مَّقْبُوضَةٌ ۖ فَإِنْ أَمِنَ بَعْضُكُم بَعْضًا فَلْيُؤَدِّ الَّذِي اؤْتُمِنَ أَمَانَتَهُ وَلْيَتَّقِ اللَّهَ رَبَّهُ ۗ وَلَا تَكْتُمُوا الشَّهَادَةَ ۚ وَمَن يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُ آثِمٌ قَلْبُهُ ۗ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ (283) لِّلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ وَإِن تُبْدُوا مَا فِي أَنفُسِكُمْ أَوْ تُخْفُوهُ يُحَاسِبْكُم بِهِ اللَّهُ ۖ فَيَغْفِرُ لِمَن يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَن يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (284) آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ ۚ كُلٌّ آمَنَ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّن رُّسُلِهِ ۚ وَقَالُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا ۖ غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ (285) لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا ۚ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ ۗ رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا ۚ رَبَّنَا وَلَا تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِنَا ۚ رَبَّنَا وَلَا تُحَمِّلْنَا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهِ ۖ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا ۚ أَنتَ مَوْلَانَا فَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ (286)

  3. ګرانو مسلمانو وروڼو او مسلمانو خویندو

    السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

    په بریطانیا کې د یوې اسلامي ادارې د مشر ښاغلي ډاکټر اسامه حسن او د ده د نورو ملګرو د سږ کال روژي لنډولو وړاندیز ته هک پک شوم، چې په یاد هېواد کې د اټکل له مخې به سږ کال د روژې دوام به تر ۱۹ ساعتونو پورې وغځېږي.
    دا وړاندیز د دوی له وینا سره سم دې لپاره دی چې ښاغلي حسن او دهغه ملګرو وېره ښکاره کړې ده، که همداسې اوږده ساعتونه روژه را لنډه نشي، په بریطانیا/ انګلستان کې ښایې زیات کسان د روژې له نیولو مخ واړوي.
    له هرڅه مخکې د لوی او حکیم الله تعالی په مهربانۍ سره ددې شان بې ځایه او بې مفهومه وړاندیز په وړاندې په خپله بریطانیا کې د مسلمانانو غوڅ اکثریت غبرګون منفي وو او د ښاغلي اسامه حسن وړاندیز یې په کلکه او غوڅو الفاظو رد کړ.
    زه په د اسلام په سپېڅلي دین کې تل ددې پلوي یم چې هرڅه دې په خلاص مټ وړاندې شي او وروسته دې ورته په اسلامي شریعت کې د دلایلو او بشپړو ثبوتونو سره یوځای مفضل او قناعت ورکوونکی ځواب وویل شي.
    که څه هم زه خپل ځان ددې جوګه او وړ نه بولم چې ښاغلي ډاکټر اسامه حسن ته ځوابي لیک واستوم خو بیاهم د الله تعالی په مرسته غواړم دغه شان وړاندیز ته یوازې د الله تعالی دوه مبارک آیتونه وړاندې کړم او قضاوت بیاهم ګرانو لوستونو تاسو ته پریږدم:

    1. ياأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ )١٨٣ دبقرې سورت
    ژباړه: ای هغه کسانو چې تاسې ایمان رواړي پر تاسو باندې روژه فرض کرځولی شوې ده، داسې لکه چې ستاسو څخه په پخوانیو کسانو فرض شوې وه، ددې لپاره چې تاسې تقوا وکړئ.
    په پورتني مبارک آیت کې په ډاګه الله تعالی په مسلمانانو باندې روژه فرض کړې ده. کله چې روژه فرض شوه نو باید روژه وپېژندل شي.
    د روژې تعریف:
    روژه په لغت کې ځان ساتنې ته وایې او په فقهي اصطلاح کې له هر راز خورک، څښاک او جنسي یوځای کېدنې څخه ځان ساتنې ته وایې چې له ریښتينې سهار (صبح صادق) څخه پیلېږي او تر ماښامه دوام مومي.

    2. (… فَالآنَ بَاشِرُوهُنَّ وَابْتَغُوا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَكُمْ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ثُمَّ أَتِمُّوا الصِّيَامَ إِلَى اللَّيْلِ… ) ۱۸۷ دبقرې سورت
    ژباړه: …نو اوس تاسې – له خپلو میرمنو- سره یوځای شئ او هغه څه له الله تعالی وغواړئ چې تاسو ته یې لیکلي دي او وخورئ او وڅښئ ترهغه پورې چې تاسې ته سپین تار ( ریښتینی سهار) له تور تار(شپې) څخه را ښکاره شي، دسهار له پلوه، بیا تر شپې پورې خپله روژه پوره کړئ…

    پایله:
    ګرانو مسلمانو لوستونکو!
    پدې دواړو پورتنیو مبارکو آیتونو کې داسې کوم لفظ نشته چې هغه دې د روژې دمبارکې میاشتې اوږدوالی په ساعتونو پورې وتړي، بلکې په واضح ډول ویل شوي دي چې له سهاره تر ماښامه به روژه نیسئ. اوس دا له سهاره ترماښامه وخت که ۸ ساعته وي هم سم دی او که تر ۲۰ ساعتونو پورې اوږد هم شي بیا هم په عربي او نورو ژبو کې هماغه له ريښتیني سهاره تر ماښامه روژه ده.
    که یو څوک داسې فکر ووایې چې ناروغان او کمزوري کسان په ټولنه کې شته، هغوی هم باید په پام کې ونیول شي، ددې وینا په ځواب کې باید ووایو چې د هغوی لپاره الله تعالی خپل حالت بیان کړی دی او د هغوی خاص او ځانګړی حالت او هغوي ځېنې آسانتیاوې شته چې د ټولو لپاره ندي اود نورو ټولو مسلمانانو لپاره په ټولنه کې قانون او عام نشي ګرځول کېدای. هر هغه څوک چې نه غواړي روژه ونیسي، هغوی دغه شان خبرو او بهانو ته ښه ملا تړلې وي او ښه په بلاغت او فصاحت یې د عامو خلکو او عادي مسلمانانو په وړاندې بیانوي.
    په پورتنۍ موضوع باندې الله تعالی شاهد دي، چې نور ډېرزیات دلایل هم شته خو ددې له وېرې چې په مسلمانو وروڼو او مسلمانو خویندو به موضوع اوږده شي، هغو ته مو مخه ونکړه.
    په لنډه باید ووایو چې هېڅوک په ټوله نړۍ کې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له مبارکې زمانې بیا تر ننه پورې د دې صلاحیت او شرعي مقام نلري چې د روژې د نیولو او یا ماتولو په ټاکل شویو وختونو کې ځان یا بل کوم چا ته تغییر او بدلون راولي.
    والله اعلم بالصواب
    یا الله ته مو هغه څه ته مخه واړوه چې ستا خوښ وي او ته په پای کې زمونږ څخه پرې رضا او خوشحاله شې.

  4. په شرعه کې څلور لارې دي:
    قران، سنت (حدیث)، د امت اجماع، او قیاس. په دې برخه کې که خبره په قران او حدیث نه وي حل شوې بیا د امت (لویو علماوو) اجماع یا ګډ نظر ستونزه حلوي.

  5. د اسلامی احکامو له مخی که يو چا ته روژه نيول د يوه پوه او مسلکي ډاکټر تر لار ښووني وروسته ضرر رسوي نو هغه کولاى سي چي د عذر درلودلو له امله د اوږدو ورځو روژه وخوري او بيا يې په لنډو ورځو کي قضايي راوړي.
    اسلامي شريعت د دې ستونزي حل خپله له ځانه سره لري، ضرورت نسته چي يو څوک د ورځي ساعتونه ورته را کم کړي، ځکه چي روژه په حقيقت کي له سپېدو را ختلو څخه بيا تر لمر لوېدلو پوري له خوراک، چښاک او جماع څخه ځان بندولو ته ويل کيږي، که چيري دغومره وخت په بر کي ونه نيسي نو بيا هغه خُلې بندولو ته روژه نه ويل کيږي. والسلام

  6. دین د الله تعالی دی اوله ځان نه شارع جوړول صحیح کار ندی سبا به څوک درته وایی چی دا دسهار لمونځ والله ډیر سخت دی او ته به راپورته کیژی او دهغه وخت به ورته بدلوی . داچی یوڅوک 16ساعته روژه نیولی شی حتما 19 ساعته یی هم نیولی شی. دامنم چی په دی کی سختی نشته اما دا خو فقط یو امتحان باور وکړی هر څوک چی په صداقت قصد وکړی یو زره به هم پکی په عذاب او تکلیف نشی مصباح الدین .

  7. Salamoonah;
    Hz.Muhhammed (S.A.s.) pakhpila & Sahabaoo kiramo 3 myasty(Rejeb;Sha`ban aw MobarekRamazan) roje niwaly hamda raaz spetzly Jahad yi kawi che hatta Tieygy ba yi la mla tarrily aw sirf pa 1 khurma ya 1e lapa obo ba yi iftaar akwo!. Maqsed che niyet sam vi aw taakkul per KHODAY ta`ala vi , hamhagha loy Zat insan ta tevfiq verkawi. Ve ma tevfiqy illa biALLAH, aleyh-e tevakkaltu ve ilehe unieb!. Aamieyn.

ځواب ورکول مصباح الدین ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *