تاند- هندي رسنۍ وايي، ۷ تنه هندیان، چې د افغانستان په بغلان ولایت کې یې د انرژۍ په یوه کمپنۍ کې کار کاوه، پرون /یکشنبه/ د وسله والو طالبانو له لوري تښتول شوي دي.

د بغلان والي عبدالحی نعمتي رسنیو ته ویلي، که څه هم تراوسه پورې کومې ډلې د دغو هندیانو د تښتولو ادعا نه ده کړې خو د دوی معلومات ښيي چې دا کار طالبانو کړی دی.

نعمتي وايي، حکومت د سپینږیرو او مشرانو له لارې له طالبانو سره تماس نیولی دی.

په همدې حال کې قومي مشرانو ویلي چې طالبانو دا کسان په دې شک یرغمل کړي چې د حکومت کسان دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی راویش کومار په افغانستان کې د هندي اتباعو تښتول کېدا تایید کړه، ویې ویل«موږ په بغلان ولایت کې د خپلو اتباعو له برمته کېدو خبر یوو. له افغان چارواکو سره په تماس کې یوو او د نورو معلوماتو په انتظار کې یوو.»

د بغلان د ولایتي ادارې د چارواکو په وینا دا ۷ تنه هندیان، چې په KEC کې اي سي کمپنۍ کې یې کار کاوه، د یکشنبې په ورځ د بغلان ولایت د باغ شمال په سیمه کې په داسې حال کې د وسله والو کسانو له لوري وتښتول شول چې هغوی دې سیمې ته د برښنا د یوه سب سټېشن د فعالولو لپاره روان ول.

د بغلان والي وايي چې طالبانو دا کسان ډنډ شهاب الدین سیمې ته بېولي دي.

دا په تېرو ۴ کلونو کې درېم ځل دی چې په افغانستان کې هندي اتباع تښتول کېږي.

هند په افغانستان کې پوځي حضور نه لري خو د افغانستان پر بیارغونه او انکشافي چارو یې شاوخوا ۴ ملیارد ډالره لګولي دي.

One thought on “په بغلان ولایت کې ۷ هندیان تښتول شوي”

ځواب ورکول صا لح محمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *