د بلجیم په انتورپن ښار کې دافغان کلتوري ټولنې لخوا د افغانانو په جامع جومات کې د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد (ص) د سیرت مبارک په اړه غونډه تر سره شوه.

غونډه د جنوري په یولسمه (11) نېټه د یکشنبې په ورځ د مازیګر په پنځه بجو د قاري سرور له خوا د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پېل شوه چې د دریځ چارې یې قاري حسین احمد یوسفزي تر سره کولې.

قاري حفیظ الله د محمد مصطفی (ص) په ژوند، اخلاقو او ټولنیزو اړیکو په اړه پوره او هر اړخیزه خبرې وکړې ورپسی قاري بصیر احمد د ستر سرور د نسب د غوره والي، غوره صفاتو او معجزاتو په اړه خپل برابر شوي مالومات وړاندی کړل.

حاجی محد اشرف کاکړ د ستر پیشوا روحانی او بشرې ژوند ته پوره کتنه وکړه، ډاګروال نور الحق نور دمبارک پیغمبر صلی الله علیه وسلم د پیدایښت څخه تر حجت الوداع او وفات پوری پوره مالومات وړاندی کړل او بیا امان الله صافي د سرور کاینات صلی الله علیه وسلم دکورنۍ ، اولادي او  په غزاګانو د مبارک د ګډوڼ په اړه خپله برابره شوی وینا وړندای کړه.

د غوڼدې په اوږدو کې یو شمېر نورو ګډونوالو او ځوانانو هر یو عثمان نور، فیصل خان، سیداغا، محمد عالم عاظیمي او شکراالله په خپل وار سره خپل نعتونه او ویناوي د غونډې برخه والو ته وړاندی کړې.

برخه والو په خپلو ویناوو کې د اسلام سترپیغمبر مهربانه، صبر کوونکی، مینه ناک، امین، حکیم ، کومک کونکی او ستر شخصیت وباله.

د افغان کلتوري ټولنې په استازیتوب حاجي شرین صافي په خپل وینا کې له ټولو راغلو برخه والو څخه د راتګ او ډېرې حوصیلې مننه وکړه.

وروستۍ برخه د ماښامنۍ ډوډۍ لپاره ځانګړې شوې وه چې ټولو راغلو مېلمنو پکې برخه واخیسته چې غونډه د نړۍ او افغانستان مسلمانانو لپاره په ځانګړې دعا سره د شپې په یولسو بجو پای ته ورسیده.

په دغه غونډه کې د بلجیم د انتورپن ښار او شاوخوا سیمو پرته د نورو ښارونوڅخه هم کوچنیانو، ځوانانو او مشرانو په ډېره مېنه برخه اخیستی وه چې یاد به یې تر ډېره په زړونو کې پاتې وي.

                         سهراب سهار

                 افغان کلتوري ټولنه، انتورپن، بلجیم

3 thoughts on “په بلجیم کې د ستر لارښود حضرت محمد (ص) د سیرت مبارک غونډه”
  1. سبحان الله سبحان الله
    که د یوی خوا کفری هیوادونه اسلام د بدنام کولو لپاره کار کوی خو شکر چی په کفری هیوادونو کی زمونږ ځوانان مشران او مسافر بیا د ستر شخصیت لپاره شاندره غونډه نیسی
    په قلم مو برکت ښکلی راپور می لیکلی الله دی وتاسو ټولو ته اجرونه درکړی
    امین

  2. خدای دی تاسی ټولو ته اجرونه او ثوابونه درکړی د لیکنی په لوستلو موی زړه ډیر خوشاله شو په زړه پوری برخه واه ماشاالله څومره ښه
    برخه والو په خپلو ویناوو کې د اسلام سترپیغمبر مهربانه، صبر کوونکی، مینه ناک، امین، حکیم ، کومک کونکی او ستر شخصیت وباله

  3. ډېر قدرمن سهرا ب سهار صیب ،لوی رب دې تاسو ته او ټولو مساپرو ته په دنیا او اخرت کې اجرونه ورکړي ، امین

ځواب ورکول جاوید احمدزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *