تاند- شاوخوا ۳۵۰ افغان پناه غوښتونکو او د هغو ملاتړو د بلجیم په مونس ښار کې د اعتراض په دود کمپ جوړ کړی، له سیمه ییزو چارواکو غواړي د دوی د پناه د اسنادو د منلو لپاره دې له صدراعظم سره د کتنې وخت ورکړای شي.

د مونس ښار چارواکو وروسته له دې چې سلګونه افغانان د ښاروالۍ مخته راغونډ شول، پرېکړه وکړه چې یو بیړنی پلان جوړ کړي.

له سخت باران او شدید باد سره سره مظاهره چیانو د دې لپاره چې له صدراعظم (دي ایلو روپو) سره وویني له بروکسله تر مونس ښاره پوري۷۰ کیلومتره پلی لاریون کړی دی.

صدراعظم په عین حال کې د مونس د ښاروالۍ چوکۍ هم په لاس کې لري.

لاریون والو څو ورځې په لاره او مظاهرو تېرې کړي چې صدراعظم وویني.

کله چې لاریونوال د صدراعظم (دي روپو) دفتر ته ورسېدل، ورته وویل شول چې نوموړی په سفر تللی دی او د دوشنبې تر ورځې پوري به راونه رسېږي.

اوس په سلګونو ستړي ستومانه پناه غوښتونکي، د مونس ښار په مرکزي چوک کې سړې شپې په کمپ کې په انتظار تېروي څو صدراعظم وویني.

د بلجیم د رسنیو د راپور له مخې چارواکو ویلي چې د پخوا خلاف، چې په نوبت به یې د هر پناه غوښتونکي دوسیه کتله، اوس هڅه کوي چې په بیړني ډول د ډېرو پناه غوښتونکو دوسیې په لنډ وخت کې وڅېړي. خو د چارواکو دې پرېکړې د پناه غوښتونکو افغانانو رضایت نه دی ترلاسه کړی.

د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار افغانانو ته ویلي چې ښاغلي دي روپو د مهاجرت ادارې ته امر کړی چې د افغانانو دوسیې دې هم د نورو پناه غوښتونکو په شان په ټاکلي وخت وڅېړل شي خو معترضو افغانانو وویل چې دا خبره دوی ته د منلو نه ده.

 

2 thoughts on “په بلجیم کې سلګونو افغانانو ۷۰ کیلومتره لاریون وکړ”
  1. افغانان هم خپل ځان شرموی اوهم خپل وطن اوخپل قوم زماغوښتنه دبلجیم له حکومت په خاص ډول دبلجیم له صدراعظمه داده چه دغه ټول افغانان څومره ژر چه کیږی خپل وطن ته راولیږی دلته ددوی لپاره هیڅ قسم تهدید نشته اودکارزمینه هم ورته مساعده ده

  2. درنو افغانانو وروره دهرځای خپل قانون او اصول وي تاسو کوم مسلم حق نه لرئ چې په یوه کفري هیواد کې په زور سره پناه واخلئ که پناه نه درکوي خپل هیواد ته راستانه شئ هلته خپل فرمایشات مه ورکوئ.

ځواب ورکول ایمل سمسور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *