تاند- په بلخ ولایت کې یوه نجلۍ چې جنسي تجاوز پرې شوی و او پولیسو ته په شکایت تللې وه، د پولیسو د امر له لوري پرې جنسي تېری وشو.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې یوه سړي، په خپله کوڅه کې ۱۸ کلنه مریم د سږ کال په جولای میاشت کې (شاوخوا ۴ میاشتې پخوا) د توپک په زور له کوره وایستله او خپل کور ته یې بېوله.

مریم رویټرز خبري اژانس ته وویل«د دغه وسله وال سړي کور په هماغه کوڅه کې و چې زه پکې اوسېدم. کله چې یې کور ته ننه ایستم وسله وال او یوه بل سړي راباندې جنسي تېری وکړ.»

دې همداراز وویل:«کله چې د شکایت لپاره د پولیسو ماموریت ته لاړم د پولیسو مشر ورته کار راسره وکړ.»

په افغانستان او ګڼو نورو وروسته پاتې هیوادونو کې دې ته ورته پېښې ډېرې کېږي خو عموماً ښځې او کورنۍ دا ډول پېښې، چې دوی یې ناموسي بولي، پټوي.

په وروستیو کلونو کې د رسنیو د ازادۍ له برکته ښځو هم جرات پیدا کړی چې ورباندې شوي نارواوې افشا کړي.

4 thoughts on “په بلخ ولایت کې د جنسي تجاوز پر قربانۍ پولیسو هم رحم ونه کړ”
  1. دا ټول د عطا اوباشان دی ددی حوزی امر د عطاګی خاص سړی دی آفرین غنی، کرزیه په تاسو چی یو ناولی اومورده ګاو سړی مو په ۱۵ کالو کښی لری او نه مړ کړ خدای مو خوار کړه په دی ریاست جمهوری سیاسی مرګونه مو هم ندی زده والله د افغانستان د حکومت چارواکی د ټکر ی د پسر کولو لایق دی

  2. زه په دی خفه یم چی نوم یی اسلامی جمهوریت دی
    اود جهاد فی صبیل الله ثمره ده د جهاد د بادار امریکا او ،انګلیس او ارتجاع پیرزویینه

  3. نو بیا څه وشول ؟مجرمین څه شږل او ددی ښځی سرنوشت څه شو؟تاسو څه ندی ویلی ؟

  4. دا طالبان هم لوی بیغرتان دي, بې ګناه وطنوال وژني او دا عطاګک یا اوباشان یې ځکه نه په نښه کوي چې دوی د ایران او پاکستان جاسوسان دي او طالبان هم پاکستان ته کار کوي.

ځواب ورکول Alakozay ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *