تاند- په بلخ ولایت کې ظاهراً د طالبانو او د اسلامي دولت یا داعش د سرزورو ډلو پر ضد یوه نوي حرکت، چې ځان ته د مرګ ډله وايي، خپل موجودیت او فعالیت اعلان کړ.
د دې ډلې غړیو، چې ګومان کېږي ځیني سیمه ییز چارواکي یې ملاتړ کوي، د افغانستان د ملي بیرغ په رنګونو ټوکر تر ځان تاو کړی خو د طالبانو یا داعش په شان ځانګړی سپین یا تور بیرغ نه لري.
د دې ډلې لسګونه غړي د دوشنبې په ورځ په مزارشریف کې د بلخ ولایتي شورا ته لاړل او له سختدریځو ډلو سره د مبارزې لپاره یې هرراز قربانۍ ته تیاري اعلان کړه.
دوی ادعا وکړه چې په ټول افغانستان کې تراوسه پوري شاوخوا ۵ زرو تنه حاضر شوي چې د طالبانو او داعش پر ضد له دوی سره په مبارزه کې ملګري شي.
د مرګ ډلې همداراز ویل چې د طالبانو او داعش ترمنځ توپیر نه کوي او دواړه د افغانستان دښمنان ګڼي.
دا ډله په بلخ ولایت کې وروسته له دې جوړېږي چې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د طالبانو پر ضد د ۲۰ زره کسیز ځواک د جوړولو وړاندیز وکړ، ویې ویل چې په دغه ځواک به لومړی شمال او وروسته د افغانستان نورې سیمې له طالبانو تصفیه کړي.
بلخ هغه ولایت دی چې د جنرال دوستم سیال عطا محمد نور پکې نفوذ لري او له تېرو ۱۳ کلونو راهیسي والي دی.
jert
فکر کوم چه نن په افغانستان که هم دحزب الله ګوند تاسیس شو