راپورونه وايي چې د بلخ ولايت په مرکزي زندان کې د جمعې ورځې له سهار راهيسې ښځينه بنديانو اعتصاب پيل کړى دى.

دغه بنديان غوښتنه لري، چې د ولسمشر حامد کرزي د بخښنې په فرمان کې بايد دوى ته هم ونډه ورکړل شي، يا يې جرمونه کم شي، يا دې هم د دوى سزا عفو اعلان شي.

دغه بنديان شکايت کوي، چې دوسيې  يې پر وخت نه څېړل کېږي او حتى ځينې يې بېګناه په بند کې شپې سبا کوي.

د بنديانو د شکايتونو په ځواب کې د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند لعل محمد احمدزي وويل چې دغه بنديان يوه غيرقانوني غوښتنه لري او غوښتنه يې دا ده چې دوى د ولسمشر کرزي په فرمان کې بايد شامل شي.

احمدزي وويل چې لويې څارنوالۍ د دغو بنديانو دوسيې په دقت سره څېړلي او جرم يې ثابت دى.

د افغانستان په شمال کې د بشري حقونو خپلواک کميسيون وايي د ښځينه بنديانو زندان په بد حالت کې دى، چې جدي پاملرنې ته اړتيا لري.

4 thoughts on “په بلخ کې ښځينه بنديانو اعتصاب کړى”
  1. په رښتیا هم چی نه یوازی دبلخ ولایت بلکه په شمالی نوروولایتونو کی هم دښځینه زندانیانووضعیت داندیښنی وړدی پدی باندی ماهم تیرکال څیزنیز رپوټ جوړکړی ؤ دوی اکثره داچی بی ګناه اوبه تش تور زندانی دی ځوانی انجونی یی په زندانونوکی بدلمنی ته هڅول کیږی اوحتی داسی انجونی هم شته چی هغوی په زندان کی حمل اخیستی وی اودغه هلک چی اوس دامنیی قومندان ویاند دی ټول دروغ وایی هیڅکله هم ددوی دوسیی په سمه توګه ندی څیړل شوی دنارینه ؤ دوسیی نه څیړل کیږی دمیرمنوخولا پرځای پریږده

  2. لومړی خو يوې اسلامي ټولنې کې شرم دی چې د ښځينه لپاره لارښودی مرکز نه لري خو چارواکي زندان ورته جوړوي ، بيا بل شرم دادی چې د دغه زندان واک د شمالي ټلوالې پشان وحشي ډلو ته په لاس ورکوي ، تر دې هم شرم علماؤ ته ، ملايانو ته او د نن عصر بړبړکیو پشان ځوانو لیکوالانو ته دی چې دغسې عمده مسایل باندې لیکنې پرېږدي خو يو بل پسې يې رااخیستې وي او فکري انارشي ته تبلیغونه کوي . دغسې موضوعاتو باندې باید هر ډول عملي بحثونه وشي څو د ټولنې نارامه ، بې مسولیته ازادي بيان محور با مسولیته اسلامي چوکاټ ته وروگرځي . الله ج دې مونږ افغانان له کرزي او د هغه له خواخوږو شمالي ټلوالې څخه خلاص کړي پخیر او همدارنگه د بې مسولیته نیمچه ملایانو لکه طالبانو او نورو افراطي هوسگرو اجنټانو څخه هم . امین .

  3. نه یوازی په شمالی ولایتونو کی دا حال ده بلکی مثالونه به درته وراندی کړم چی په کونر لغمان ننکرهار نورستان ولایتونو کی هم دا حال ده چی دوسیی په وخت نه څیړل کیږی اوبدو او ناروا کارونه ورسره کیږی

    په ریښتیا هم چی نه یوازی په شمالی ولایتونو کی د ښځینه بندیانو ستونزی ډیری دي بلکه که وکورو به ختیځو ولایتونوکی لکه د ننکرهار هم شته حتا بی کناه پکی هم شته چی ما ور څخه پوښتنه کړی ده
    او یوه خبره چی ما په خپلو سترکو لیدلی هغه دا چی یو هلک د یو انجلی سره یارانه درلوده او دواړه په چکر یو د بل سره ځی بلاخره د پولیسو لخوا دوی یو دبل سره د زنا په تور نیول کیږی حال دا چی خدای ج شاهد دی چی دوی نه ده کړی نو دوی زندان ته وړل کیږی او هلک د ډيرو واسطو او وسیلو باندی دری میاشتی په بند محکوم کیږی او وروسته له دری میاشتو خوشی کیږی او هغه ځوانه انجلی چی واسطه نلری او د یوی غریبی کونی څخه ده تقریباً یو کال کیږی چی په زندان کی ده حال دا چی د زنا په تور نیول شوی مکر کړی یی نه ده نو هغه ځوان چی دانجلی ملکری وه هغه وایی زه زندان ته دخپلی مینی د لیدو لپاره لاړم …
    نو هغه راته وایی چی زه او ته د زنا په تور ونیول شو خو خدای شته چی کړی مو نه ده مګر دلته چی زه په زندان کی یم له ماسره په یوه شپه د لسونفرو څخه زیات پولیس چی د زندان ساتونکی دی په زور له ماسره او له نوروښځینه زندانیانو سره هره شپه زنا کوی..
    خیر خدای خو شته چی مونږته یی همدغه سزا راکړه چی یو له بل سره مو پاکه مینه کړی او یو له بل سره په چکر تللی یو نو وبه کورو چی خدای ج به د دی ظالمانو ته څنکه سزا ورکوی

  4. نه یوازی په شمالی ولایتونو کی دا حال ده بلکی مثالونه به درته وراندی کړم چی په کونر لغمان ننکرهار نورستان ولایتونو کی هم دا حال ده چی دوسیی په وخت نه څیړل کیږی اوبدو او ناروا کارونه ورسره کیږی

    په ریښتیا هم چی نه یوازی په شمالی ولایتونو کی د ښځینه بندیانو ستونزی ډیری دي بلکه که وکورو به ختیځو ولایتونوکی لکه د ننکرهار هم شته حتا بی کناه پکی هم شته چی ما ور څخه پوښتنه کړی ده
    او یوه خبره چی ما په خپلو سترکو لیدلی هغه دا چی یو هلک د یو انجلی سره یارانه درلوده او دواړه په چکر یو د بل سره ځی بلاخره د پولیسو لخوا دوی یو دبل سره د زنا په تور نیول کیږی حال دا چی خدای ج شاهد دی چی دوی نه ده کړی نو دوی زندان ته وړل کیږی او هلک د ډيرو واسطو او وسیلو باندی دری میاشتی په بند محکوم کیږی او وروسته له دری میاشتو خوشی کیږی او هغه ځوانه انجلی چی واسطه نلری او د یوی غریبی کورنی څخه ده تقریباً یو کال کیږی چی په زندان کی ده حال دا چی د زنا په تور نیول شوی مکر کړی یی نه ده نو هغه ځوان چی دانجلی ملکری وه هغه وایی زه زندان ته دخپلی مینی د لیدو لپاره لاړم …
    نو هغه راته وایی چی زه او ته د زنا په تور ونیول شو خو خدای شته چی کړی مو نه ده مګر دلته چی زه په زندان کی یم له ماسره په یوه شپه د لسونفرو څخه زیات پولیس چی د زندان ساتونکی دی په زور له ماسره او له نوروښځینه زندانیانو سره هره شپه زنا کوی..
    خیر خدای خو شته چی مونږته یی همدغه سزا راکړه چی یو له بل سره مو پاکه مینه کړی او یو له بل سره په چکر تللی یو نو وبه کورو چی خدای ج به د دی ظالمانو ته څنکه سزا ورکوی

ځواب ورکول تمیم شاهد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *