په ډېره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د هېواد تکړه خدمتګار نصير مومند چې په زرګونو ټوکه کتابونه يې چاپ کړي دي، د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سره د تل لپاره مخه ښه وکړه.

د ځوانانواوښوونکو دټولني مشرظاهرپښتون او ټول غړي يې د نصير مومند مړينه د هېواد لپاره يوه لویه ضايع بولي او ځان د ارواښاد له کورنۍ او ملګرو سره په غم کې شريک بولي او کورنۍ ته يې له پاک مهربان رب څخه د جميل صبر او ارواښاد ته له مهربان رب څخه د جنت فردوس غوښتونکي يو او انشاء الله نصير مومند به تل د خپل کړي خدمت له امله تل ژوندی وي او صدقه به يې جاري وي، ځکه چې نصير مومند په ډېر کم وخت کې خپلې ژبې ته تر هر چا ډېر کار کړی دی. د ارواښاد کړي خدمتونه به له هېچا څخه نه هېرېږي او نه به يې هېروي، نوم به يې په زرينو کرښو  د تاريخ په پاڼو کې د تل لپاره خوندي وي.

په درنښت

One thought on “په بلوچستان کي د افغان کډوالو د ځوانانواو ښوونکو د ټولني د خواشينۍ پيغام‎”
  1. د رب لا یزال څخه ورته د مغفرت، او جنت غوښتونکی یم، کورنۍ او دوستانو ته دې الله تعالی صبر جمیل او ښه نعم البدل ورکړي. واقعا چی کله مې scprd.com وېبپانې له رویه د نصیرمومند د مړینې خبر ولوید، نو ډېر پرې خواشینی شوم. ډېر نرم مزاجه، با اخلاقه او د سترو صفاتو درلودونکی انسان ؤ. که په ډاګیزه درته ووایم، نو د بابای ملت د څلوېښت کلنې واکمنۍ څخه یې ډېر زیات د پښتو ژبې ودې او پرمختګ ته کار کړی…….

ځواب ورکول سلام خیل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *