تاند- د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ بلوڅ مېشته سیمه کې پرون /جمعه/ د یوې انتخاباتي غونډې په لړ کې د انتحاري حملې په نتیجه کې لږترلږه ۱۲۸ تنه وژل شوي او تر ۱۲۲ ډېر نور ژوبل دي.

د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو موقت وزیر عمرجان بنګلزي وویل چې دا برید د صوبايي اسمبلۍ د کاندید سراج ريیساني په انتخاباتي غونډه کې وشوه چې له کبله یې د رييساني په ګډون ۱۲۸ تنه وژل شوي دي.

دا په تېرو څو ورځو کې په پاکستان کې پر انتخاباتي غونډو د حملو په نتیجه کې د چاودنو تر ټولو خونړی برید دی.

په بلوچستان کې هم دا تر ټولو خونړۍ حمله ده. تر دې وړاندې په ۲۰۱۳ م کال په دې صوبه کې په دوو انتحاري حملو کې ۱۰۶ تنه وژل شوي او ۱۶۹ نور ژوبل شوي وو.

د بلوچستان د روغتیا وزیر فیض کاکړ رسنیو ته وویل چې د جمعې د ورځې په برید کې د بلوچستان د عوامي ګوند نوماند نوابزاده سراج رييساني په نخښه شوی و.

له دې جلا د کراچۍ په حب سیمه کې د تحریک انصاف انتخاباتي غونډې ته لاسي بم غورځول شوی چې دوه تنه پکې ژوبل شوي دي.

پرون /جمعه/ د خیبر پښتونخوا په بنو کې د متحده مجلس عمل د کاندید اکرم دراني پر کاروان په حمله کې ۳ تنه ووژل شول او ۳۹ نور ژوبل شول.چ

تر دې وړاندې په پېښور کې د عوامي نشنل ګوند په یوه انتخاباتي غونډه کې په انتحاري حمله کې ۲۰ تنه ووژل شول او په لسګونو نور ژوبل شول.

2 thoughts on “په بلوچستان کې انتحاري حملې ۱۲۸ تنه وژلي او ۱۲۲ نور ژوبل کړي”
  1. people should do jehad everywhere olny in panjab is Haram because there are the best Muslim elsewhere it’s jehad if you kill people women children anyone. That’s ajeeb Islam!

ځواب ورکول Attal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *