وسله والو کسانو په بلوچستان ایالت کې

تاند- په بلوچستان ایالت کې د ۱۹ یرغمل شویو کسانو له بې رحمانه وژل کېدو وروسته پښتنو اعتراض پیل کړی او وايي تر هغو به دا کسان خاورو ته ونه سپاري چې حکومت د خلکو د امنیت تضمین ورنه کړي.

مظاهره چیانو نن د شپاړس تنو مړي او تابوتونه د اعتراض په دود د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې ښار د حکومتي ودانۍ مخته کېښودل.

د جمعې په ورځ وسله والو کسانو په مستونګ کې له یوه بسه ۲۵ تنه برمته کړل او د هغو ۱۹ یې ووژل.

د پښتنو یوه ځايي مشر الله داد نن اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل، ژوندي پاتې شوي کسان وايي چې وسله والو پښتانه له نورو مسافرو جلا کړل، کتار یې ودرول او ډزې یې پرې وکړې.

په ژوندي پاتې شویو کسانو کې یوه ماشوم، چې اقبال نومېږي، وویل:«موږ له پښین څخه کراچۍ ته روان وو، هلته مو په هوټل کې مزدوري کوله چې تېره شپه زموږ پر بس حمله وکړه.»

تراوسه پوري کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو ځیني پښتانه مشران وايي چې په دې برید کې آی ایس آی لاس لري. د دوی په باور آی ایس آی دا کار د دې لپاره کړی چې پښتانه او بلوچ په خپل منځ کې ښکېپه جنګ واچوي.

خو پاکستاني چارواکي بیا د هند استخباراتي اداره (را) په دې جنایت کې په لاس لرلو تورنوي.

6 thoughts on “په بلوچستان کې پښتنو د ۱۹ مسافرو پر وژل کېدو اعتراض وکړ”
  1. هرچیرته چی پښتون وژنه او پښتون جنوساید دی هلته د پنجاب لعنتی آی اس آی لاس دی . که پښتون وژل کیږی د پنجاب په ګټه ده که له هندی قومی مهاجر سره یو بل په جنګ اخته کیږی ، بیا هم د پنجاب په ګټه ده ، ځکه سند به نا آرامه وی او له پنجابه به پام بلی خواته اړول شوی وی. اوس یی نوی لوبه پیل کړه چی غواړی پښتانه او بلوڅ دوه ورونه قومونه سره په جنګ واچوی او دوی یی ننداره وکړی چی په پای کی به پر بلوچستان هم پوځی یرغل ته لاره آواره شی .
    هیله ده د پښتونو او بلوڅو مشران د پنجاب د احتمالی یرغل په مقابل کی هوښیار شی.

  2. دپښتنو اصلي دوشمنان دپاکستا ن ای ،اس ، اي ده.د ا بلکل حقیقت دی چې دپاکستان چارواکې کوښښ کوي چې پښتون او بلوڅ سره
    ..په جنګ واچوي. دا انګریزانو دخپل تسلط وخت کې هم تل دغه سیاست عملي کړي دي.

    1. د پاکستان ای اس آی بلا کومه لاره پیدا نکره اوس د دغه لارې غواري چې پښتانه بدنامه او زمونږ نږدې ورور سره په جګره واچوي.

  3. Bilkol isi da kar kare chi pashtoon qaom ao baloch yao pa bal be atebara kare ao da balocho Makha Afghanistan ta banda kre

  4. ښاغلو سلامونه او نیکی هیلی ومنی ، ددی خبر په اوریدو سره یو ځل بیا دیر خواشینی شوم ، دا د یوی ورځی او نوی خبره نده بلکی له ډیر پخوا څخه په لوی افغانستان ( لر او بر ) کی پښتانه په بی رحمانه او مرموزه ډول وژل کیږی ، او یواځنی او یواځینی دښمن مو د پاکستان استخباراتی اداره (ISI) ده ، او زمونږ مشران سره لدی چی ددی خبری غور نکوی بلکی په لمنه کی یی پراته دی او غلامی یی کوی .
    الله تعالی (ج) دی په پښتنو غیبی رحم وکړی ، دی پاکو شهیدانو ته د الله (ج) له دربار څخه جنت الفردوس او کورنیو ته یی جمیل صبر غواړم.

  5. ښاغلو سلامونه او نیکی هیلی ومنی ، ددی خبر په اوریدو سره یو ځل بیا دیر خواشینی شوم ، دا د یوی ورځی او نوی خبره نده بلکی له ډیر پخوا څخه په لوی افغانستان ( لر او بر ) کی پښتانه په بی رحمانه او مرموزه ډول وژل کیږی ، او یواځنی او یواځینی دښمن مو د پاکستان استخباراتی اداره (آی اس آی ) ده ، او زمونږ مشران سره لدی چی ددی خبری غور نکوی بلکی په لمنه کی یی پراته دی او غلامی یی کوی .
    الله تعالی (ج) دی په پښتنو غیبی رحم وکړی ، دی پاکو شهیدانو ته د الله (ج) له دربار څخه جنت الفردوس او کورنیو ته یی جمیل صبر غواړم.

ځواب ورکول Hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *