دا کمپاين هرکال په بلوچستان کي د افغان کډوالو د ځوانانو او ښوونکو د ټولني له خوا د فبروري له (۱۵) مي نيټي څخه د مارچ تر (۱۵) مي نيټي پوري په هر پنډغالي کي د نوي ماشومانو و ښوونځيو ته د داخلي لپاره کور پر کور
او کوڅه پر کوڅه خپل ږغ رسوي ، چي هر افغان بچی بايد زده کړه وکړي او هر افغان بچی بايد په ښوونځی کي وي .
چي په دا دري کاله کي ډيري ستري لاسته راوړني لري چي يوازي په ۲۰۱۳ز کال کي (۲۵۰۰) نوي ماشومان په ښوونځيو کي شامل سوه، نو سږ کال(۲۰۱۴)  يي يوځل بيا دي ستر خدمت ته ملا تړلي ده چي نن د جمعي په ورځ د مارچ په ۱۴ مه نيټه د سهار پر(۹) بجي  د نوي سرانانو په دوولسم نمبر ښوونځی کي ېوه ستره غونډه ددي کمپاين د بريا په اړوند ترسره سوه .
چي په بلوچستان کي دافغان کډوالو د پنډغالو سرخاب ، مسلم باغ ، ځنګل پيرعليزی ، زوړ سرانان ، کچلاک او نوي سرانانو مشرانو ، سرښوونکو ، ښوونکو او زده کوونکو برخه درلوده . چي د يادو پنډغالو مشرانو په بلوچستان دافغان کډوالو د ځوانانواو ښوونکو د ټولني مشر ښاغلي ظاهر پښتون ، د مسلم باغ د پنډغالي عمومي مشر ملک محمد
نادرخان سليمانخيل ، د ځنګل پيرعليزي د پنډغالي استازي خان محمد افغان مل، د سرخاب د پنډ غالي استازي عبدالمالک خان نيکزاد ، مولوي خيرمحمد خيرخوا ، د نوي سرانانو همکارښوونکي محمد نعيم وفا ، محمد طاوس خان معصوم، عزيزالله مهجور او نورو مشرانو و جوړي سوي غونډي ته خپلي ويناوي وکړې چي هر يوه په خپله وينا کي ددي ستر خدمت ستاينه او ملاتړ وکړ ، چي دافغان په تاريخ کي دا لومړی ځل دی چي د علم ډيوه دافغانانو تر کورونو پوري رسيږي .
او د ټولو افغانانو څخه يي وغوښتل چي نور بايد د ټوپک پرځای د قلم څخه کار واخلو او خپل ګران جنګ ځپلی افغانستان د قلم له لاري اباد کړو . خو په يادو وينا والو کي ښاغلي ظاهر پښتون زياته کړه چي دا دري کاله پر
له پسي موږ دا کمپاين خپل په مټ چلوو خو دا د افسوس ځای دی چي په دي دري
کاله کي تر اوسه پوري يوي مرجي هم نه زموږ ملاتړ وکړ او نه يي هم راسره
مرسته وکړه.
ځيني اداري زموږ د سپيڅلي مبارزي او ددي عظيم خدمت څخه ناوړه ګټه پورته کوي  د غونډ بل ويناوال خان محمد افغانمل د ځنګل پيرعليزي د ماشومانو پر بي سرنويشتوب باندي خپل انديښني وښودلي چي د ياد پنډغالي ماشومان چي
شاوخوا (۱۵۰۰۰) ته يي شمير رسيږي تر اوسه د تعليم څخه بي برخي دي او هيڅ
يوي اداري يي د سباوون لپاره څه نه دي کړي . ملک محمد نادر خان سليمانخيل
بيا دافغان کډوالو د کارډونو ( پي او آر )  پر حيثيت او ارزښت خبري وکړې
او د پاکستان د حکومت او د ملګروملتونو څخه يي وغوښتل چي يادو کارډونو ته
اعتبار ور کړل سي
د ويناوالود ويناوو  څخه وروسته غونډي ته يو پريکړه ليک اعلان سو چي په
ياد پرکړه ليک کي د افغان کډوالو د اړوندو ادارو څخه غوښتنه وسوه چي
دافغان کډوالو د تعليم لپاره ددنيا د نورو ملکونو په څير سيسټم عيار کړې
او د نوي ټيکنالوژی سره سم بايد په ښوونځيو کي د زده کړي اسانتياوي برا
بري سي  د ګردي ځنګل او ځنګل پيرعليزي د ماشومانو د تعليم غم بايد وخوړل
سي .
د پورته پريکړه ليک څخه وروسته غونډه د ماسپښين پر (۲) بجي پای ته ورسيده .

One thought on “په بلوچستان کې ښوونځیو ته د افغان ماشومانو هڅونه”
  1. زہ خپلہ لونگ استاد چی پہ نوی کیمپ کی پہ ۱۳ نمبر سکول کی دشوونکو پہ حیث خپلہ مقدسہ وظیفہ پہ ریشتنی ڈول سرتہ رسوم زہ دشاغلی پشتون صاحب دستڑیا او احساساتو درناوی کوم زہ شاھد یم چی موژ دپشتون صاحب ملاتڑیم داحقیقت دی چی ھیس یوی موسیسی زموژ سرہ کومک اودذدہ کڑی پہ پرمختگ کی مرستہ ندہ کڑی یوازی دکوچینانو دحمایی موسیسہ دہ چی زموژ سرہ خپل تروسہ زحمت او کوشش گاللی زہ دا خواھیش لرم چی سنگہ دنورو ملکونہ شاگردان او اوستادانوتہ دٹیکنالوجی سیسٹم برابڑی موژ تہ ھم برابرشی خوص دشوونکو لپارہ مشخص کارڈونہ او انگلسی پروگرام برابرکڑی .داموژ سوال نکوو خپل حق غواڑو.محترم پشتون صاحب سہ دا خواھیش دی چی ٹول نڑیوال اوملگری ملتونہ دا اینجوگانو پہ مجازاتو اومکافاتو خبر کڑی .اوموژ دتعلیم پہ برخہ کی خپل حق غواڑو .ھر ماشوم اوھرجوان پہ شوونزی کے غواڑو .تعلیم تعلیم تعلیم .

  2. ډير محترم او زړه ته راتير او وطن پال ورور لونګ جان صيب ! سلامونه او نيکي هيلي مي ومنه ( ډير خوشحاله سوم چي ستاسي نيک نظراو افغاني ولوله مي ولوستل رښتيا هم چي پښتون صيب د قدر وړ شخصيت دی او خپل په مټ يي دومره افغانی احساس راژوندی کړی دی چي دکډوالی په دي چاپيريال کي يي د افغانيت او د ګران هيواد ملي ګټو په رڼا کي د ځوانانو د رويښولو لپاره منډي ترنډي راته کوي

ځواب ورکول وياند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *