تاند- د بلوچستان ایالت په لورلايي کې یوه سړي له خپل زلمي زوی څخه غبرګې سترګې یوازې په دې خاطر ایستلي چې هغه غوښتل په خپله خوښه واده وکړي.

دا ۲۲ کلن ځوان عبدالباقي نومېږي او اوس د کوټې ښار په یوه روغتون کې بستر دی.

ده خبریالانو ته ویلي چې د نجلۍ کورنۍ هم راضي وه چې خپله لور ده ته ورکړي خو پلار یې په دې مسله دومره غوسه شو چې د ده د وروڼو په مرسته یې یوې خونې ته ننه ایست او سترګې یې ورڅخه وکښلې.

عبدالباقي وايي، د دې جنایت په وخت د ده مور په یوه بله خونه کې بنده کړای شوې وه.

عبدالباقي وايي، پلار او وروڼو په دې چل وروغوښت چې له ده سره د واده په اړه سلا مشوره کوي خو کور ته له تک سره سم پلار او وروڼو دومره وواهه چې دواړه سترګې یې هم ورڅخه وایستې.

پولیس وايي چې د پېښې په تړاو یې ۳ تنه نیولي چې یو د عبدالباقي پلار او دوه یې وروڼه دي.

One thought on “په بلوچستان کې یوه سړي له خپل زوی څخه دواړه سترګې وایستې”

ځواب ورکول mha ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *