خبریال:رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد- د ناامنه بلوچستان ايالت په زيارت سيمه کې ناڅرګنده وسله والو د چارشنبې په ورځ د لېويز پوليسو شپږ سرتېري په ډزو وژلي دي. په بريد کې يو شمېر سرتېري ټپيان هم دي. وسله والو پر امنيتي پوسته بريد کړی دی.
د زيارت مرستيال کمشنر قادربخش پرکاني رسنيو ته ويلي، چې ناڅرګنده وسله والو د سنځاوۍ په سيمه کې د لېويز پوليسو پر امنيتي پوسته بريد ترسره کړی، چې په نتيجه کې يې شپږ سرتېري وژل شوي او ځيني نور بيا ژوبل شوي دي.
د پرکاني په خبره وسله وال د پېښي له ځايه په تېښته بريالي شوي دي. د وژل شويو سرتېرو مړي د سنځاوۍ روغتون ته وړل شوي دي. امنيتي ځواکونه د پېښي ځای ته رسېدلی او په اړه يې پلټنې پيل کړې دي. خو تراوسه چا د پېښي مسووليت نه دی منلی او نه هم په دې تړاو څوک نيول شوي دي.
دوه کاله وړاندې هم په ياده سنځاوۍ سيمه کې د امنيتي سرتېرو د ګزمې پر موټر وسله وال بريد شوی وو، چې په نتيجه کې يې درې د ملېشه ځواکونو سرتېري وژل شوي وو. تر دې وړاندي بيا د يادي سنځاوۍ په بغاو نومي سيمه کې د درېو تنو مړي موندل شوي وو، چې په مرميو له وژل کېدو وروسته په ياده سيمه کې غورځول شوي وو.
زيارت د کوټې په جنوب ختيځ کې پرته پښتون مېشته سيمه ده. چې په کې په دې وروستيو کې د ناامنۍ پرله پسې پېښي رامنځته کېږي.
پنجاب پخپله داکار کوي چی نا امنې ته لاره هواره کړي