لومړۍ برخه  –

د بهرنیو چارو وزارت ته د شمولیت په آزموینه کې؛ ۲۴۱۷ تنو د ګډون لپاره نوملیکنه کړې وه چې د روان کال د وري ( حمل ) پر څلرویشتمه نېټه یې لیکنی پړاو تېر شو او له جملې یې یواځي ۱۲۷ تنه بریالي اعلان شول چې دا شمېره به د تقریري امتحان وروسته د ګوتو شمېر ته راټېټېږي.

افغان ځوانان چې دامهال د بېکارۍ د ترټولو لوړې کچې څخه زهیرېږي او له بله اړخه یې د لوړو زده کړو د خاوندانو شمېر زیاتېږي، پوښتنه کوي چې دغه بنسټ ته تګ څنګه ممکن دی؟ او د آزموینو پروسه یې ترکومه ځایه رڼه ده؟
غواړم تر یوه ځایه دغي پوښتنې ته ځواب ووایم او دغه راز لوړپوړو چارواکو ته ددغه بنسټ ځینې هېښوونکي جزیات کښېږدم:

د بهرنیو چارو وزارت چې د ۱۹۹۲مېلادي کال څخه تر دامهاله یعنې ۲۰۱۷ کاله، د برهان الدین رباني د ولسمشرۍ بیا د صلاح الدین ربانۍ د وزارت تر څوکۍ، د زلمي رسول د بې کفایته استثنا پرته، د څه باندې ۲۵ کلونو لپاره د جمعیت اسلامي په واک کې پاته شوی دی، اوس د جمعیت د یوستوي نفوذ ساحه ګڼل کېدای شي.

د جمهوري ریاست د چارو ادارې، ددغه وزارت د کارکوونکو د پېژندګلوۍ د یوې سروې له مخې، چې په هغو پوښتنو کې د وزارت کارکوونکو ترډېره حده حقایق سانسور کړي هم دي، معلومه شوه چې د وزارت تر شپېتو ډېره سلنه کارکوونکې جمعیتي تاجک وروڼه، یواځې په څو ولایتونو پورې تړلي او که د نورو قومونو سره اړه هم لري نو بیا ترډېره حده د جمعیت خلک یا ددغه ګوند د مرهونو او خواخوږو وګړو څخه دي او یا د معاملو پر بنسټ ټاکل شویدي.
د سروې له مخې ویل شوي چې د وزارت د ۱۰۹۱ تنو رسمي کارکوونکو « ډیپلوماټانو » له جملې ۷۱۳ تنه یې تاجک او ډېری یې د بدخشان، پنجشېر، پروان، کاپیسا، تخار، بغلان او هرات ولایتونو اصلي اوسېدونکي او بیاهم ډېره سلنه د جمعیت غړیتوب لري. د بېلګي په توګه ۱۱۷ تنه د بدخشان، ۱۱۵ تنه د پنجشېر او ۱۰۷ تنه د پروان سره اړه لري. په داسي حال کې چې د زابل ولایت ۲، د روزګان څخه ۳ او د هلمند څخه ۱۲ تنو دغه وزارت ته لاره پیداکړې ده.
د موقفونو له اړخه هم د ولایتونو ونډه د مقایسې وړ نه ده، د څو سهیلي ولایتونو سره د اړوندو ولایتونو د کارکوونکو موقفونه تر څلورم بست ټیټ دي خو برعکس د جمعیت پلوه ولایتونو د ډیپلوماټانو حتی نالوستي یا له بهرنیو ژبو ناخبره کارکوونکې هم پر لوړو بستونو ګمارل شوي دي.

د بهرنیو استازولیو لپاره چې په وروستیو کې ولسمشر هرڅه کوښښ وکړ چې توازون برابر کړي بیا هم نه دی توانېدلی، په داسي حال کې چې جمعیت پلوي رسنۍ په پرله پسې توګه لیست خپروي چې ولسمشر ۱۳ تنه سفیران مقرر کړیدي. د افغانستان د ۴۶ سفیرانو په جمله کې ۱۳ تنه بیاهم موازنه نه برابروي، په دغو دیارلسو تنو کې بیا هم د نورو قومونو سفیران، محاصره شوي او بې واکه سفیران او یا داسي پښتانه شامل دي چې د جمعیت د خوښې خلک دي. دغه راز د څوارلسو کونسلګریو له جملې څخه یواځې درې کونسلګرۍ پښتنو ته ورکول شویدي.

په ورته وخت کې نړیوالو سازمانونو ته د افغانستان استازیتوب یواځې جمعیت پلوه، هغه هم تاجکان کوي، ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاریو سازمان، سارک او نورو حوزوي جریانونو ته یواځې د همدې کړۍ خلک ګمارل شويدي.

هغه سفیران چې د جمعیت سره اړیکه نه لري او ولسمشر د اصلاحاتو په موخه پخپله ټاکلي دي، له څو لارو بیرته د جمعیت سره معاملو ته مجبوره دي، اول: هیڅ داسي سفارت نشته چې اکثریت ډیپلوماټان دي یې د جمعیت غړي نه وي، چې داسي چاپیریال طبعاُ سفیران محدودي او کار ته یې نه پرېږدي. دوهم: سفیران د اداري چارو او منابعو د ترلاسه کولو او تنظیم په موخه د مرکز همکارۍ ته اړتیا لري، چې مرکز بیا جمعیت نیولی دی، له ډیپلوماټانو ګمارلو نیولې بیا تر اداري، مالي او پالیسي جوړوونکو مسایلو له مرکزه رهبري کېږي او د وزارت اداري معینیت یې د یوه ستراتیژیک، مضر، زهرجن او بوریوکرات معین نصیر اندېشه لخوا انحصار شوی دی.

موضوع د وزارت د شمولیت پر پروسه راپیل شوې، ځیني ټکې د ټولي پروسې د لا ښه پېژندګلوۍ لپاره مهم دي چې باید واضح شي. کله چې بیاهم خبره استخدام ته درېږي نو د جمعیت حاکمیت څرګندېږي. د وزارت د بشري منابعو رئیس څارنوال عبدالله ایماق د جمعیت ګوند د اداري چارو منشي دی او د استخدام آمر عبدالهادي سیار چې په ورته وخت کې د بشري منابعو د ریاست مرستیال کېږي، د برهان الدین رباني زوم، د صلاح الدین رباني اخښی او د جمعیت د مطرحو څېرو څخه دی. د وزارت دا برخه بېخي د صلاح الدین رباني د کور څخه تنظیمېږي. د وزارت د سرچینو په خبره د وروستۍ ازمویني لپاره د بېلابېلو آدرشونو څخه سوالونه غوښتل شوي ول خو کوم سوالونه چې د آزمویني په صحنه کې یواځي په دري ژبه وړاندي شول، د جمعیت د ځوانانو کمېټې سره، عبدالله ایماق او عبدالهادي سیار په ګډه جوړ کړي دي. د تحریري امتحان په پایلو کې ۱۲۷ تنه بریالي اعلان شوي، تر ډېره د جمعیت کاندیدان دي، یواځي څو تنه د نورو قومونو اړوند، د ډیپلوماسۍ له مخې پکې راغلي، هغه هم یا د لوړپوړو خپلوان یا د قومي تخلصونو د تبارز په وجه چې په دوهم پړاو کې به حذفېږي.

د بهرنیو چارو وزارت ته استخدام یواځي د یوه ګوند، ځینو سیمو او یا لوړ پوړو مقاماتو سره د تړاو، د اصولو پر بنسټ کېږي. چې په مجموع کې د وزارت امکانات یواځي د یوه ګوند چې پرله پسې یې یادونه وشوه د نفوذ لپاره کارول کېږي. یعني د وزارت رهبري ټول وخت د غیري جمعیتي مقاماتو د مهارولو او خوشحاله ساتلو په موخه د هغو له خپلوانو ګټه اخیستې ده. ډېر کله د صلاح الدین رباني اړیکې د نورو مقاماتو او وکیلانو سره وزارت ته د هغو د خپلوانو د شاملولو او یا نازولو پر اساس ټینګېږي. ویل کېږي، تېر کال چې کله ولسي جرګې وزارت ته د نږدې دووسوو نویو جمعیتي ځوانانو د غیري قانوني استخدام موضوع یوه درې کسیز پلاوي ته وسپارله، وزیر د هغو وکیلانو اولادونه په وزارت کې دننه او بهر مقرر کړل چې په دې توګه هغه موضوع پټه پاته شوه.

د لیکني د پایلي په توګه باید ووایم چې د بهرنیو چارو وزارت ته د شمولیت ازمویني یواځي نمایشي دي، که څوک بریالي اعلانېږي هم به د جمعیت د ځوانانو د کمېټې هغه غړي وي چې سوالونه یې په حضور کې ترتیب شويدي او یا به هغه ځوانان ټاکل کېږي چې اړیکې یې د جمعیت ګوند لپاره مهمي وي. ددې ترڅنګ وزیر ډېر کله له قوانینو څخه سرغړوني کوي او په غیري قانوني بڼو خپل خلک وزارت ته شاملوي چې د لیکني سره مل شواهد یې ستاسو د معلوماتو لپاره درسره شریکېږي.

د وزارت روان وضعیت په ډاګه کوي چې دا وزارت او ډیپلوماسي د افغانستان پرځای د یوه ګوند استازیتوب کوي، د یوه ګوند ګټو ته کار کوي او ډېر وختونه د فدرالي، غیرمتمرکز او یا پارلماني نظام د غوښتلو لابي کوي چې د افغان حکومت د رسمي موقف سره دا چاره په ټکر کې ده.

ددې لپاره چې د افغانستان د یوه ترټولو مهم ډیپلوماټیک ارګان د برمته حالت روان بحران پای ته ورسېږي، د افغانستان ډیپلوماسي د ټول هیواد ارزښتونو ته کار وکړي، د افغانستان بهرنۍ تګلاره ملي شي او له نړۍ سره مو اړیکې مسلکې بڼه غوره کړي، پکار ده چې د همدې آزموینو له موضوع څخه د بهرنیو چارو وزارت د فساد په وړاندي اواز راپورته شي. د ازمویني د غیري مسلکې، فاسد او ظالم سیسټم د ردولو او د هیواد د دواړو ژبو د شاملولو مبارزه پیل شي او ددغه وزارت د ټولیز وضعیت محاسبه وشي. دا چې ددغي لیکني لپاره د یاد وزارت څو کارکوونکو په ډېره وېره جزیات راکړل، مننه ځني کوم، د نورو ډیپلوماټانو څخه هیله لرم چې خپل معلومات لږ تر لږه ټولنیزو رسنیو ته راوباسي او د څېړنیزو رسنیو څخه هیله لرم چې پر دغو مسایلو بېطرفه څېړنیز راپورونه چمتو کړي.

نور بیا…

یادونه: د بهرنیو چارو وزارت پر ورته نورو مسایلو به دا لړۍ دوام ولري.

په درنښت

By Editor2

4 thoughts on “په بهرنیو چارو وزارت کې دنده!/ د محمد ټینګار لیکنه”
  1. په دې مقاله کې په دغو دیارلسو تنو کې بیا هم د نورو قومونو سفیران او یا داسي پښتانه شامل دي لکه جانان موسی زی او یا خُجسته ابراهیم خېل چې د ماویستي افکارو له مخې، د پښتنو د محوه کېدو ارمانونه لري.لیکوال
    صاحب لیکلي دي:…

    زه تصادفا میرمن ابراهیم خیل او موسی زی صاحب دواړه له نژدې پیزنم. او په دې روژه مې قسم کوم چې له شعله یانو سره هیڅ رابطه نه لري . زموږ لیکوال کله کله ډیر بې انصافه شي. عقدمن کسان که د عدالت خبرې هم وکړي، نتیجه نه ورکوي. د عدالت او انصاف خبرې یوازې په پاک زړه د منلو وي. په درنښت

  2. بهرنۍ تګلاره هغه هم په سیاسي دګرکې دهرملت د ملی هویت څرګندونه کوی، هندوستان نن سبا په دغه برخه کې ځآنګړي بریالیتوبونه لري داځکه چې په دغه برخه کې د خپلو کادرونو د روزنې کار ته ډیره ښه پاملرنه او په ملی کچه څارنه ترسره کوي ما ناداچې وړکسان په سیاسي برخه کې دخپل ملت دجوړښت اوهویت له ارزښتونوسره خارجی پالسۍ ته ګماری داسې چې باید هندوستان اوهندویت نړۍ ته ورپیژني ، خوموږ په رښتیا هم په دغه برخه یو ناکام ملت یو، دپیلوماتان ؟ مو د بیسوادۍ سمبول اوپه واسطو مقرر شوي کسان دي ، نه افغانیت پيژني او نه یي نورو ته دپيزندلو توان لري ، راشئ په هندکې د افغانستان سفارت دیپلوماتوګورئ ټول بیسواده او ټول په شخصی روابطومقررشوی کسان دی ، تاسې داسې څوک لیدلي چې لومړی سکرتر وي او بیا دپه دریم ټولګی لیسانس کې زده کوونکی وي ، په دغه سفارت کې شته ، دایو نه دی دلته په لسګونو دي ، تاسې خبریاست چې دلته فرهنګی آتشه راغلی د فرهنګ په تعریف نه پوهیږي ، ؟ له دفتر دبیسوادۍ په خاطر دباندې نه شي وتلای ، هرڅوک چې دلته کورئ په یوچا پورې اړه لري . بایدیوڅوک دپپلومات وي چې دافغان هویت تمثل وکولای شي ، نه داچې قومي ژبنۍ او سمتی او توتنظمي مرضونه خارج ته له ځانه سره وړي . باید دپیلومات افغان وي اود افغانیت سمبول
    زرین ګل کټوازی ستاسومخلص له اندیا چه

  3. تعصب_تور_وی_که_سپین

    ما یو چېرته د باندینیو چارو وزارت د زعامت او رهبري په باره کې لوستي وو چې دالاندې کسان دغه مهم حیاتی وزارت رهبري کوي . که څه هم دا معلومات اوس زاړه شوي دی او ډېر کسان به تبدیل او پرځای به یی نور راغلی وي خو بیاهم حقایق او د تعصب یوه بیلګه یی بللی شو.

    بهرنیو چارو وزارت کي پښتون قام سره تعصب تاسو وګوری دلته په ۲۳ ریاستونو کي یوازی دری کسه پښتانه دی چي هغه هم دجمیعت د ډلی دي
    اصل کي دپښتون په وینی تجارت کوی او بس دوی نور هیڅ ډول زمونږ استازولی نه شي کولای
    دا دى بهرنيو چارو وزارت رياستونه.
    ١ رياست سياسى اول موسى عارفى . هزاره
    ٢. رياست سياسى دوم ريس. سيد جاويد هاشمى. سادات
    ٣. سوم سياسى. اغاى بهين . هرات. شيعه
    ٤. چهارم سياسى. اغاى جمراد جمشيد تخار، تاجيك
    ٥. پنجم سياسى خالد ذكريا كابل محمد زايى
    ٦. ريس ملل متحد داكتر شگوفان كابل تاجك
    ٧. ريس حقوق و معاهدات اغاى فهيم نجيب پروان . تاجيك
    ٨. ريس ارشيف و إسناد اغاى سالم وحدت . پروان تاجك
    ٩.ريس مطالعات استراتيژيك اغاى فرامرز تمنا هرات تاجيك
    ١٠. ريس منابع بشرى اغاى جنرال ايماق . فارياب
    ١١ ريس ادارى محى الدين صاحبزاده لغمان تاجك
    ١٢.ريس قونسلى اغاى امان الله أمين پروان تاجك
    ١٣.رياست دفتر اغاى دانشيار مزارشريف تاجيك
    ١٤. رياست پاليسى اغاى اشرف حيدرى كابل تاجيك
    ١٥.رياست تفتيش أغلى حبيب حبيب كابل تاجك
    ١٦. رياست اقتصادى وحيد ويسى كابل تاجك
    ١٧. رياست أمور همكارى هاى منطقوى اغاى رامين اميرى كابل تاجيك
    ١٨. رياست انستيوت ديبلوماسى اغاى سپين غر ننگرهار پشتون
    ١٩. رياست سرحدى اغاى على خيل.لغمان پشتون
    ٢٠ رياست حقوق بشر خجسته فنا كابل تاجك
    ٢١. رياست ارتباط ولايتى اغاى پوپل كندهار پشتون
    ٢١. رياست تشريفات ولى منور كابل تاجيك
    ٢٢، رياست ارتباطات عامه و سخنگوى اغاى شكيب مستغنى كابل تاجيك
    ٢٣. رياست فرهنگى أغاى غياثى ولايت پنجشير تاجيك

    بیاهم یادونه کوم چې دا معلومات پخواني دي خو په هغه وخت کې هم بېعدالتي ښکاره کوي. شاید یو تعداد کسان اوس هم پدې څوکیو لا پاته وي.
    جنرال عبدالله ایماق د پخواني خادستانو څارنوال پرچم ستم غړی و چې اوس په جمعیت کې مدغم شوی دی.

  4. ته راشه په استرالیا کې د افغان سفارت ته زنګ ووهه او ووایه غواړم په پښتو له چاسره وغږیږم… ځواب یې ببخشید تنها دري صحبت کرده میتوانید

ځواب ورکول حبیب کندوزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *