د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت
کله چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په لویه دروازه ور ننوځې فکر کوې د ټوپکیانو د یوه مهم قوماندان کورته ورغلې یې ځکه د خارجه وزارت د همدې لویې دروازې تر څنګ یو غټ سوربخون سپی په یوه ښکلې پنجره کې تړلی او پرله پسي درته غاپي. د دې جنګي او قهرجن سپي غپا د وزارت مراجعینو ته دا پیغام ورکوي چې په همدې وزارت کې به یې کار په آسانه خلاص نه شي.
معلومه نه شوه چې دغه نازولی سپی د صلاح الدین ربانی دی. د نصیر احمد اندیشه دی د حکمت کرزي دی که د عادلې راز دی خو د وزارت تر ډیرو مامورینو زیات ارزښ ورکول کیږي.
یوازې همدا یو سپی نه دی چې په دروازه کې تري تیر شې چې په دفترونو یې ور ننوځې د انسان په جامه کې نور سپي هم درته غاپي.
زه چې د یو دوست د پاسپورت د کار لپاره له هغه سره تللی وم په قونسلی ریاست کی ددی ریاست د معاون اقای خنجانی په دفتر کې له دا ډول حالت سره مخ شوم په دې دفتر کې څو تنه په اصطلاح دیپلوماتان چی ټول د جمعیت غړي او د یوې سیمې کسان و ناست وو او د افغان قومونو پر ضد یې داسې خبرې کولې تا به ویل چې د پاکستان یا ایران د خارجه وزارت د افغانستان په څانګه کې ناست یم.
خنجانی چې پوه شو موږ نه د دوی د ډلې یو نه د دوی د سیمې راته ویې ویل. ګل بیادر ای کار ممکن نیست نمیشه. دوست مې چې هر څومره دلایل  وویل ګټه یې ونه کړه.
د خارجه وزارت په دفترونو کې مامورین نه وي زیاتره سهار په ۹ بجې راځي حاضری امضا کوي نور  بیرته خپلو کورونو ته ځي په یوه لوی ریاست یا دفتر کې یو کس د نوکریوال غوندې ناست وي جې څوک ورشي کار پری خلاص کړي موظف شخص ورته وایی نفر همی دفتر نه امده برو جان برادر.
چې ورته ووایې څه وخت راځي؟
اوږې پورته وغورځوي تر لویه خوله یې یوه کلمه په غوصه راووځي:
– مچیم
چې د دوی دا ډول چلند ووینې سړی د وزارت د دروازې د خولې د سپي په ارمان شې.
په بهرنیو چارو وزارت کې که د چا کار وي کار یې په ورځو ورځو او آن میاشتو میاشتو بند وي. چې هر یوه ته ورځې سمه خبره نه شې ترې اوریدلی.
اخیر سړی مایوسه شي د وزارت د لوی مسوول پوښتنه وکړي.  سرپرست وزیر صلاح الدین ربانی خو یې بې له هغه هم په تنظیمي جنجالونو کې بند وي وزارت ورته دوه توته ارزښت هم نه لري فقط امتیاز یې اخلي.
نو سړی د وزارت د یوه بل مسوول په لټه کې شي.
نوم یی لږ سخت دی ( اندیشه) که اندیښنه.  بیا هم سړی خوشحاله شي چې ځه دا به یو مفکر وي د وطن او خلکو غم به ور سره وي. له ډیرو تنظیمي پاټکونو تیر  شي خدای پري مهربانه شي د وزارت مهم معین او همیشنی سرپرست نصیراحمد اندیشه وویني.
پهووو څومره چې بیا اندیشه له تعصبه ډک دی بل به نه وي مجنون هسې.
اندیشه چې پوه شي له کوم غیر پنجشیري او غیر جمعیتي سره مخ دی نو مخامخ خو جار قربان وایي خو بس کار یې هماغلته د تل لپاره معطل شي. بیا چې په خارجه وزارت کې هر چا ته ورځې د خپل مشکل ورته وایې نو درته وایی:  بیادر مویین صاحب (معین) امر کده که کارتو نشوه.
د اندیشه له نخرو سړی په اندیښنه  کې شي د اندیشه چلند هم سړی د وزارت د دروازی د خولې د سپي په ارمان کړي حیرا ن شي اوس څه وکړي؟
فکر وکړي فکر وکړي د شپي خوب نه کوي اخیر متوجه شي اوهوووو دا څنګه مې هیر و په وزارت کې خو بو بل غوټ پټ چاغ او دنګ معین هم شته چې څومره خلک به تري ویریږي خوشحاله شي راسآ د حکمت خلیل کرزي دفتر ته ورشي. لکه اندیشه له کرزي سره هم لیدل اسانه نه دي. ډیر زحمت او واسطې په کار دي چې ځان تر هغه ور ورسوې. خو ورک یې کړه چې ور نه شې ښه ده. حکمت خلیل کرزی دومره بی کفایته دی چې په هغه بل کرزي صاحب به شک  وباسي. له خپل سکرتر پرته یې په وزارت کې آن په دروازه کې په تړلي سپي هم امر نه چلیږي.
د خارجه تنظیمي وزارت نور چارواکي خو داسې برخورد درسره کوي لکه سپی چې درته غاپي خو حکمت کرزی چې ووینې ذهن ته دې له واره دا خبره راشي
که غاپې نه لکۍ خو ډانګ ونیسه
په حکمت کرزي دا دواړه کوران کې
د وزارت بله معینه یوه میرمن ده عادله راز نومیږي مراجعین فکر کوي چې میرمنې خو عاطفه ډیره لري نو د عادلې راز لمنې ته لاس واچوي.
عادله راز تر پښتو او دري انګلیسي ډیره وایي سړی یې په خبره نه پوهیږي جې اوس دا چارواکۍ څه سره وایي:
– اوه انپرچونتلی.دغه کار اوه انپسیبل اوه
سړی له دې دفتره هم ناهیلی راووځي. د خارجه وزارت په دروازه کې تړلي غټ سپي ته په نهیلۍ وګوري او له وزارته ناامیده راووځي.
دا زموږ د وطن د خارجه وزارت داخلي حال و چې په پوره صداقت بیان شو د خارجه وزارت له خارجي حال څخه خبر نه یم ویل کیږي چې هغه یې تر دې هم سل چنده بدتر ځکه دی چې ټول سفارتونه یوازې د یوې ډلې او یوې سیمې په اختیار کې دي.
2 thoughts on “په بهرنیو چارو وزارت کې سپي غاپي | محمد ولي حضرتي”
  1. محمدولي خانه هماغه دهندو خبره شوه : اي حال هی ، اي احوال هي.
    له هغې ورځې چې تنظیمي او جهاتي وزیران راغلي ، په هغوي کې یواځې هدایت امین ارسلا په پورته یادشویو امراضو نه و اخته ، دا نور ټول د « قهار » خدای ج په قهر اوغضب اخته دي. په کوردننه ستاسو په قول « سپیو » به ډېر شکر وباسې . وایم الله ج د هېڅکله له هېواده بهر کوم سفارت او یا قونسلي ته مه احتیاجوه. زما یو ملګری غواړي یو قانوني سند جوړ کړي ، په نهو میاشتو کې لا ندی بریالی شوي چې هلته وخت ونیسي ، لکه د جمعو مړی په شپو ، هفتو او میاشتو یې سپاري.

ځواب ورکول شعيب هاشمي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *