مجید قرار

زما په اند، د بوږنوونکیو، خفه کوونکیو، مایوسوونکیو، پاروونکیو، او غیرفطري پېښو په اړه هر معلومات هر چا ته رسېدل نه تنها دا چې ګټه نه رسوي، بلکې ناوړه رواني او اخلاقي اغېزي لري. د “به مه چه” خلکو په لاس د رسنیو لوېدلو تر ټولو بده پایله دا ده چې خلک یې ټول په رواني ستونزو اخته کړل. د هرې ناوړې پېښې رواني اغېزي نورو ته انتقالوي. چاودنه په ننګرهار کې کېږي، وېره یې په کندز او تخار کې خپرېږي.

که ټروریزم ترهه اچول وي، نو زه په ډاډ ویلای شم، چې دا کار نن سبا، د طالب تر راکیټ، د ژورنالسټ په کامره ښه، او ډېر کېږي.

موږ ټول پوهېږو، چې که یو څوک یو نوی دوکان جوړ کړي، راډیو ته خبر نه ورکوي، خو که یې زاړه دوکان ته چا اور ورته کړ، نړۍ خبروي.

د نوي دوکان جوړېدل مثبت خبر دی. راډیو یې په اړه هیڅ نه وایي.

د زاړه دوکان سوځېدل منفي خبر دی، راډیو یې د اور لمبې، د چت را لوېدلو لوخړي، او د مالک کریغي په یوه ثانیه کې تر ټولو مایوسه او غمجنو افغانانو ته رسوي.

دلته موازنه ګډوډېږي. په داسې هېواد کې، چې د ذهنیتونو، اعتماد، او اروایي انحرافاتو له بحران سره مخامخ دی، له حقیقتونو سره دغه ډول نامساویانه او غیرمتوازن چلند د ټولنې د توازن ګډوډۍ ته لاره هواروي.
چېرته چې د یأس او رجاء ترمنځ توازن نه وي، هلته به خلک ولې انتحار، انفجار، او رهبانیت نه کوي

ډېر کله، تورن تر محکومېدلو وړاندې محکومېږي، ډېر کله د پېښو اصلي ماهیت او هویت مسخه کېږي، بې باورۍ ته هوا ورکول کېږي. ډېر کله، خاصه پېښه عامېږي، ډېر کله د فرد پېښه پر قوم، او سیمه ور اوړي، او ډېر کله، تورن وګړي او شخصیتونه د محکومو په توګه تشهیرېږي، په داسې حال کې چې د جرم او سزا تشهیر او نه تشهیر د محکمې د مجازاتو برخه ده، خو رسنۍ تورن کس د مجرم په توګه معرفي کوي، او که د محکمې پرېکړه دا نه وي هم، چې سزا دې علانیه، او تشهیر نشي، د “به مه چه” رسنیو د محکمې پر مېز تورن وګړی، چې لا یې جرم ثابت هم نه دی، ټولې نړۍ ته معرفي کېږي.

یو بل، بد اړخ یې کله کله د غیرفطري جرایمو فطري، او د غیرعادي جرایمو عادي معرفي کېدل دي

څه موده مخکې پر لور د پلار د جنسي تېري پېښه ټولو راډیوګانو ټولو پلارانو، او ټولو وړو لوڼو ته ور واوروله. زما په اند، لکه د تلویزیون پر پرده چې د هر هر تصویر ښودل غلط دي، هره هره خبره کول هم غلط دي. خبري د ذهني انځورونو لېږدولو غښتلی صلاحیت لري. سمه ده چې تګلارې همداسې دي، خو ژورنالسټ ملګري دې خپل شخصي نفوذ وکاروي. بس ده چې قتل، غلا، فساد، او اختلاس سره مو خلک عادي کړل. بس ده چې قرآن سوځونه عادي شوه. اوس څوک نه پاروي. له ټولو جرایمو سره خلک مه عادي کوئ.

په رواني لحاظ، هر جرم خپل طیف لري. لومړی، انسان د یوه جرم له تصوره هم ډډه کوي، کله چې یې په څه دلیل، تصور عادي شي، بیا یې که پر ذهن تېرېږي هم، له اورېدلو یې ډډه کوي، کله چې یې د بیان د آزادۍ د کوم پلوي (!) لخوا ور اورول عادي شي، بیا یې اوري، خو له ویلو یې ډډه کوي، کله بیا ویل هم ورسته اسان شي خو له کولو یې ډډه کوي. بیا چې هماغه کار یو څو ټولمني شخصیتونه وکړي، بیا یې کول هم، لکه په پاکستاني مدرسو کې لواطت، عادي شي، خو په جهر، او افتخار کول یې بد ګڼل کېږي.

اوس نو، د ګناه لومړی طیف دا دی چې په اړه یې تصور هم غیرعادي وي، او وروستی، او تر ټولو بد حد یې دا دی چې جرم په افتخار او جهر وشي.

د غیرفطري، او شذوذي ګناهونو او جرمونو د مخنیوي بهترین حد دا دی چې خلک یې تصور هم ونکړای شي. پر محرماتو جنسي تېري، پر مقدساتو مسخرې، او…

دلته د “به مه چه” رسنیو رسنیو ستونزه دا ده چې د ګناه لومړني دوه طیفونه له منځه وړي.

روغ انسان نه غواړي لوی لوی جرمونه تصور هم کړي، څه خو یې ویل دي. ژورناسټ صاحب یې وایي، دو در اوروي. دا ښه کار نه دی.

ژورنالسټان، او د بیان د آزادۍ “به مه چه” انډیوالان دا استدلال کوي چې د جرم په اړه نه خبرېدل د جرم د دوام لاملېږي.

بالکل یې منم، خو دوه خبري دي:

لومړی دا چې څوک باید خبر شي؟ د هغه چا یې په خبرېدلو نه خبرېدلو څه، چې د بدلولو لپاره یې څه کولای نشي؟

څارنوالي خبره کړه، ارګ خبر کړه،  وکیلان خبر کړه، طالب خبر کړه، د کویټې شورا خبره کړه، د بشري حقونو کمیشنره صاحبه خبره کړه، د کلي ملاصاحب، ملک صاحب خبر کړه. نو زما شپږ کلنه لور چې خبره شي، څه به وکړي؟ عام رېړۍ وان، مزدورکار چې خبر شي، څه یې په وس پوره دي؟

دوهمه خبره دا ده چې، که له جرمه نه خبرېدا د جرم د دوام لاملېږي، نو له جرمه ډېر خبرېدل د جرم د عادیوالي لاملېږي.

زه فکر کوم، دوهم حد یې تر لومړي ډېر خطرناک دی. په تېره، هغه مهال، چې د جرم په اړه خبرې ډېري، خو د مخنیوي لپاره یې کار کم کېږي.

وروستۍ تبصره مې دا ده چې د مجرمانو په اړه عمومي غږېدا، د قضاوتونو د عمومي کېدنې، او بالآخره، د مخ-قضاوتونو (Pre-judgments) لاملېږي.

جرم سادات کړی وي، رسنۍ یې اوزبک سادات بولي. جرم د پارلمان د مشر د شخصي ملېشو یوه فرد کړی وي، رسنۍ یې د اربکیانو جرم بولي. جرم پولیس کړی وي، رسنۍ یې د امنیتي اورګانونو جرم بولي. له محصلې څخه د جنسي اړیکې غوښتنه د پوهنتون یوه استاد کړې وي، رسنۍ یې نر غوندې ولیکي چې “د پوهنتونونو استادان پر محصلاتو جنسي تېري کوي”.

که دا جرم، د رسنۍ پر ځای څارنوالي وڅېړي، نو بیا ګناه له فرد څخه کتلې او ټولي ته تجاوز نه کوي، خو د “به مه چه” رسنیو په بحثونو کې دا ډول ړوند تعمیم د ټولنې د بې باوریو، غلطو قضاوتونو، تعصبونو، او ناوړه اخلاقي او رواني پایلو سبب ده.

 مجيد قرار

9 thoughts on “په بیان ازادي کې بیان ازاري”
  1. ! سلامونه
    صرف غواړم دومره ووایم چی دقرار صاحب دلیکنی سره موافق یم اوډیره پرارزښته لیکنه ده

  2. قرار صاحب په ځای خبرې دې، په دې هېله چې زموژ ژورنالیستان دې خبرو ته پام وکړي، تاسو ته دی الله نور هم د لیکلو توفیق درکړئ

  3. ډیره ښه لیکنه ده، الله تعالا دیی لیکونکی ته ډیر آجرونه اوعزتونه ورکړی.
    م. افغان

  4. د قرار صاحب نظر د تایید وړ دی
    تاسي پاکستان وګورئ. په پاکستان کي د افغانستان نه ناامني زیاته ده. داسي کمه ورځ شته چې په کراچۍ، بلوچستان او نورو سیمو کې خلک ونه وژل شي. حملې ونه شي،.. د بلوچستان ټولې بلوچ میشتې سیمې ازادې دي. پنجابي پوځ پکې پسکۍ نه شي اچولی خو رسنۍ د پنجاب یا د پاکستان د ملي ګټو ساتندویې دي دا ډول مسایل ضمني خپروي.
    حتي د دوی دپاره د بهر نه خپرېدونکې رسنۍ هم د پاکستان د دغو ګټو په ساتنه کې مرسته کوي.
    تاسو بي بي سي اردو وګورئ دا خبره به درته ثابته شي
    څو میاشتې پخوا په کابل کې درې یا څلور کسه په یوه انتحاري حمله کې وژل شوي و. هماغه ورځ په کراچۍ کې ۱۰ کسه وژل شوي و. خو د بي بي سي اردو د سر خبر د کابل خبر و. د کراچۍ خبر یې یو ضمني او څنګزن خبر و.
    ممکن زموږ د خبریالانو او رسنیو اصلي مشکل دا وي چې ناببره له خدای ورکړې ازادۍ او دموکراسۍ سره مخامخ شول. دوی فکر کوي هر څومره چي حکومت او دولت وترټي هماغه اندازه به یې خپله د بیان ازادي ثابته کړې وي او د خلکو غږ به یی پورته کړی وي
    قرار صاحب دې ژوندی اوسي.
    هیله لرم چې دا ډول مسایل به بیا هم راپورته کړئ
    مننه

  5. خداى دى لره قرار صاحب، ديرو باريكيو ته دئ پام وى، او بيا په ديره عالمانه او منطقى دلايلو،او په په خوژه ژبه يي حًيرى، قلم ،منطق او ژبه دى خداى همداسى نرمه تيره لره!
    او كه د رسنيورپه هكله وويم، نو د بده مرغه لكه سياست، رسنى او خبريالان هم تول ماركيتيان دى، دوكاندارى روانه كرى، هدف يي صرف پيسه دى، او كومه سودا چى خرحًوى، پوچه،گنده، بي موحتوا وى او يا په زهرو لرلى وى

  6. قرار صیب کاش چې ټول ژورنالیستان دې شاګردان کړي وی.

    خو دوی بد مرغه هم د ځنو ملحوظاتو له مخې دا ګناوې کوي، لکه:
    ۱- د خپلې رسنۍ شهرت لوړول
    ۲- د خپل مرستندوی (طبیعي ده چې پردی او یا متعصب سړی به وي) زړه خوشحاله ساتل
    ۳- د موضوع یا خبر په زړه پورې کول او د لوستونکي یا لیدونکي احساسات را پارول
    ۴- د رسنیو سره د سیالۍ په ډګر کې مارکیتینګ کول

    نو ورورکه، هر څوک ښه هوښیار دي، بې عقلي پدې کې ده چې څوک څه ډول ګټې په پام کې لري؟ او څوک د چا لپاره د چا په طریقه او میتود ګټه ترلاسه کول غواړي؟

  7. قرار صاحب ډیره مننه ستاسو د علمی او منطقی لیکنی نه
    زما په اند د ژورنالیستانو کار او مفکوری ته تغیر ورکول به ډیره مشکله او یا ناممکنه خبره وی. څنګه چی دلته یاده شوه، ژورنالیستې دنده هم یو تجارت ګرځیدلی. تجارت کی هغه مال ښه سودا کیږی، کوم چه نوی وي او د خلکو توجو جلب کړی. د خلکو ډار په ژورنالیستې دنده کی تر هر څه نه بهتره سودا کیږی.
    بله پوښتنه دا ده چی ایا هغه مسولین لکه څارنوالی به بدون ده مطبعاتو فشار نه په هغی توګه قضیۍ حل پسی وګرځی او که نه؟
    خو ستاسی نظر او مفکوره د تایید وړ دی!

  8. منم خو
    قرار صیب دا دومره ښکلی لیکنه چی هیڅ برید یی نشته خو زما له نظره یوه ستره اشتباه نه پوهیږم چی له پخوانیو عادتونو یا پنز سره سم دی کړی او که سهوا: هغه دا چی تاسو ویلی چی
    (جرم سادات کړی وي، رسنۍ یې اوزبک سادات بولي. جرم د پارلمان د مشر د شخصي ملېشو یوه فرد کړی وي، رسنۍ یې د اربکیانو جرم بولي. جرم پولیس کړی وي، رسنۍ یې د امنیتي اورګانونو جرم بولي. له محصلې څخه د جنسي اړیکې غوښتنه د پوهنتون یوه استاد کړې وي، رسنۍ یې نر غوندې ولیکي چې “د پوهنتونونو استادان پر محصلاتو جنسي تېري کوي”.)
    خو بل ځای کی تاسو هم د دی اره ډیر لری تللی یاست
    مثلا
    بیا چې هماغه کار یو څو ټولمني شخصیتونه وکړي، بیا یې کول هم، لکه په پاکستاني مدرسو کې لواطت، عادي شي، خو په جهر، او افتخار کول یې بد ګڼل کېږي.

    زه وایم زمونږ نژدی ټول علما او د دین پوهان له پآکستانی مدرسو فارغ دی نو دوی ته به خلک د څه خطاب کوی
    هیله ده جوته یی کړی

    سوچ پری وکړه!!!

  9. درنه مینه وال صېب، که یو سړی ووایي چې په وردګو کې مڼې ډېري کېږي، یا د وردګو خلک ښه بنایان دي، نو په دې خبره کې نه دی غلط، که څه هم د وردګو ټول خلک بنایان نه دي. د مدرسو د لواطت په اړه هم همدغه مثال صدق کوي. ښه خلک شته، خو دا هم سمه ده چې په مدرسو کې لواطت متأسفانه عامه ښکاره ده. یو وخت په شمشتو کې د امام اعظم مدرسې ته تللی وم، مدیر یې د څو تنو په حضور کې قسم وکړ چې په هره تفریح کې څلور څلور هلکان سره ګیروم. ما دلته د رسنیو لخوا د یو شي تعمیم ته اشاره کړې، نه دا چې یو عام شی موجود وي، او رسنۍ یې عامه یادونه وکړي. رسنۍ هم که کومې عامې ستونزې ته عمومیت ورکړي، پروا نه لري، خو کله چې خاصه پېښه عاموي، بیا غلط کار کوي. یعنې د عام شي یادول پروا نه کوي، د خاص شي عامول، یا تعمیم غلط کار دی. مننه وروره

ځواب ورکول رحمت الله عمرزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *