کريمه نعيمي، لندن

ښه او تګړه موټر چلوونکی له بېړني حالت سره نه مخامخ کیږي. ځکه د هغه ټوله پاملرنه به د سړک په لوري وي او مخکې له مخکې به د ټکر اټکل کوي، ځان او خپل مساپر به ځني خوندي ساتي. خو بیا هم ځینې وخت انسان دې ته اړ شي چې ځای پر ځای برېک ووهي او موټر یو دم ودروي.

د مثال په توګه: یو کوچنی د موټر ومخته ور ولوېږي او موټر چلوونکی مجبوره شي برېک ووهي.

په داسې حالاتو کې باید چې هر څوک وکولای شي موټر ژر تر ژره او په پوره کنټرول سره ځای پر ځای ودروي. ځکه په دې وخت کې پرهره ثانیه حساب کیږي او چټک غبرګون ښوول ژوند ژغورلای شي.

هینداره «Mirror»

ښه موټرچلوونکی هر۴ ثانیې وروسته د شا په هنداره کې ګوري چې څوک په کومه فاصله او سرعت راپسې دی.

خو په بېړنی حالت کې هنداره مه ګورئ.

برېک «Brake»

د برېک پایډل ټینګ او دوامداره کښېکاږئ.

شترنګ «Steering»
د موټر شترنګ په دواړو لاسو ټینګ ونیسئ.

د لاس برېک «Hand brake»
د لاس په برېک موټر مه دروئ.

کلچ «Clutch»

کلچ او برېک پر یوه وخت مه نیسئ. لومړۍ برېک بیا کلچ په وروستۍ ثانیه کې چې فکر کوئ موټر به مو شاید بند شي کښېکاږئ. که کلچ هیڅ ونه نیسئ بیا هم پروا نه کوئ. یوه خبره چې ډېره مهمه ده هغه دا ده که چیري برېک او کلچ پر یوه وخت کښېکاږئ موټر لا نور سرعت اخلي او ځای پر ځای نه دریږي. که چیري یو کوچنی مو مختي وي نو هغه به په ووهل شي. ځکه نو دا ډېره مهمه ده چې دغه دوه پایډلونه یو ځای ونه کارول شي. په عادي حالت کې د ټولو موټر چلوونکو دغه عادت دی چې له برېک سره یو ځای کلچ هم کښېکاږي، خو دلته باید په یاد ولرئچې یوازې برېک ونیسي او بیا چې کله موټر بندېدوته نژدې شو کلچ کښېکاږي.

یوځل چې موټر ودرېدی بیا کولای شئ د لاس برېک وکاروئ.
تر حرکت وړاندې ټوله هندارې باید وګورئ.

اې بي اس «ABS» څه ته وایي؟

نوی موټرونه د ښووېدو د مخنیوي په هدف اې بي اس لري. اې بي اس «Anti-lock braking system» یا د موټر د اربو د بندېدا ضد سیسټم دی. څه وخت چې موږ د برېک پایډل کښېکاږو نو نه شو کولای چې د موټر شټرنګ یوې یا بلې خواته وګرځو چې دا د ښووېدو سبب ګرځي. خو دغه سیسټم چې په زیاتو نویو موټرونو کې شته کولای شي د موټر د اربو د بندېدا مخنیوی وکړي. چې په بېړني حالت کې له موټر چلوونکي سره مرسته کوي. ځکه موټر چلوونکۍ کولای شي د موټر برېګ ونیسي او هم د موټر مخ یو یا بل لوري ته وګرځوي. پخواني موټرونه چې دغه سیسټم نه لري نو د بېړني حالت پر وخت باید برېک یو دم ټینګ ونه نیول شي او د یوې ثانیې لپاره له برېک څخه پښه را لري شي تر څو شترنک بند نه شي.

د موټر د ښووییدلو پر وخت څه باید وشي؟

په بېړنۍ حالت کې له چټک برېک سره د ښویېدلو خطر ډېر دی. ښه لار یې دا ده چې د موټر شترنګ پر هغه لورې وګرځوئ پر کومه خوا چې موټر ښوییږي. د مثال په توګه: که د موټر د شا ټیرونه چپې خوا ته ښوییږي نو شترنګ هم چپې خواته وګرځوئ او که راستې خواته ښوییږي  شترنګ هم ښي لوري ته وګرځوئ. په دې ډول به مو موټر بیرته سیده کړی وي.

په اروپایي هېوادونو کې دغه راز تمرینونه د موټر چلولو د زده کړې پر وخت هر زده کوونکې ته ور ښوول کیږي. ځکه دغه راز مهارتونه په ویلو نه بلکه په عملي ډول باید زده شي.

د زده کړي پر وخت د موټر چلولو ښوونکې ته اړتیا ده. یوازې یو ښه تکړه ښوونکی کولای شي دغه راز تمرینونه در زده کړي.

One thought on “په بېړني حالت کې د موټر ځای پر ځای درول”

ځواب ورکول Ihsanullah Wadan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *