تاند- د تخار ولایت د والي دفتر وايي، دوو روسي یا تاجکستاني الوتکو نن /دوشنبه/ سهار د افغانستان د تخار ولایت په سرحد کې بمباري وکړه چې په نتیجه کې یې ۸ تنه وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.

د روسي خبري اژانسونو د راپور له مخې، د تخار والي د مطبوعاتي دفتر مسوول خلیل اسیر وویل چې روسي یا تاجک الوتکو د تخار ولایت په درقد ولسوالي کې بمباري کړې ده.

د اسیر په وینا په حمله کې وژل شوي یا ټپیان طالبان دي.

اسیر وايي چې دا بمباري بې له دې چې افغانستان ته خبر ورکړل شي، شوې ده.

رویټرز خبري اژانس وايي چې د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې د تاجک پوله ساتو او قاچاقبرانو ترمنځ نښته وشوه او ورپسې د تاجکستان جنګي الوتکو بمباري وکړه.

مجاهد همداراز وویل چې په دې اړه تحقیقات کوي ځکه چې طالبان اجازه نه لري چې د ګاونډیو هیوادونو له ځواکونو سره جګړه وکړي.

د تخار د ولایتي ادارې د چارواکو په وینا بمباري وروسته له دې وشوه چې تېره شپه په همدې سیمه کې د طالبانو او د مخدرو موادو د قاچاقبرانو ترمنځ نښته وشوه چې په لړ کې یې د تاجکستان خوا ته مرمۍ ولګېدې او له کبله یې ۲ تاجک پوله ساتي ووژل شول.

د تخار چارواکي وايي چې د نن سهار بمباري د تېرې شپې د ډزو په ځواب کې شوې ده.

One thought on “په تخار کې د روسي یا تاجک الوتکو په بمبارۍ کې ۶ تنه ووژل شول”

ځواب ورکول attal Afghan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *