ژباړه:. حبيب الرحمن تاثير، كوټه
ترهګري او جهاد دوه خبرې دي، چې زما او د لوېديڅ والو ډيپلوماټانو ترمنځ په هر وار ليدو كتو كې ورباندې خبرې او بحث كېږي، خو د بدمرغۍ خبره ده چې د لوېديځ والو دا خيال دى چې جهاد، اسلام او مسلماني دا درې واړه كلمې له ترهګرۍ سره برابرې دي، د دوى په خيال هر مسلمان ترهګر دى چې نړۍ په ځانمرګو بريدونو باندې تالا كول غواړي، د هغوى په خبره: دا ترهګري، چې نن روانه ده دا مسلمانان كوي، ليكن هغوى حقيقت هېر كړى دى، په اصل كې دا ترهګري دوى پيدا كوي او د مسايلو د لېري كولو له پاره ناكامه هڅې كوي.
د شوروي اتحاد له ماتې څخه وروسته په كال ۱۹۹۲م كې څه وخت چې مجاهدينو په افغانستان كې يو ستر قوت ته د بدلون په موخه بل ستر قوت ته انكار وكړ نو لوېديځو هيوادونو د غلط جهاد استعمال وكړ، د مدرسو جذباتي ځوانان يې د وسلو په توګه د كارولو لړۍ پيل كړه او هغوى ته يې له مالي او نورو لارو څخه مرستې ورشروع كړې، چې نن يې لوېديځ د القاعده په نوم سره يادوي، تر ټولو له مخه لوېديځ د دې ډلې تخليق پيل كړ، چې هغه يې وروزل او قوي يې كړل.
د يوولسم ډسامبر له پېښې څخه وروسته يو بل پېچومى مخې ته راغى، كله چې لوېديځ شوروي اتحاد ته له ماتې څخه وروسته د ناټو له جوړېدو څخه وروسته د يو نوي دښمن او د جواز د مندولو د اړتيا د پيدا كولو له پاره له ناين الېون څخه وروسته د تهذيبي او ثقافتي جګړې دوره پيل كړه، چې ډېرى شنونكيو دې ته د اسلام او كفر ترمنځ د جګړې نوم وركړ، د ناټو اتحاد يو ځل بيا د ترهګرۍ په خلاف د جګړې له پاره ډېرى ډلې جوړې كړې او تش په نامه جګړه يې پيل كړه او هغوى يې په هر ځاى كې مرسته وكړه، لېكن له بده مرغه د دوى په قول د ترهګرۍ په كنټرولولو كې پاته راغلي دي، زه دغه ترهګرۍ ته د خانه جنګۍ نوم وركوم، چې په عراق، افغانستان او لېبيا كې يې پيل كړې ده.
د لوېديځ والو په لاسونو د دغه هيوادونو د تباهي زموږ په وړاندې ژوندۍ بېلګې دي او دوهمه خبره دا ده چې: په پاكستان كې هم د دغه تش په نامه ترهګرۍ په خلاف جګړه كې په لكونو كسان بې كوره شول، ډېرى اولسي وګړو چې په هغوى، ښځې، ماشومان، ځوانان او ډېرى نورو خلګ وو خپل ژوند له لاسه وركړ
كه څه هم په سيمه كې د تباهي زموار لوېديځوال ككړ بلل بې ځايه خبره نه ده، د هر چا له پاره د خپل خالق د مشرانو هم عمره خلګو احترام او له ماشومانو سره چې د شفقت كومه رشته ده هغه ډېره مهمه ده او كليدي حيثيت لري، كه اوس نن كوم بهرنى قوت او د دغه رشتو ترمنځ سپكاوى، عداوت او يا هم د بغاوت د پيدا كولو هڅې كېږي، نو دا راته ترهګرۍ ښكاره كېږي او د دغه رشتو پالل جهاد ګڼم، په دغه پېژند ګلوي يوه عام لوستونكى په دې پوهيږي چې جهاد په اسلام كې يوه مقدسه فريضه ده، كوم چې لوېديځ وال دا د يو خنجر په توګه استعمالوي، خو له بدمرغۍ څخه نن په لوېديځ كې چېري چې كم عمره نجونو په حامله كېدو كې د اندېښنې وړ زياتوالى راغلى دى، نو زموږ په خانداني نظام او سماجي رشتو باندې زور راوړي، د ګوم بېلګه چې په اسلام اباد كې د هم جنس پرستو د واده د تقريب جوړول وو، كه په لوېديځه نړۍ كې د امن اتشي او ورورولۍ ماحول ليدل غواړي نو په وړاندې تجويز باندې غور كول په كار دى.
تر ټولو لومړى اصول دغه دي، هغه چې خپل ځان ته خوښوي هغه دي نورو ته هم خوښوي، د ملګرو ملتونو د چارټر سره سم مذهبي ازادي دي په حقيقي توګه يقيني كړى شي، دغه ډول هڅې دي نه كېږي چې په عقايدو باندې ولاړه ټولنه د غير مذهبي طرز ټولنې و خواته اړ كول كېږي او يا په نورو ټكو په خلګو مشتملې ادارې كه د خپل سياسي، معاشي او ټولنيز ډول ژوند ته د خپلو مذهبي عقيدو سره سم استوار كول غواړي، نو د دي لاره دي بنده شي.
دغه خبره مسلمه ده چې اسلام زموږ د اخري پېغمبر حضرت محمدص نه صرف مذهبي تعليمات او د هغه علمي اقدامات د مسلمانانو له پاره د لارې څراغ دى بلكې د هغه طرز حكمراني تجربه هم يو بهترينه بېلګه ده، مغرب ته په نړۍ واله سطح د يوه داسي كوښښ كولو اړتيا ده چې �� عقايدو پېروكار له خپل مذهب سره د لېري كولو پر ځاى سره نزدي كړي، ځكه چې ټول مذهبونه د همدردۍ او رواداري تلقين كوي له درواغو او بدكاريو څخه د پرهېز درس وركوي او د ښو خبرو تبليغ وركوي، په دغه سيمه كې دي د داسي ډلو مرسته وشي چې هغه د خلګو د عقيدو او په ټولنيز طرز زندګي باندې زور راوړي، دې ټولو خبرو ته كه په حقيقي توګه هغوى عملي جامه ورواغوندي نو د امن، رواداري انصاف او د رشتو د قدرونو خونديتوب به يقيني شي او تش په نامه ترهګري به په خپله پاى ته ورسېږي.
مولانا شیرانی صاحب ،ستا خبرې به سمې وي خو خلک عمل غواړي. ستا په کوټه کې شیعه ګان وژني، وایي جهاد کوو. زما په غزني کې په لویه لاره کې ماین خښ کړي عام مسلمانان ورباندې ووژني، وایي جهاد کوو، ثواب ګټو. ستا د ملګرو جهاد خو په زرګونو زرګونو مسلمانان قتل عام کړل او افغانستان او پاکستان مسلمان هېوادونه یې د نړۍ په بدمرغو هېوادونو بدل کړل. مولانا صاحب، هغه اسلام چې مونږ یې منو هغه خو د سولې، د رحم، د عدالت او د اخوت دین دی او دا چې وژل او وحشت او بې سوادي او جهل او خیرن ګرځېدل پکې د فخر خبرې دي، دا ګومان کوم د یهودو په کومه کارخانه کې جوړ شوی اسلام دی.
زه د صابر صاحب خبرى تائيدوم
صابر صاحب تاسو داسی اسلام منی چی هر وخت مو د بل په کاسه کی پښه ایښی وی او د هغی نه وروسته سوله عدالت او اخوت هم موجود وی خو که چا در ته وویل چی زما د کاسی څخه پښه ایسته کړه بیا نو اسلام د ترهګری دین دی اوس افغان مسلمانان امریکا ته د جنګ دپاره تللی دی که دوی دلته راغلی دی او ستاسو په شان کسان یی بیا په هیمایت کی ولاړ دی نو دا ستاسو دین بیا دی کومی کارخانی تولید دی دا خو هم راته روښانه کړی کچیری ستاسو په دین کی فلاح موجود وی چی مونږ هم فکر په وکړه ځکه چی زمونږ اسلام خو مونږ د یهودو سره له دوستی منع کړی یو او تاسو یی په دوستی مقالف کړی
خان صاحب! كه اسلام داسي دوه مخى وي لكه د مجاهدينو اسلام او يا هم د ځينو طالبانو اسلام نو موږ بايد له دې كلا څخه سپين، سپېڅلي او باعزته كډه وكړو او تاسو ته يې درپرېږدو، دغه يهود چې مجاهدينو ته يې د افغانستان د ړنګولو او د افغانانو د وژلو له پاره پيسې وركولې هلته دوستان وو نن بيا يهود دوښمنان شول؟