تاند – د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د ګڼې ګوڼې په یوه سیمه کې چاودنه شوې چې ګڼ کسان یې وژلي او ټپیان کړي دي.

د بي بي سي نړیوال سروېس لیکي چې، دا یو ځانمرګی برید وو او د پلازمېنې انقرې په داسې یوه سیمه کې شوی دی چې خواوشا ته یې د بسونو تمځایونه موجود دي چې په نتیجه کې یې ۲۵ کسان وژل شوي او تر ۷۵ پورې نور ټپیان شوي دي.

سي بي سي خبري سرچینې د وژل شویو کسانو شمېر۲۷ تنه ښودلی دی.

01

بي بي سي د عیني شاهدانو له خولې لیکي چې، چاودنه په ګووین پارک کې چې د ښار په کیزیلي سیمه کې پروت دی شوې ده او دا چې په برید کې یو شمېر موټرونه هم سوزېدلي دي.

د ترکیې حریت ورځپاڼه لیکي چې چاودنه د ترکیې په وخت د ماښام په ۶:۴۱ بجې، چې د افغانستان په وخت د ماخستن ۹:۱۱ بجې کېږي وشوه.

تېره میاشت یوه بمي برید چې په انقره کې په یوه پوځي کاروان باندې شوی وو ۲۸ کسان وژلي او په درجنونو نور ټپیان کړي ول.

ترکیه له عراق او سوریې سره ګډې پولې لري چې په یوه ګاونډي هېواد کې یې له ۲۰۰۳ کال راهیسې او په بل کې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د جګړې د اور لمبې بلې دي، خو ویل کیږي چې د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر میاشتې راهیسې چې په ترکیه کې په یوه وژونکي برید کې له ۱۰۰ تنو څخه ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړ د دغه هېواد امنیتي حالت د اندېښنې وړ ګرځېدلی دی.

One thought on “په ترکيه کې ځانمرګی برید، ۲۵ مړه ۷۵ ټپیان”

ځواب ورکول Zarghoon ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *