پروین ملال –

کله چې موږ په ټولنیزو چارو کې دښځو فعال رول ته کتنه کوو نو د هرڅه وړاندي مو په افغاني ټولنه کې د ښځو د ښوونې کچې، د دوی دهر ډول ټولنېز فعالیت په وړاندي ستونزو او ورسره فرهنګې مزاحمتونو ته پام اوړي.

نړی ته چې څومر بدلونونه او وړاندی تګونه د شلمي پیړی سره راغلی د تېرو پیړیو په پرتله ډیراوپه هره برخه کې زیات ځلید ونکې دی. دغه وړاندي تګونه چې ډیرکې یی سا ینسي دی، که دیوه پلوه نړی سره راغونډه کړی او دنړی هېوادونه یی سره نیژدی کړی، نودبله پلوه یی د هغه هېوادونو چې دوړاندی تګ په حال کې دی په فرهنګ هم اغیزی کړی دی.چې ددغو اغیزو په نتیجه کې په ځینو جغرا فیایی موقیعتونوکې دروایتونو اونوی توب تر مینځ سړه اوتوده جګړه پیل شوی ده.

زموږ ګران هېواد افغانستان د نړی د هغه هېوادونو په کتار کې را ځي چې په شلمه پیړی کې یی دپرمختګ اوشا تګ ډیری لوړی، ژوري لیدلي او دشلمي پیړی په وروستیو لسیزو کې خو بیرته دهمدی پیړی اوایلوته ستون شوی، او ارتقایی عمل یی په ټپه دریدلي چې د افغا ني ښځو ښوونه، روزنه او ټولنیز فعالیت یی په سر کې راځي.

را ځئ لومړی د افغان ښځو د فعالیت ارزښت او ستونزو ته سر ورښکاره کو.

۱- په افغانې ټولنه کې دښځود ټولنېز فعالیت ارزښت او دهغه په وړاندی فرهنګې مزاحمتونه :

زموږ په ټولنه کې د ښځو په وړاندي فرهنګي ستونزی ډیری ژوري تاریخي ریښی لری.چې په ځینوبرخوکې د اسلامې ارزښتونونه هم غوره شمیرل شوی. دغه فرهنګي ستونزی د نړی په سطحه، د نارینه دفزیکې برتری او د مټو د زور څخه منشاُ اخلي . او په ټولنه کې دنارینه اقصادی وړتیا ورته ټینګښت اوپایښت بخښي. کله چې ډیرشاته ځونویوازی په لرغوني اریانا کې ښځي داقتصادی برابری پربنا دنارینه وو سره برابری ګڼل کیدلی دخاوند اوښځی اړیکوته ددو ملګرو درجه ورکول کېده. همداسی دخور او وروراو بیا په ټولنیزو چاروکې دټولني دغړو تر مینځ، ټولي اړیکې په برابری ولاړی وی. دلیل یی داووچې د ښځو ټولنیز فعالیت هغوی ته اقتصادی توان اوارزښت ور کاوه او ددوی ددغي وړتیا لاس ته راوړنه مثبته ارزول کیده اوښځو ته یی په ټولنه کې دنارینوسره برابر دریځ ورکاوه.

آلماني ډاکتر « ویلیم کایګر» وایی که څه هم چې نارینه دخپلی کورني مشر بلل کېده خوهیڅکله یی دښځی دکار ارزښت لږ او مینځتوب نه ګانه«۱»

همدا اوس،اوس دافغانستان دځینو ولایتونو په کلیوالو سیمو کې اافغانې میرمني دخپلي کورنۍ داقتصادی پیاوړتیا اومعاشی ضرورتونو د پوره کولو دپاره دنارینه وو سره اوږه اوکله بیا چې هلته نارینه دکورنیو بدیو په نتیجه کې دامنیت دنده مخ ته وړي په یوازی سر دکښت اومالداری چاری مخ ته بیا یی خو ددوی دغه کار اوزیار لکه څنګه چې په اریایی ټولنو کې ښځو ته لوړ دریځ ورکاوه، هغه ډول اهمیت نه لری. همداډول دافغانستان په شمالي ولایتونو کې ازبکی اوترکمني ميرمني دغالیو په اوبدلو، کوچیاني میرمني دلبنیاتو دمحصول اوپه عمومي ډول دټول هېواد په سطحه په لاسي صنایعو کې دښځو رول دخپلي کورني داقتصادی پیاوړتیا دپاره دیادولو وړدی، خوارزښت یی دنارینه وود فعالیت په ډول په ټولنه کې نه منل کېږی. دا ځکه چې دښځي هره وړتیا دنارینه و دوړتیا برابر نه ګڼل کېږی. دپښتو ژبی متل دی چې وایی :« د ښځي به ګټه څه وی اودخری به څټه څّه وي» اوپه دی ډول نور ډیر متلونه. چې په ټولنه کې د نارینه دبرتری ښودولو انځور زموږ مخ ته ږدی.

دآریایی دور وروسته په کوشاني دور کې هم په فرهنګي لحاظ په ټولنه کې دښځو دریځ لوړوخو وروسته په تدریجي ډول په افغاني ټولنه کې دښځو د حقوقو ګراف کښته را ځې. دافغانستان په سطحه اوپه خاص ډول دپښتني سیمو دښځو اقتصادی اوټولنیز نزول، ځیني کتونکې دنوی افغانستان دتاسیس وروسته دوری ته په دی بنا منسوبوی چې په دغه دور کې ښځي دمیراث نه محرومی شوی. دپښتوژبی مشهور لیکوال قدرت الله حداد په خپل اثر «دملی تاریخ فلسفه اوپښتونولي» کي په دی هکله څرګندونې لري او وایی: « ښځو ته دمېراث ورکول ځکه لغوه شوه چې نارینوبه یوازی دشتمنو کورنیو دنجونوسره واده ته زړه ښه کاوه نوپه دی بنا چې په ټولنه کې ددی بدمرغی مخه ونیول شي دغه تجویز ورته ونیول شو.(۲)

اوځیني کتونکې بیا په افغانستان کې دامېر حبیب الله خان دور دافغانو ښځو دژوند تزولي سیرګڼي (۳)‍

خوزما په نظر دغه امتیازی سلوک دنړی په سطحه ژوری تاریخي ریښی لری او په ټولو نړیوالو ټولنو کې موجودی وُ او موجود، دی چې دمرد سالاری نه منشا اخلي څرګند دلیل یی دا چې که چیری ښځه دملکیت خاونده او اقتصادی خپلواکي لاس ته راوړی نودغه ډول به دژوند په نورو چارو کې هم واک واخلي او په تدریجي ډول به دنارینه حاکمیت په ټولنه کې زیا نمن شي.

دپورتنیو خبرو دثبوت دپاره باید ووایوچې په لرغوني یونان کي چې دمدنیت زانګو وه.ښځو هیڅ ډول اقتصادی اوحقوقی پیژندنه نه درلوده. میړونوکولای شوای. ښځي وپلوری اویا یی په پورورکړی دمیړه دمړینی وروسته یی په وراثت کې حق نه درلودی. په بودیزم کې یی ښځي شرزیږونکي، حسد کونکې اوناقص العقلی ګڼلی او انسانان یی داصیلو او کم اصلو په درجوویشل ښځوته یی دکم اصل درجه ور کول. دیهودو ددعاو نه یوه دعاداوه چې خدایه شکر دی چې ښځه دی نه یم پیداکړی. اسپانویانوبه ویل: چې یوازی« مریم عذ را»پاک روح لری نوری ښځي دانسان اوحیوان تر مینځ دی .همداسی په بابل او چین کې ښځو ټولنیزه پیژندنه ، نه درلوده (۴)

همدا اوس هم په نړیوالو ټولنوکې دنارینه وو دبرتری ډیر شواهد لیدل کېږی،چې زموږ ګاونډی هېوادونه یی په سرکې راځي.نوپردی بنا ویلای شو چې یوازی افغاني مېرمني ددی ستونزو سره نه دی مخ بلکه دنړی په ډیرو پرمختللو ټولنو کې داستونزی شته هلته یی یوازی جوله بدله ده په دی معني چې د ښځو دټولنیز کار اوفعالیت په وړاندی کلتوری ستونزی نشته خوکار اوفعالیت یی دنارینو په پرتله ارزښت اومزد نه لری.

۲- په افغانستان کې دښځو د ښووني اوروزنی په وړاندی ستونزی :

که څه هم چې په افغانستان کې دښځو دښونی اوروزنی بهېرد۱۹۱۹، میلادی کال نه پیل کېږی.چې اوس نیژدی سل کلن کېږی. خو افغانی ښځي اوس هم په دی برخه کې دډیرو محدودیتونو او محرومیتونو سره مخامخ دی. دا آسانه خبره نه ده چې په یوه داسی ټولنه کې چې دکور نه دښځي وتل لویه ګناه شمیرل کېږی دابهیر چټک ګامونه پورته کړی.زموږ ټولنه اوس هم ، هغه روایتی ټولنه ده چې دښځو دحقوقو په برخه کې اسلامي احکام هم خپل حقانیت پکښي دلاسه ورکوي اورسم ورواج دیوه مهم ارزښت په تو ګه لومړی شمیرل کېږی. که چېری موږ داومنو چې ښځه دټولني نیمه برخه ده نو په دی هم باید اعتراف وکړو چې دښووني په نه ورکړه مونیمه ټولنه تیارو ته سپارلي اودخپل هېواد ارتقایی عمل مو نیم کړی دی.که چېری موږ دانسان ټولنیز حیثیت ته تیاریو نو دا باید ومنو چې ښځه هم ټولنیز حیثیت لری اودغه حیثیت داسلام مبارک دین څو کلونه شاته ورکړی.

درسول اکرم(ص) نه روایت دی. چې څوک دنیا غواړی علم دی وکړی. که اخرت غواړی علم دی وکړی اوکه دواړه غواړی هم باید علم وکړی.

همداډول داسلام مبارک دین په صراحت سره رو ښانه کړی،چې زده کړه په نارینه اوښځي باندی فرض ده.

محد نادر ایوبي کندهاری داسلام اثرد ښځو د حقوقو په برخه کې وایی : داسلام په لویه حقوقی ساحه کې دښځو دپاره تجارت،زراعت،صنعت،فقاهت،معلمي،طبابت، محتسبی،قضاوت ( دحدودو دموضوع نه په غیر ) وکالت، ضمانت ، شهادت ،جهاد ( په هغه ډول چې اسلام توضیح کړی دی) په مربوطه اجتماعي اوسیاسی مسایلوکې داسلام دحقوقو په محدوده کې دتشبث اوعمل دکار اواجرا دصلاحیت حقوق ورکړه شوی دی.

دهمدی بحث په بله برخه کې لیکي : دمذاهبو دڅلورو امامانو دنظره ښځي فتواوی ورکولي سي، په دی توګه دامام اعظم (ر) په رایه ښځه د تجارتي اجتماعي اویا بین المللی اومورو اومدني ساحاتوکې قاضیه جوړیدای شي او دټولو احکامو په برخه کې ( دقصاص اوحدودو پر ته فیصلی صادرولی سی …… دحضرت رسول اکرم(ص) په زمانه کې اوترهغه وروسته داسلامې عدالت له مخي ښځو په غزاګانوکې ګډون وکړ، دشرعی مسایلو په مطالعاتوکې دلوړو مقامونوخاونداني سوی دفتوااوشرعی استنباط مصدر وګر زیدي .

مولانا ګوهر رحمان داسلامی سیاست دکتاب لیکونکې پرتفسیر مظهری باندی دتبصری وروسته وایی چي حضرت عمرفاروق ( ر) به هم دښځو نه مشوره غوښته اودحضرت شفا بنت عبدالله ( ر ) درایی څخه به یی قدر داني کول، دهغی مبارکي رایه به یی مقدمه ګنل او کله کله به حضرت عمر فاروق ( ر ) همدی بی بی شفا ته دبازار دنګرانی ( ښاروالی ) وظایف هم ور سپارل. په همدی کتاب کې راغلی دی، چې حضرت سمرا بنت نهیک اسدیه ( ر ) چې یوه صحابیه وه اوتر ډیره وخته پوری ژوندی وه، دبازارونودوری کولي، خلګو ته به یی وعظ اونصیحت کاوه اوجرم کونکي به یی په درو وهل ( ۴ )

نواوس پوښتنه دلته را ولاړیږی چې که چیری ښځه دپوهي په رڼا سمباله نه وی نوهغه به دغه ټولنیز اسلامي حیثیت څنګه لاس ته راوړی. په داسی حال کې چې دافغانستان په سطحه په ټول هېواد کې دښځو د ښووني اوروزني په وړاندی دړانده تعصب دیوالونه د پیړیو را په دیخوا ولاړدی. یوازی په ځینو موقیعتونو کې د کچي دلوړوالی اوټیټوالی په اساس سره توپیر پیدا کوی د بیلګه په ډول د ولایتونو په سطحه اویاهم دکلیو اوښارونوپه سطحه.

همداډول دلوړو زده کړو دپای ته رسیدو، وروسته په ټولنیزو چارو کې دبرخی اخیستو په برخه کي هم دغه ډول توپیرونه موجود، دی .

کله چې په افغانستان کې په څلورو لسیزوکې د ښځوټو لنیزو چارو ته کتنه کوونوبیله دی چې ددی نه هم وړاندی وختونوته لږ سر ورښکاره کړو بله چاره نه لرو.ځکه چې په افغانی ټولنه کې دښځود ټو لنیزو چاروبهیر پرله پسی نه دی. کله دا بهیر وړاندی تللی، دی او کله بیا د ټکي پرنکته دریدلی دی.

کله چې دافغانستان تاریخ ته کتنه کوونو هغه ټوله نرینه تاریخ دی، لکه دنوری نړی دهېوادونو په شان ښځه د ټولنیز اوسیاسی شخصیت په حیث ځلیدونکې حضور نه پکښي لری. اوکه لږ وډیر یی لری هم نو هغه په مصلحتونوکې شمیرلای شو خوبیا هم دافغانستان په چاپی اثارو کې دداسی میرمنو نومونه په تحریری ډول راغلی چې د خپل زیار او وړتیا په اساس دی ډګرته راوتلی،ځلیدلي او دپام وړ چاری یی سرته رسولی دی. باید یادونه وکړو چې دا فهرست ډیر اوږد دی خو د موضوع د لنډیز دپاره به یوازی دهغه مېرمنو یادونه وکړو چې ډیری ځلیدلی دی.

الف : دشعر او ادب برخه .

ب : سیاسی برخه .

پ : حماسی اورزمې برخه .

هغه مېرمني چې دشعر اواد ب په برخه کې ډیری ځلیدلی، په لاندی ، ډول دی -۱

رابعه بلخي،پروین خاتون، محجووبه هېروی،آمنه فدوی،مخفي بدخشي،مستوره افغان، عایشه دراني، زرغونه کاکړ، بی بی نیکبخته،محجوبه هیروی ، مېرمن رابعه ،نازوانا ،زینب هوتکې ، مېمن سپینه ، مېرمن مسرۍ ، جهان ملکه دسلطان مسعود لور، صاحبو عاجزه ،صنوبر عاجزه ،( بی بی جانی ) چې په حیاتی مشهوره ده، خانم بختیاری، بی بی حلیمه حافظه ، ببو جان . ( ۵ )

-۲ سیاسی، تاریخی برخه :

ملکه ګوهر شاد د شاه رخ مېرزا مېرمن، زینب هوتکي دمېرویس نیکه لور، زرغونه انا داحمدشاه بابا مور، دامېر حبیب الله خان مېرمن سرور سلطان (سراج الخواتین) دغازی امان الله مېرمن ملکه ثریا، دمحمود طرزی مېرمن اسما سمیه، دغازی اما ن الله خان لور ناجیه دوګان، د امېر دوست محمد خان لمسي بی بی حلیمه، دظاهر شاه مېرمن ملکه حمېرا اوداسي نوري ……………..(۶ )

۳- حماسي اورزمي برخه :

په افغانستان کې د چادری یابغری درواج وروسته چې په اتلسمه پیړی کې دانګلیسي قواو دراتګ ورو سته لومړی دکابل په ښار او بیا په نورو، ویالتونوکې رواج شوه ، د ښځو د ټولنیزو فعالتونو په برخه کې محدودیتونه راوستله اوستونزی یی ورته وزیږولی. تردی وړاندی افغانو مېرمنو هغه لوی پوړني چې اوس هم زموږ په ځینو کلیوالو سیموکې رواج دی په سر کاوه او دنورو ټولنیزو چارو په خواکې یی دوطن دخپلواکي په وسله والو مبارزو کې برخه اخیسته. دافغان انګلیس په دوهمه جګړه کې دکابل دښار او ولسوالیو نه څلورسوه تنه مېرمنو برخه درلوده. چې ددی شمیره ۸۳ تني شهیداني شوی.(۷)

همدغه ډول په دغه وسله والونښتو کې چې په دغه دور کې په ولایاتو نو کې شوی. په زرګونومېرمنو برخه اخیستي،چې زموږیی د پښتو په ولسی شفاهی ادب کې نښي نښا نې موندلای شو. دموضوع د لنډیز په سوب به په لنډ ډول دلته دهغه مېرمنو ذکر وکړو چې نومونه یی تر تحریری او تاریخي پا ڼو رسید لي دی.

دلوی احمدشاه بابا دلښکرو دیوه سپاهي مېرمن ، عینو ، میوندی ملاله ، بخت نامه کاکړه،تور پیکۍ،غازی ادی،میرمن سپینه،زهرا نګاهي،ګنج جانانه بلوڅه،بی بی مریم بلوڅه، بانو بی بی بلوڅه او رادوجان افغا نه هند واڼۍ چې په ځینو حماسي شعرونوکې یی ذکر شوی دی.(۸)

اوس را ځو دښځو د فعالیت اوسنې یا نیژدی څلويښت کلني دوری ته :

که چېری په دغه دوره کې په هېواد کې، پرله پسي سیاسی بدلونونو او دهغه سره دښځو په ټولنیزژوندا نه کې دنوو اوزړو پدیدو ټکرونه په نظر کې ونیسو نو دی نتیجي ته رسیږو، چې افغانو مېرمنو د نیژدی څلورو لسیزو جګړو دبدمرغیو او فرهنګي ستونزو سره،سره بیاهم په زړه ورۍ اوبهادری سره په بیلو،بیلو ټولنیزو چاروکې فعاله ونډه اخیستي اوځلیدونکې دریځ یی خپل کړی. په داسي حال کې چې دافغانستان په تاریخ کې دغه دوره دافغانو ښځو دژوندانه ډیره ستونزمنه او دډول، ډول کړاونو ډکه دوره ده . خوبیا هم همدغه افغانه مېرمن ده. چې ددرد او غم په دغه تاو، وهلو کوڅوکې مزل کوی اود خپل منزل په لټه کې ځان دټولنیز چوپړ دروازی ته رسوی او دخپلي کور نې د اقتصادی پیاوړتیا دپاره په سیاسی، فرهنګي، ښوونیزو، طبي اوداسی نورو ټولنیزو چاروکې برخه اخلي.

په دی برخه کې بیا هم راځو د هغه مېرمنو یادونی ته چې په دغه برخه کې ډیر ځلیدونکې در یځ لری. او دابرخه تردوو سرلیکونو لاندی سره بیلوو.

الف : دشعر اوادب برخه !

ب : دسیاست او نورو ټولنیزو چارو برخه !

د شعر او ادب برخه :

دشعر اوادب په برخه ددغو آغلو نومونه زیات ځلیدونکې دی ، معصومه عصمتی ، زینب بیات ، تورپیکۍ قیوم ، مستوره

شال ، سپوږمۍ زریاب ، مېر من سایره ، شریفه شریف ، فاخره موسوی ، کامله حبیب ، مریم محبوب ،بلقیس مکیز ، کبرا مظهری، ملالۍ موسي ،ډاکتر زرغونه رښتین ، پروین فیض زاده ملال ، پروین پژ واک ، ثریا سد ید، ثریا واحدی ، حمېرا نګهت ، خالده فروغ ، خالده تحسین ، کریمه فیض زاده رسو لي ، صفیه صد یقی ، ګل غوټي خاوری ، بلقیس محبوبی ، خور شید عطایی ، رقیه ابوبکر ، ساجده میلاد ، طیبه سهیلا ، کریمه ویدا ، لیلا خرم، وږمه عامر، عار فه عمر لور ، لیلا صراحت ، لیلا کاویان ،شفیقه خپلواک ، مینه انتظار او نوری …………………. ( ۹ )

سیاست او نوری ټولنېزی چاری :

په سیاست او نورو ټولنېزو چاروکې ډیری ځلیدونکې څیری داسی یادولای شو. کبرانورزایی ، آمنه افضلی ، حبیبه مسعود صمدی ، راحله راسخ ، عزیزه رشاد ، شفیقه ضیا یی ، خد یجه احراری ، شفیقه محمود حبیبی ، شکریه رعد ، صا لحه فاروق اعتمادی ، صا لحه امېن اعتمادی ، صا لحه ننګر هاری ، عالیه پو پل ، پروین مجروح ، شیرین مجروح ، فاطمه کیفي ، فاطمه ګیلا نې ، فتا نه ګیلا نې ، فریده عثمان انوری ، صایمه مقصو دی ، ثر یا خاد م ، زیبا خا دم ، لطیفه کبېر سراج ، مستوره نواز ، نا هید شهید ، نجیبه طبیبی ، نفیسه عبا سی ، نور جهان فاراني ، سهیلا وردګ ناظمي ، ښایسته سعادت ، فریده هوډ سیفي ، نجیبه ایوبي ، شکریه بارګزی ، فوزیه کو في ، لینا روزبه ، تورپیکۍ خادم او داسی نوری ………………………. (۱۰)

اوس را ځو په اوسنې دوره کې دښځو ټولنیز واک او چار واکې ته :

دهېواد په تاریخ کې دلومړی ځل دپاره دمحمد هاشم میوندوال په کا بینه کې اودوهم ځل د۱۹۶۷ کال نه تر۱۹۶۹ کال پوري ډاکتر کبرا نورزایی دروغتیا دوزیری په حیث ټا کل کیږی.چې دغه تش سمبولیک دود تراوسه پخپل ځای پا ته او پرته دڅو مېرمنو نه چې دخپل لیاقت او صلاحیت په اساس دوزارت مقام ته رسیدلی نوری د قومې اونورو مصلحتونو

په اساس دهغه وخت نه تراوسه ټاکل کېږی په ۱۳۵۵ لمریز کال کې چې دداود خان دواکمنې دوره ده. دنوی اساسي قانون په کمیسیون کې د یو څلویښت غړونه دښووني اوروزني دوزارت دوی مېرمني فاطمه کیفي اوعالیه حفیظ غړیتوب تر لاسه کوی. اوبیا د داود خان په لویه جرګه کې د۳۴۷ غړو نه یو ولس مېر مني چې اوه تني یی انتصا بی او څلورتني یی انتخابی دی د ګډون حق تر لاسه کوی. باید ووایو چې نوموړو مېر منو ټولو لوړ تحصیلات درلود ل او پخپلو مسلکونو کې دښو تجربو خاوندانی وی چې نومونه یی په دی ډول دی. ډاکتر کبرا نور زا یی ، عزیز ه اماني ، نجیبه سير ، حمېرا حمیدی ، ډاکتر ثریا خادم ، خالده غوث ، زینب امین ، پوهندوی محبو به حقو قمل ، عزیزه احسان عمر ، ذ کیه رسول او خد یجه .

دا یادونه هم ضروری ګڼم چې په افغا نستان کې د ښځو دښووني اوروزني په بهېر کې نوی منزلونوته امیدونه هغه وخت وټوکیدل چې په ۱۳۲۵ لمریز کال کې د مېر منو ټولنه تاسیس شوه اوتر ۱۳۵۲ لمریز کال پوری یی په تدریجي ډول خپل مزلونه ووهل.

دداود خان دواکمني دپای ته رسیدو وروسته د۱۳۵۷ لمریز کال د ژورسیاسی بدلون ورو سته هغه مېرمني لوړو چارو ته ټا کل کېږی، چې په سیاسی لحاظ واکمن نظام ته تعهد لری. په نورو دولتي ادارواوسیاسی ارګا نونو کې دټولني د محرومي اوناداری طبقي نه مېرمني او ځواني نجوني لومړی دحزب دګټود سا تلو دپاره جذب اوبیا په دندو ګمارل کېږی، د موسیقی او نورو هنرونو په برخه کې هم ښځو ته لومړیتوب ورکول کېږی. کله کله خو دښو ونځیو اولیسو نجوني دتهد ید اوزور دلاری په خاصو ورځو کې دی ته مجبوریږی چې په ستیژ باندی خلقي او یا وطني ترانی ووایی.

په دغه دوره کې دمېرمنو ټولني نوم چې تر دی د مه یی د ښځو د ښووني اوروزني لکه سواد ، تد بیر منزل، او نور اقتصادی پروګرا مونه مخ ته وړل « دافغانستان دښځو دیموکرا تیک سازمان » په نوم اوړی او دټولنیزو چارو پر ځای دحز بی اوسیاسی فعالیت ځای ګو ټي کېږی . ( ۱۳)

دافغانستان په تاریخ کې دلومړی ځل دپاره په ۱۹۷۸ میلادی کال کې اناهیتا راتیب زاد دسفیری په حیث چې تر دغه وخته پوری بله ښځه نه وه ټاکل شوی، ټاکل کېږی .

دمېرمنو ټولني نوم د « سازمان خلق زنان » په نوم اوړی او مشری یی ( دل ارا محک ) ته چې وړاندی د( ثریا پرلیکا ) په غاړه وه سپارل کېږی. ( ۱۴ )

د۱۳۵۷ لمریز کال دمرغومي د میاشتي دکودتا ورو سته چې ببرک کارمل د پخوانی شوروی اتحاد د مستقیم یرغل سره واک ته رسیږی . دمارچ اتمه نیټه چې دښځو نړیواله ورځ د « افغانستان دښځو دیموکراتیک ساز مان » په تالار کې په ډیرو شاندارو مرا سیمو نما نځل کېږی ( ۱۵ )

په دغه دوره کې په ټولنیزو چارو کې د غوا یی دکودتا دلومړیو وختونوپه پرتله د ښځو شمیره دواکمن نظام دلوری دسیاسی موخو دلاس ته راو ړولو دپاره په سیا سي ، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې نوره هم ډیریږی .

په ۱۳۶۵ لمریز کال کې چې کله ببرک کارمل دواک نه لیری اوډاکتر نجیب واک ته رسیږی په افغانستان کې دملي امنیت په چوکاټ کې دښځو کنډک جوړیږی چې په نظامی برخه کې ددوی ګډون ته لاره د لومړی ځل دپاره لاره پرانیزی . ( ۱۶ )

په دغه دوره کې د هېواد نه دباندی او په جهادی تنظیمونوکې دښځو د ښوونیز فعالیت پیل :

دهېواده بهر له وړاندی نه ښځي دښووني اوروزنې او همدا ډول دطب په بر خه کې په ټولنیزو چارو کې فعال ګډون لری خو په سیاسی برخه کې ددوی فعالیت د۱۹۸۰ زیږدیږ کال نه چې په جهادی امورو کې بیلی ، بیلی نظریی تبارز کوی پیل کېږی او ځیني ښځینه سازمانونه چې په فکری لحاظ توپیرسره لری په کار پیل کوی .

لومړی :

(تنظیم اسلامي زنان افغانستان ) چې مشری یی فاطمه یاسر کوي.

دوهم :

( سازمان انقلابی زنان ـ راوا ) دکشور کمال په نوم میر من چې په ( مینا ) مشهوره ده مشری په غاړه اخلی. چې د څه وخت وروسته دپاکستان د کو ټي په ښار کې په مرموز ډول وژل کيږی .

دریم :

( انجمن زنان افغانستان ) چې مشری یی فتانه اسحق ګیلا نی کو ي .

د۱۳۷۱ لمریز کال نه بیا د طا لبانو واک ته تر رسیدو پوری د جهادی تنظیمونو دواک په دوره کې د ښځو دښووني اوروزني او ټولنیزو فعالیتونو ګراف د کورنې او بهرنې مهاجرتونو، جګړو او ښځو ته دنورو ور پیښو خطرونو له کبله کښته راځي. او دطالبانو په واکمنې کې په ټپه دریږی .

په ۲۰۰۱ زیږدیږکال کې د ��البا نو دواکمني د پای ته رسیدو وروسته دبن د کنفرانس په رسمي غړو کې مېرمن امینه افضلی او سیما ولی غړیتوب تر لاسه کوی. او په غیر رسمی غړو کې د افغانستان دپخواني صدر اعظم ډاکتر یوسف لور، رڼا یوسف ، فاطمه ګیلانې اوصدیقه بلخی د ګډون امتیاز ترلاسه کوي.(۱۸)

دحامد کرزی په موقته اداره کې دنوی تشکیل شوی وزارت یا دښځو دچارو دوزارت دپاره سیما سمر او دروغتیا دوزارت دپاره سهیلا صدیق ټاکل کېږی. داضطراری لویی جرګې په کمیسیون کې دری تنی مېرمنې دګډون امتیاز تر لاسه کوی چې نومونه یی په دی ډول دی ، محبوبه حقوقمل ، ثریا پرلیکا او حمېرا نعمتي همدا ډول په دی جرګه کې ۱۶۰ تنې مېرمني چې سیما سمر پکښي د مرستیالی دنده مخ ته وړی ګډون کوی. داضطراری لویی جرګې ورو سته حبیبه سرابی ته د ښځوچارو دوزارت واک سپارل کېږی.

د۲۰۰۲ میلادی داساسی قانون دجوړ ولو په کمیسیون کې دوی تنی قاضیانی آصفه کا کړ او مکرمه اکرمي غړیتوب تر لاسه کوی.

دحامد کرزی په دوهمه کا بینه کې، آمنه افضلی، صدیقه بلخي او مسعوده جلال ته دوزارتونواو همدا ډول فاطمه ګیلانې ته دسری میاشتي ریا ست ورکول کېږی . حبیبه سرابي دهیواد په تاریخ کې دلومړی ځل د پاره دبامیان د والۍ په حیث ټاکل کېږی.

د۱۳۸۴ لمریز کال دولسی جر ګې ته په انتخا باتو کې ۶۸ تنی میر منې پارلمان ته لاره پیدا کوي .

دحامد کرزی په دوهمه کا بینه کې حسن بانو غضنفرد ښځو دچارو، دوزیری په حیث او آمینه افضلي د ټولنیزو چارو دوزیری په توګه لوړه کوی.

د ۲۰۰۱ زیږدیږ کال نه بیا تر اوسه پوری په زرګونو مېر منې او نجوني په هېواد کې دټولنیزو چارو په هره برخه کې ور سپارل شوی چاری په ډیرشهامت اوزړه ورتوب مخ ته وړی .د بیلګي په ډول په سیاسی، فرهنګې ، روغتیا یی، ښووني اوروزني، قضایی ، ولسی جرګې، مشرانو جر ګې، ولایتي شورا ګا نو دکورنیو چارو وزارت، دد باندنیو چارو وزارت، مدني ټولنو، ټلویزیونونو او را ډیو ګا نو د هېواد نه بهر په سفارتونو او جنرال قو نسل ګریو کې، د ټولني د خو ځنده بهیر په توګه، چاری مخ ته بیا یی او مخ په وړاندی درومې.

په نتیجه کې ویلای شو چې په افغانې ټولنه کې په ټولنیزو چاروکې د ښځو دبرخي اخیستلو نه هروخت نارینو د سیاسی الي په توګه ګټه پورته کړی. که یی چېری د امانې عصر نه راواخلو، چې د ښځو د ښووني اوروزني اویاهم په ټولنیزو چارو کې دبر خي اخیستلو سیستماتیک دور پیل کېږی نو بیرته دحبیب الله کلکا نی حکومت ددی موضوع دسیاسی اړخ نه د ګټي پورته کولو دپاره دا بهیر په ټپه دروي. اوبیا چې کله په ظاهر شاهي او نادر شاهي دور کې ورته لږ و ډیره پاملرنه کېږی او کله کله ښځې په سمبو لیک ډول جګو پوسټونو ته غوره کېږی.   یا د شاهی نظام د ړنګیدو، ورو سته دداود خان په حکومت کې چې افغانې میرمني څه ناڅه سیاست ته لارپیداکوی، دبده مرغه چې په خلقی او په خاص ډول پر چمې دورکې دښځو ټولنیز فعالیت ګوندی ګټوته خاص کيږی . دجهادی تنظیمونو په واکمنې کې دپاکستان د جمیعت العلما ګوند د دیو بندی افکارو ترتاثیر لاندی بیرته ډیر سخت دریځ ورته غوره کيږی او دغه دریځ په افغاني ټولنه او په خاص ډول د افغانستان په پښتني سیمو کې د دودونو اورواجونو سره نغاړل کيږ ی او ددین ټا په باندی لګول کېږی.که غور ورته وشي نو دغه دریځ دهغه ځایه الهام اخلي چې کله په دغه ګا ونډی هېواد کې د جهادی ډلو دواک ته رسیدو وړاندی په افغانستان کي د نظام د جوړښت دپاره سیمینارو نه دا یریږی نو دسر ټکي یی په افغا نې ټولنه کې د ښځو د ښووني او روزني اوبیا په ټولنیزو چارو کې دبرخي اخیستلو په برخه کې وی. د حیراني خبره دا ده چې کله په ۱۹۹۳ زیږ دیږ کال کې په همد غه ګا ونډی هېوادکې یوه مېرمن واک ته رسیږی نو دجمیعت العلما دیو بندی ګوند یی شاته دریږی. اود یادی مېرمنې دصدا رت په دوهمه دوره کې ددغه ګوند مشر د پارلمان ددباندنیو اړیکو درئیس په توګه ټاکل کېږی. دطالبانو په دور کې چې کله د ( شریعت راد یو) نه دملا عمر فرمانونه او هدایات صادریږی نوزیاته برخه یی د ښځو د ښووني اوروزني اوټولنیزو چارو کې دبرخې اخیستلو په هکله وی. چي شمېر یی لسو ته رسیږی دبیلګې په ډول :

۱- ښځي دکور دباندی دزده کړی اوکار کولو حق نه لری.

۲- ښځي بی دشرعي محرمه بازار ته داړتیا وړ شیانو د اخیستلو دپاره نه شي تللا ی

یعنی   دغه دور بیر ته دحبیب الله کلکا نې دورته ور ستنېږی او د ښځو ښوونه اوروزنه او په ټولنیزو چارو کې برخه اخیستنه پکښي په ټپه دریږی .

د طالبانو دسقوط ورو سته چې په هېواد کې د افغاني مېرمنو اونجونو د ښوونې اوروزنې او ورپسي په ټولنیزو چاروکې برخي اخیستلو دپاره لاره هواریږی نوهم سیا سي اړخ لري ځکه چي دافراطي بڼي نه یی دورا یه جو تیږی .

په اوسني دور کې که چېری سیا ست دپا مه وغورځوو اویوازی د افغانو میرمنو او نجونو وړتیا ته پام وکړو، نو دا په ډاګه و یلای شو چې په ورسپارل شوو دندو کې یی د پام وړ دریځ خپل کړی په هره برخه کې په نړیواله سطحه ځلیدلی اود نارینو په شان یی هېواد ته ویاړونه بخښلي .

لمن لیک :

-۱ د ښځو تاریخ ته یوه کتنه، محمد علم بڅر کې، د خپریدو کال ۲۰۰۵ میلادی کال، ۸۸ مخ.

۲- دملي تاریخ فلسفه او پښتونولي، دقدرت الله حداد اثر، دخپریدو کال ۱۹۹۲ میلادی کال، ۳۳ مخ

۳- دښځو تاریخ ته یوه کتنه ، ۲۴۴ مخ

۴- اسلام، د محمد نادر ایو بي کندهاری، اثر، ۲۰۰ او ۲۰۱، مخ

-۵ پټه خزانه ، لوي استاد علامه حبیبي ، زنان سخنور ونامور افغانستان ، ډاکتر محمد حلیم تنویر، زنان افغان زیر فشار عنعنعه و تجد د، ډاکترسید عبد الله کاظم .

-۶ زنان افغان زیر فشار عنعنه وتجد د، ډاکتر سید عبدالله کاظم ، ۳۵ او ۳۶ مخونه .

۷- همدا اثر ۸۳ ، او ۸۵ مخونه .

۸- همدا اثر ،۳۷ ، او ۳۸ مخونه .

۹- پښتني لیکوالي اوشاعرانې ، کبرا مظهری ، چاپ کال ، ۱۳۶۶ ، زنان سخنور ونامور افغانستان ، ډاکتر محمد تنویر حلیم ، چاپ کال ۱۳۸۰ ، لمریز .

-۱۰ زنان افغان زیر فشار عنعنه وتجد د، ډاکتر سید عبدالله کاظم ، دچاپ کال ، ۲۰۰۵ میلادی – زنان سخنور ونامور افغانستان ، ډاکتر محمد حلیم تنو یر ، دچاپ کال ۱۳۸۰ ، لمریز .

۱۱- زنان افغان زیر فشار عنعنه وتجد د،۳۱۴ ، ۲۹۲ ، او ۲۰۵ مخونه .

۱۲- په افغانستان کې د ښځینه زده کړو تاریخي سیر، استاد حبیب الله رفیع،چاپ کال ۱۳۵۷ ، لمریز، ۵۳ مخ .

۱۳- همدا اثر ، ۵۵ ، مخ .

۱۴- زنان افغان زیر فشار عنعنه وتجد د، ډاکتر سید عبدالله کاظم ، دچاپ کال، ۲۰۰۵ میلادی ، ۳۴۹ مخ .

۱۵- همدغه اثر ، ۳۵۷ ، او ۳۶۳ مخونه .

۱۶- همد غه اثر۴۸۵ او ۴۸۸ مخونه .

۱۷-همدغه اثر، ۵۰۶ مخ .

2 thoughts on “په تیرو څلویښتو کلونو کي د افغانو مېرمنو ټولنیزو چاروته لنډه کتنه”
  1. پروین ملال خورته سلامونه او نېکې هیلې ! خورې : په قلم ، فکر او لاسو نو دې برکت شه . ځکه ستاسې په څېر خویندو په خوله د افغانستان او نړۍ د نورو لا دینه ښځو او د راوا د مرتد تنظیم او د حقوق بشر په نامه د همجنس پلورونکواو ځان پلورونکو په وړاندې مو د ښځود حقوقو او دندو په اړه په خپله خپره کړې مقاله کې سم مضاحت ورکړی . ددې د پاره چې نورې عفیفې ښځې ددغو مرتدو ښځو د توطيؤ ښکار و نه ګرځي خپله غاړه مو پرې خلاصه کړې ده . اوس به عامه ښځې د جېندر غیر انساني پروژې او پرو ګرامونه له خپلو خدای ورکړو حقوقو سره د اسلام له نظره پر تله کړي ، او خپله به پوه شي چې د ښځو په اړه غربي پروګرامونه د کومو اهدافو له پاره په لاره اچول شوي دي ،او اسلام ښځو ته کوم حقوق ور کړي دي ؟ بیا به د خپلو ځان او نورو په اړه هم خپله قضاوت کړي . مننه .

  2. پروين ملال خور د بشپړ ادب په رڼا کې سلام
    موږ به پېړيو، پېړيودګل او بلبل زاړه افکار،هياهو،لاپې او شاپې اړوو را اړوو مګر نوي څه نه شو پيداکولاى ولې ؟ ددې لپاره چې موږ د اسلام جهان بينې کوم چې په حق او عدالت، انصاف او مساوات، او حتي تر دي پورې چې ١٤٠٠ کاله مخکې پروردګار عالم په قران کې ښځه د نر لباس او نر دښځې لباس ګڼلي دي داخبره عادي مفهوم نه لري په هېڅ فلسفه وچې او لندې دمکراسي کې ددې خبره تعبير او مفهوم نشي پيدا کولاى.
    تاسې په ډيره لنډه توګه د ښځو حقوق په يوه اسلامي او محافظه کاره يا تړلې ټولنه کې وڅېړي او بيا راشى په يو لوڅه ټولنه يا غير اسلامي کې يو د بل سره مقايسه کړي هغه خوندې چې بې له پوهې ددموکراسي په لومو او دامونو کې ديوڅو پيسو لپاره تيروځې او يا هغه چې يوازې په شهرت پسې شپې او وارځې سباکوي او يا هغه چې بې له محرمه د حکومت په نوم د لويدېځې نړۍ په کلبونو کې چکرې وهي يا هغه ښځې چ ې د کابل ښار په تالارونو کې دوره لوڅ کالي اغوندې چې د لويديځې نړي د کاليو اغوستلو له کود څخه هم وځي دا څه دي؟
    دا ټول د انسانانو د خود خواهي، غرور، تېروتنې او هسې بړاس ابزار دي چې نور خلک د ښځو د حقوقو د ادعا په نوم ګټې اخلي دلته نوې راديو ګانې، تلويژن، نوي فلمونه،نوي هالونه، نوي کنسرتونه، نوې ګډا او نڅا،نوي فېشنونه، نوي پيغامونه او مسيجونه را پيدا شوي هغه چې په پيسو پسې لالهانده وه بنکونه ېې ډک کړل او هماغه ما او تا سره دليل واېې دټولنې اعتبار دې حد ته رارسيدلې چې يو ليکوال اوس په مستعار نوم هرڅه واېې…… ټول اخلاق په بلې خوا روا ن دى موږ نه پوهيږو چې د وخت حکومتونه ولې د ښځو د ژوندانه په برخه کې دومره ګونګ، بې خبره، بې انصافه او له اسلامي جهان بينۍ نه بې خبره پاتې وه…..رښتيا په تش شهرت هېځ هم نه کيږي او بې وخته مشهوره کيدل څه معنا ؟؟؟؟؟؟؟؟

ځواب ورکول ع. شريف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *