په سیاست کې معمول ده،چې سیاستوال د خپلو ځینو پوښتنې وړعملونو د توجیه کولو لپاره د هرډول دلایلو د موندلو هڅه کوي.

تراوسه به هیڅ داسې سیاستوال نه وي پیدا شوی،چې د خپل یوه اعتراض زیږونکي عمل د ترسره کولو پرمهال سمدستي د هغه نېمګړتوب تایید کړي.

په نوره نړۍ کې که سیاستوال داسې کوي،دومره د پام وړمسله نه ګڼل کیږي،ځکه سیاسي جوړښتونه،قوتونه،لارې او عامه ذهنیت یې ټول باثباته او د یو بل د ښه درک کولو ظرفیت لري.

په افغانستان کې د درېیمې نړۍ د یوه وروسته پاتې هېواد په توګه بیا د سیاستوالو دا ډول عملونه او په دفاع کې یې د توجیه لټولو هڅې نه یوازې د اندیښنې وړ وي؛بلکې کله دا هڅې خطرناکې هم شي.

هغه په دې چې دلته ډېرکله سیاستوال د خپل اعتراض وړعمل د دفاع لپاره داسې توجیه غواړي پیدا کړي،چې د ده ترکړې تېروتنې د توجیې خطرډېرجدي وي.

د ولسمشرۍ د لومړي پړاو یوه نوماند ډاکترزلمي رسول هم د یوې وروستۍ پریکړې او اعلان پرمهال یې د پورتنۍ سریزې مطابق یوې تېروتنې او توجیه ته نیږدې عمل وکړ.

ښاغلي رسول د یکشنبې پر ورځ دویم پړاو ته د ورتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له یوه مخکښ نوماند ډاکټرعبدالله عبدالله څخه په دویم پړاو کې خپل ملاتړ اعلان کړ.

 په دې ملاتړ غونډه کې ښاغلي رسول له ډاکټرعبدالله څخه د خپل ملاتړ سبب د افغانانو د ملي یووالي د ټینګښت هڅه وګڼله او په ښکاره یې وویل،چې ځکه د عبدالله ملاتړ کوي،څو دویم پړاو ټاکنې قومي نه شي.

ښاغلي رسول په ډېرګومان د دې لپاره دا خبره له ښاغلي عبدالله سره د یو لاس کیدو سبب اعلان کړ،چې د دوی د بې ضرورته او متناقض تعامل په اړه پوښتنو او ملاحظو ته د خلکو ډېرپام وانه وړي.

هغه پام له دې کبله اوښت،چې ښاغلی رسول د بهرنیو چارو وزارت له دندې څخه تراستعفا،نوماندۍ،ټاکنو او حتی اوسه پورې د ډېرو خلکو په نظر د ارګ نوماند ګڼل کیږي.

برعکس ښاغلی عبدالله ځان د ۲۰۰۹ ولسمشریزو ټاکنو له مهاله د ولسمشرکرزي د حکومت د سیاسي اپوزیسیون د مشرۍ مدعي او مستحق ګڼي.

په دې ترڅ کې د دواړو ولسمشریزو نوماندانو د اعلان کړو اهدافو ترمنځ یو لوی او جدي توپېرته د خلکو پام اوښتی شو،چې هغه د سیاسي نظام په اړه د دواړونوماندانو جدي اختلاف نظرو.

په څوتلویزوني مناظرو کې چې د یوشمېرولسمشریزو نوماندانو په ګډون ترسره شوي،ښاغلي رسول د ولسمشرکرزي د یوه نیږدې ملاتړي او ادعا شوي نوماند په توګه د ریاستي سیاسي نظام او ښاغلي عبدالله د پارلماني نظام جدي پلوي کړې ده.

د ولسمشرکرزي د حکومت،مختلفو سیاستونو او عملونو په اړه هم دواړو نوماندانو دغسې د جدي پلویتوب او مخالفت دریځ درلود.

موږ دا نه وایوو،چې دوی باید سره یو ځای شوي نه وای،د سیاست په اړه دا معقوله مشهوره ده،چې وروستی ټکی نه لري.

چې داسې ده،زموږ سیاستوال که دې ډګر ته راځي،باید د خپلو داسې ناببره پریکړو په اړه د هرډول مثبتو او منفي قضاوتونو د اوریدو زغم هم په ځان کې پیدا کړي.

هغه څه چې له بده مرغه دوی یې نه لري او د نشتوالي په سبب یې د خپلو اعتراض زیږونکو پریکړو د جبران لپاره ډېرکله خطرزیږونکو او ناسجول شویو توجیهاتو ته پناه وړي.

د ښاغلي رسول دا توجیه چې ده د دویم پړاو ټاکنو د قومي کیدو له وېرې د ښاغلي عبدالله ملاتړ وکړ،دغسې خطرزیږونکې توجیه ده.

کیدای شي دا په یوې تېروتنې پسې د هغه بله تېروتنه وګڼوو،چې په ناسنجولې بڼه یې د ټاکنو قومي کیدو ته د خلکو پام واړوه.

د افغانانو سیاسي شعورپه تېرو ټاکنو کې که څه هم ثابت شو،چې ترپخوا ډېرلوړشوی او رایه یې د قومي او سمتي تمایل پرځای د ټاکنیزو ټیمونو د مشرانو او ترکیب د ظرفیت او موثریت پربنسټ کارول شوې،خو دغسې څرګندونې له شک پرته چې پارونکې او د ادعا خلاف ملي یووالي ته د ګټې پرځای تاوان اړولای شي.

One thought on “په تېروتنې پسې د زلمي رسول بله تېروتنه/ ارشاد رغاند”
  1. ورور كله إرشاد ،رغاند :
    زما خخه تاسي شه بو هيزي اوبه كران وطن أفغانستان كي زوند كوي واضح بايد ووايم دا دكوتي به شمار خو محدود إنسانان سياستمدار ان نه بلكه جوكي فرستان أوزر فرستان دي دوي دجوكي نيولو به مرض اخته خلك دي دوي سره دملت غم نشته داجه به ملت هرخه تيريزي دوي به دي هكله بي تفاوته. دي.
    سياستمدار ان هغه ته ويل كيزي جه دملت غم ورسره موجود وي او دملت به غم در دمن وي مكر د داسي انسانانو به مقابل كي غله اوجعل كار سياست مدار ان خان خرخوي او
    خند ونه جوروي نه بريزدي جه ملت أرام زوند خواته وخوزيزي. دملت به آرامي كي د دوي كتي دخطر سره تكر كي دي
    جلالزوي

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *